دایکندي : د پاتو ولسوالۍ څخه  دګوډاګیانودتېښتې په اړه وروستي جزئیات

له تیرو ۲ شپو راهیسي د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ له  مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، د مزدورې اردو لوی کنډک او  ۱۲ پوستې،او د دښمن ګڼ نور نظامي مرکزونو څخه  ګوډاګي  عسکر چې دجګړې  مورال یې له لاسه ورکړی د همدي ولایت دمرکز نیلي ته وتښتیدل په تښتیدونکو عسکرو مجاهدینو بریدونه ترسره […]

له تیرو ۲ شپو راهیسي د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ له  مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، د مزدورې اردو لوی کنډک او  ۱۲ پوستې،او د دښمن ګڼ نور نظامي مرکزونو څخه  ګوډاګي  عسکر چې دجګړې  مورال یې له لاسه ورکړی د همدي ولایت دمرکز نیلي ته وتښتیدل

په تښتیدونکو عسکرو مجاهدینو بریدونه ترسره کړل چې یو شمېر عسکر یې مړه ، ژوبل او ژوندي نیول شوي

همداراز د دښمن څخه یوه عراده شوبله، ۸ عرادې موټر سایکلونه، په لسګونه میله سپکې او درنې وسلې، ګڼې ډول ډول مرمۍ، او د نیول شویو مراکزو، او پوستو زیات شمېر لوازم د مجاهدینو لاسته ور غلل.

اوس یاده ولسوالۍ په بشپړه توګه  دمجاهدینو ترولکي لاندي ده

2021/6/12