خوست مرکز کې وحشي عسکرو ۳ اولسي وکړي شهيدان کړي دي

د CIA د کرایي قاتلینو لخوا څو ورځې وړاندې د خوست ولایت مرکز اړوند لکڼو سیمې څخه ۳ تنه عام وګړي و تښتول شول. د معلم عاشق الله ولد بخت زمان، صدیق الله ولد نورتبار او عبدالرشید ولد غازي په نومونو د لکڼو ولسوالۍ د تبي او بابرو کلیو دغه ۳ اوسیدونکی تر تښتول کېدو […]

د CIA د کرایي قاتلینو لخوا څو ورځې وړاندې د خوست ولایت مرکز اړوند لکڼو سیمې څخه ۳ تنه عام وګړي و تښتول شول. د معلم عاشق الله ولد بخت زمان، صدیق الله ولد نورتبار او عبدالرشید ولد غازي په نومونو د لکڼو ولسوالۍ د تبي او بابرو کلیو دغه ۳ اوسیدونکی تر تښتول کېدو وروسته د خونخوار دښمن لخوا په خورا سخت وحشت سره په شهادت رسول شوي او جسدونه یې د شپې لخوا د فارم باغ په سیمه کې اچول شوي ول.

پاته دي نه وي چې تر دې وړاندې هم د بلیک واټر د مزدورانو او پاتیشونو لخوا په خوست او څیرمه ولایاتو کې لسګونه ځله عام اولسي وګړي له کورونو، دوکانونو، بازارونو او نورو ځایونو څخه تښتول شوي، بیا تر سختو شکنجو او وحشتونو لاندې په شهادت رسول شوي او بیا یې جسدونه په ډېره بې حرمتۍ سره یو بل ځای غورځول شوي دي.

‏2021‏/6‏/19