دارزګان ولایت داطلاعو او فرهنګ په ریاست کي میاشتنۍ ادبي بهیر ترسره سو:

  دیاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست لخوا میاشتنۍ ادبي بهیرپه داسي حال کي ترسره سو چي د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالان، فرهنګپالان او نعت ویونکو پکښي ګډون کړی وو. د مشاعرې پیل د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره پيل سو، یاد ادبي هیرچی داطلاعات اوفرهنګ ریاست لخوا […]

 

دیاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست لخوا میاشتنۍ ادبي بهیرپه داسي حال کي ترسره سو چي د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالان، فرهنګپالان او نعت ویونکو پکښي ګډون کړی وو.
د مشاعرې پیل د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره پيل سو، یاد ادبي هیرچی داطلاعات اوفرهنګ ریاست لخوا دهرې میاستۍ پر۲۸ تاریخ ترسره کیږي او ګڼ شمير شاعران اونعت ویونکي، اوفرهنګپالان په کښي ګډون کوي.
لومړي دځوانانو عمومي مدیر دمشاعري ټولوګډون کونکوته ښه راغلاست وویل. وروسته ستر شاعر علي محمدخوشحال ټولوګډون والوته ویناوکړه هغه وویل چي غربیان دي دافکرنه کوي چي موږ د افغانانو پېسي د ډیسمبرقربانیانوته ورکوه دا نه د دوي په وس کي ده اونه د ډیسمبر قربانیان د افغانستان په مجاهد ولس پوري اړه لري دا د دوي د مداخلې یوتوتیيه ده چی موږ ته ئې جوړوي د خوشحال په خبره چي پرافغانستان باندي کوم زبرځواک یرغل کړي هغه د نړېوالۍ شرمندګې سره مخ سوي دي نو د دوي لپاره داستره ماتې اوشرمندګې بسته او د یوخوار اوبیوزله هیواد پېسۍ ئې غلاکړي زموږ لپاره داد ویاړځاي دي، او وروسته ئې خپل چمتوسوي شعر ګډون والوته ډالۍ کړي. همداراز دامينه قومندانۍ استازی ښاغلی قریشي ګډونوالوته ویناوکړه او زیاته ئې کړه چي موږ اوس خپل هدف ته رسیدلي یو نو باید دخپلو شهیدانو هغه نازولي بچیان هیرنه کړو او دهغه شهید پرکور اوبچیانوباندي رحم اوشفقت وکړو.
وروسته دشعر او ترنم لړۍ پیل سوه چي راغلو شاعرانو او ترنم ویوونکو هر یوه په خپل وارسره خپل ترتیب سوي شعرونه او نعتونه چي ډېره برخه یې اسلامي او ملي ارزښتونو ته ځانګړې سوې وه د مشاعرې ګډونوالو ته ډالۍ کړه او همداراز شاعرانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ددي ګام ستاینه وکړه او ددې لړۍ پر دوام ئې ټنګار وکړي دیاد ریاست سر ئې دپوره همکارۍ ژمنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۳/۷/۱۶ هـ ق