دارزګان ولایت مقام کي دعامی روغتیاریاست دګرځنده روغتیایي ټیمونو داستازو سره غونډه وسوه

ارزګان راپور: نیټه ۱۴۴۳/۶/۳۰ ه ق تیره ورځ له غرمی ورسته د روزګان والی محترم حاجی دعوت صاحب دګرځنده روغتیایی دمسؤلینو سره وکتل. په یاده غونډه کي فقیرمحمدستوری د owh مؤسسې دهماهنګۍ مسؤل اوډاکتر قدرت الله owh مؤسسې ولایتی منېجر ګډون درلود. محترم والی صاحب لومړی د دوی د فعالیتونو اړوند دمعلوماتو غوښتنه و کړه […]

ارزګان
راپور:
نیټه ۱۴۴۳/۶/۳۰ ه ق

تیره ورځ له غرمی ورسته د روزګان والی محترم حاجی دعوت صاحب دګرځنده روغتیایی دمسؤلینو سره وکتل.
په یاده غونډه کي فقیرمحمدستوری د owh مؤسسې دهماهنګۍ مسؤل اوډاکتر قدرت الله owh مؤسسې ولایتی منېجر ګډون درلود.
محترم والی صاحب لومړی د دوی د فعالیتونو اړوند دمعلوماتو غوښتنه و کړه او والی صاحب زیاته کړه چی دروزګان ولسونه دروغتیایي خدمتونو څخه ترډیره بې برخي دي باید دنورو ولایتونو په څېر دا ولایت هم دروغتیایي خدمتونو څخه برخمن سي. دامهال په ارزګان ولایت کی دوه ګرځنده ټېمونه فعالیت کوی چي دا د ارزګان ولس لپاره کفایت نه کوي، ځکه ارزګان دپخوا په پرتله دنفوس لمخي زیات سوی دی اوخلک ئې دډیرو مشکلاتو سره لاس اوګریوان دی، په ورته وخت کي نوموړو مسؤلینو د والی صاحب څخه مننه وکړه چی موږ ته ئې دلیدنې وخت راکړی او موږته ئې زموږ دکارونو نیمګړتیاوي راپه ګوته کړي. دوی زیاته کړه چی موږ اوس مهال په روزګان ولایت کی دوه روغتیائې ټیمونه لرو او ددی نه وروسته موږ پلان لروچی ستاسو په همکاری او دیونسف اداری سره په همږغۍ ترلسو پوری نور ټیمونه فعال کړو ،تر څو د روزګان ټول اولسونه د روغتیا خدمتونو څخه برخمن سي.
دوی داسلامی امارت څخه مننه وکړل چی دوی ته ئې دلا ډیر کار زمینه مساعده کړي تر څو دکړېدلی روزګانیانو خدمت په پوره ایمانداری تر سره کړو.
محترم والی صاحب دوی ته دپوره همکاری ډاډ ورکړی اودټیمونو دزیاتوالی غوښتنه ئې وکړه اوټنګار ئې وکړئ تر څو چی نور خیریه بنسټونه هم باید خپل ټیمونه په دی ولایت کی زیات کړي ترڅو ترې ټول اولس برخمن سي.