دجمعې خطبه مو دملت حریت اودامت عظمت  ساتي

                                                                           لیکنه : مفتي محمدعرفان الهام پکتیکوي دجمعې ورځ وه دمرکزښرني ښارجامع مسجددنوروسترجماتونوپه څير له عاموخلګواومجاهدوامنیتي ځواکونوډک وو، دخدای تعالی دسترانعام اوافغانانودورک ارمان امن  په سترنعمت کې په عبادت  بوخت مسلمانان صفونه صفونه  ناست وو، دمراقبت اوتوجه په نوراني دنیااوعطرورینه فضاکې له یوعالم خاموشۍ او سکون سره دهرناست شخص توجه  په ممبرویناوال  […]

 

 

 

                                                                     لیکنه : مفتي محمدعرفان الهام پکتیکوي

دجمعې ورځ وه دمرکزښرني ښارجامع مسجددنوروسترجماتونوپه څير له عاموخلګواومجاهدوامنیتي ځواکونوډک وو، دخدای تعالی دسترانعام اوافغانانودورک ارمان امن  په سترنعمت کې په عبادت  بوخت مسلمانان صفونه صفونه  ناست وو، دمراقبت اوتوجه په نوراني دنیااوعطرورینه فضاکې له یوعالم خاموشۍ او سکون سره دهرناست شخص توجه  په ممبرویناوال  دتورې پګړۍ اوسپینوکالیو عالم  اوخطیب ته وه

 

واعظ هم دبیان دحقیقي اواسلامي ازادۍ په دې نوراني محفل کې اولس  ته داطاعت اودوخت ځواکمن حاکم حکومتي اوامارتي چارواکو ته دنظام دساتلو،دشریعت دتنفیذ،اوقانون ته دوفادارۍ ژمنتیااوسترمسؤلیت سرخلاسي خبري له کوم پشاراوتأثیرپرته وکړي

 

دهرناست مسلمان افغان له سترګواوڅېري نه دحقیقي آزادۍ اوحریت ، دخوښۍ آثار هرچا احساس ول، دخطیب جزّابه اوهراړخیزه وینا هرمخاطب دزړه په غوږونواوریدله ، اوکله ناکله به ناستو هیوادوالو احساسات کابونه کړل اوډېرودګریبان په حریم دخوښۍ اوښکې توی کړي، چې ریښتازمونږ مهربانه څښتن جل جلاله څرنګه دآزادۍ ددې ستراوله الله تعالی څخه په ستروقربانیو، وینو،اواوښکودغوښتل شوي نعمت دحصول ارمان راپوره کړ، خپل رب ته به یې دخوښۍ په غریب اوکړیکوکي په ژبه شکراوحمدونه ویل ، چې مونږ یې یوځل بیادیوآزادخپلواک اسلامي نظام اوسوکاله هیوادڅښتنان کړو،اودیرغلګروله یرغل څخه یې فاتحین راوایستلو

 

دجامع مسجددخطیب وینا چې دزوریدلوافغانانودهردرد، اوپه نړۍ کې موجود دهمدغه یواځني   ۱۰۰/ ۱۰۰  اسلامي نظام  دساتلواوپاللو،منظم کولوپه سترهدف راڅرخیده ، پای ته ورسیده،دحضرت بلال رضی الله عنه په منبرناست مؤذن  دخپلوغبرګولاسونوګوتې غوږوته کړي اوپه خپل بلالي ترنم یې  دجمعې دوهم آذان   آزانګه کړ، چې په زړونوکې یې دایمان نورپه اهتزاز راوست

 

څوشیبې وروسته خطیب صاحب  خطبه پیل کړه ،خوډېره ناأشناخطبه هغه خطبه چې له کلونوکلونویې اسلامي امت غږ نه دی اوریدلي ،ددې خطبې معنوي خوندیې نه دی حس کړی ،جلالیت یې نه دی درک کړی، دامیراومأمورترمنځ درابطې شان یې نه دی معلوم کړی ،

 

هوداخطبه بیله وه داخطبه مې دګوانډپه هیوادونوکې کله هم نه وه اوریدلې اوزمادزلمي عمربهیر اوزماخاطرکله هم دژوندپه تېروخاطرواوارتلونکونعمتونوکې نه  وه متصورکړې ، هغه نااشناباطني پیرزوینه چې  خپل رب جل جلاله په خواه  راباندي نه وه کړې ، هغه داچې خطیب  دخپلې خطبې په عربي کلماتووویل : … اللهم اید امیرناامیرالمؤمنین شیخ هبة الله ….اللّهم احفظه … یعني په لومړي ځل مې دمسلمانانوامیرته په خطبه اوجمعه کې دالله تعالی دنصرت اوتائید ددعاکلمات دهغه له خپل نامه سره واوریدل ، کوم چې فقهاء کرامو په مسلمانانودامیرله حقوقوڅخه دهغه شان ته درناوی اودعاکول یادکړي دي ،

 

له دې ورهاخواچې کله اقامت وویل شوپه پخه عقیده اوبې له کوم شک څخه مودجمعي دقطعي واجب لمانځه له لذته ډک نیت وکړ،ځکه افغانستان اوس هغه هیواددی چې اسلامي شرعي نظام اوقضا په کې نافذه ده چې په دې سره دټولوفقهاء کراموپه اتفاق دجمعې دوجوب شرائط پوره کیږي

 

سبحان الله  دشرعي امیراواسلامي نظام څومره سترشان اوڅومره سترعظمت دی ،  الله تعالی دي زمونږپه سرونوداسلامي نظام درحمت سیوری تل ترتله ولري آمین