دایکنډي : دګیزاب ولسوالۍمرکز ،  بازار، محبس اولسګونه پوستې اومرکزونه نیول شوي

د تیري شپې یوې بجې راهیسي د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ باندي د اسلامي امارت  د مجاهدینو له لوري پراخ تعرضي عملیات پیل شوي تردې مهاله  ددښمن  د ولسوالۍ د مرکز  او بازار په شمول د استخباراتو مرکز، محبس، او په لسګونه پوستې او د دښمن مهم مراکز فتحه شوي دي. د یادونې ده […]

د تیري شپې یوې بجې راهیسي د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ باندي د اسلامي امارت  د مجاهدینو له لوري پراخ تعرضي عملیات پیل شوي

تردې مهاله  ددښمن  د ولسوالۍ د مرکز  او بازار په شمول د استخباراتو مرکز، محبس، او په لسګونه پوستې او د دښمن مهم مراکز فتحه شوي دي.

د یادونې ده چې د محبس د رئیس غلام حضرت په ګډون  لسګونه تنه عسکر او پولیس قتل او ژوبل شول، ۱۳ تنه پولیس او اربکیان له خپلو ۱۱ میلو کلاشینکوفونو ۱ میل ثقیل، ۱ میل راکټ او ګڼو نورو مهماتو سره مجاهدینو ته تسلیم شول.

ګڼې نورې وسلې او مهمات هم د مجاهدینو لاس ته ورغلي.

وارخطا دښمن اوس يواځې په امنیه قومندانۍ، د  مزدوري اردو کنډک، او په حاجي حکومتي غونډۍ سیمه کې تر کلکې محاصرې لاندي  دي.

مجاهدینوته لله الحمد تردې مهاله  هیڅ  زیان نه دی اوښتی

جګړه لا هم دوام لري په اړه یې نور جزئیات بیا

2021/6/3