دارزګان والي حاجی دعوت صاحب ددی ولایت د ښاروالۍ ریاست ته سپارښتنه کړې چې د توکو نرخونه کنټرول کړي.

  دارزګان ولایت محترم والي حاجي دعوت صاحب د ترینکوټ ښار په چوکونوکی وګرځیدی او دښاریانو څخه ئې دستونزو پوښنته وکړه، دلیدني پرمهال ئې ښاروالۍ ته سپارښتنه وکړه چي په ښارکي د توکو نرخونه باید وخت پر وخت کنټرول سي. او هغه کسان چی دنرخ نامی داوصولوڅخه سرغړونه کوي مجازات سی چي د خلکو د […]

 

دارزګان ولایت محترم والي حاجي دعوت صاحب د ترینکوټ ښار په چوکونوکی وګرځیدی او دښاریانو څخه ئې دستونزو پوښنته وکړه، دلیدني پرمهال ئې ښاروالۍ ته سپارښتنه وکړه چي په ښارکي د توکو نرخونه باید وخت پر وخت کنټرول سي.
او هغه کسان چی دنرخ نامی داوصولوڅخه سرغړونه کوي مجازات سی چي د خلکو د مجبورۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او په خپل سر په لوړ قیمت توکي پلوري. حاجی دعوت صاحب زیاته کړه چي دروژې میاشت یو مبارکه د رحمتونو او برکتونو میاشت ده نو باید ټول دوکانداران او تجاران ددې میاشتې د برکت په مناسبت د عدل او انصاف څخه کار واخلي.
نوموړي یادونه وکړه،د خوراکۍ او غیري خوارکۍ توکو دقیمتونولپار دڅارنې کمېسیون ټاکل سو دی چي نوموړي کمېسیون د ښاروالۍ ریاست په همږغۍ دڅو ادارو داستازوڅخه جوړدی دنرخونو کنټرول هم دښاروالۍ ریاست دنده او ورته لازمه سپارښتنه سوي چي هغه کسان هم تر څېړني لاندي ونیسي چي د خلکو د مجبورۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او په خپلسري توګه د توکو نرخونه لوړوي.
حاجي دعوت صاحب له دوکاندارانو او هټۍ والو هم وغوښتل چي د روژې په میاشت کي د توکو قیمتونوکي دعدل او انصاف څخه کار واخلي او د خلکو اقتصادي وضعیت په پام کي ونیسي.
ښاغلی دعوت صاحب پر ملي تجارانو هم ږغ وکړی چي په دې میاشت کي د ثواب لپاره د بې وزلو کورنیو لاسنیوي ته دوام ورکړي او خپلي مرستي ورسره جاري وساتي.
نوموړي ډاډ ورکړ چي ولایتي اداره به د ولسونو ټولي هغه هڅي په کار واچوي، کوم چي د خلکو د هوسایني او پرمختګ سبب کیږي.
هغه وویل، د اسلامي امارت تر راتګ وروسته اوس په دې ولایت کي امنیت سل سلنه تامین او خلکو ته د هر ډول کار کولو زمينه برابره سوې ده.
همداراز حاجي دعوت صاحب پر پانګوالو هم ږغ وکړي چي په دې ولایت کي دې خپلی سرمایه ګزارې وکړی او له دې لاري دي د ولایت د پرمختګ او خلکو ته د کار کولو موقع برابره کړي.
نوموړي د ترینکوټ ښار کي د لیدني پرمهال ښاریانو ته وویل، چي د ولایت دروازه هر وخت ستاسو پر مخ خلاصه ده او کولای سئ چي د خپلو ستونزو د حل لپاره مراجعه وکړئ.
ښاریان هم خوښ وه چي د روزګان ولایتي مسؤلینو د هغوی احوال له نژدې واخیست او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
دوی وویل، دا لومړی ځل دي چي د ولایت والي او ترڅنګ یې نور مسؤلین د هغوی ستونزي له نژدې ویني او د حل لپاره ورسره ژمني کوي.
ښاریانو د ولایتي مسؤلینوڅخه مننه وکړه چي امنیت یې ورته تامین کړی او بې له کومي ویري ورځنۍ چاري مخي ته وړي.
د یاودنې وړده چي ښار ته د محترم والي صاحب د تګ پرمهال د یوشمیر بې وزلو ښاریانو سره نغدي مرستي هم وسوې.

نيټه: ۱۴۴۳/۹/۸ هــ ق