خوست: موسی خیلو او باک  کې پوسته تخلیه، ۵ ګوډاګیان له وسلو سره ونیول شول

پرون شپه ۱ بجه  دخوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ اړوند سیمه کې له مزدور دښمن سره نښته وشوه، د راپور له مخې دغه نښته کې د مزدور رژیم ۱۰ ګوډاګیان ووژل شول، ۵ نور ژوندي ونیول شول او پاته نور د پوستې په تخلیه کولو سره له سیمې وتښتېدل. دغه رنګه له دښمن ځخه۶ میله […]

پرون شپه ۱ بجه  دخوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ اړوند سیمه کې له مزدور دښمن سره نښته وشوه، د راپور له مخې دغه نښته کې د مزدور رژیم ۱۰ ګوډاګیان ووژل شول، ۵ نور ژوندي ونیول شول او پاته نور د پوستې په تخلیه کولو سره له سیمې وتښتېدل.

دغه رنګه له دښمن ځخه۶ میله کارملي، ۱ میل دراسکوف،  ۲ داني پیکا، ۲ دانې راکټ او ګن نور مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.

له بلې خوا د باک ولسوالۍ اړوند چینارګۍ او حسن حسین غره په پوسته باندې د مجاهدینو لخوا وسله وال بریدونه شوي، چې له کبله یې ۶ مزدور عسکر وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.

‏2021‏/6‏/20