داسلامي امارت دصحت کمیسیون له خوا د تسلیت او بیعت پیغام:

بسم الله الرحمن الرحیم.( ولاتقولوا لمن یقتل في سبیل الله اموات، بل احیاء ولکن لا تشعرون) البقرة زه مولوي محمد اسحق دصحت کمیسیون د مسؤل په حیث د دې کمېسیون د ټولو غړیو په نمایندګي د خپل شهید رهبر امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور( رحمه الله) دشهادت له امله د اسلامي امارت ټولو مشرانو، مسؤلینو ، ټولو […]

بسم الله الرحمن الرحیم.( ولاتقولوا لمن یقتل في سبیل الله اموات، بل احیاء ولکن لا تشعرون) البقرة

زه مولوي محمد اسحق دصحت کمیسیون د مسؤل په حیث د دې کمېسیون د ټولو غړیو په نمایندګي د خپل شهید رهبر امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور( رحمه الله) دشهادت له امله د اسلامي امارت ټولو مشرانو، مسؤلینو ، ټولو مجاهدینو او په ځانګړې توګه د قدرمن شهید درنې کورنۍ ته د زړه له تله دتسلیت عالي مراتب وړاندي کوم ،او د عا کوو چې الله تعالی دي دشهید کورنۍ او ټول مسلمه امت ته صبرجمیل او شهید منصورصاحب رحمه الله ته په فردوس جنت کې لوړ درجات ورنصیب کړي

خوشحاله یو چي الله جل جلاله دنعم البدل په راکولو سره زموږ د تاریخي قربانیو کور د نوي زعیم په نصب دسپېڅلي شریعت په چوکاټ کي دننه محفوظ کړ.

زه د صحت کمیسیون په نمایندګي د اسلامي امارت له نوي ټاکل شوي زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والقران هبة الله اخندزاده (حفظه الله )سره خپل بیعت اعلانوو اوژمن یو چي په ټولو شرعي امورو کي به دامیرالمومنین امرته لبیک وایو او خپل جهادي خدمت ته به د دوی تر لارښوونو لاندي دوام ورکوو.

لوی خدای دي موږ ټولو ته ددېن په لاره کي دلازیاتو خدمتونو توان راکړي. امین