تیره اونۍ په ملکي خلکو د کابل ادارې د عسکرو په ۲۸ بریدونو کې ۶۵ تنه عام ملکيان شهیدان او ټپيان شول

د جنګي جنایاتو او وحشتونو په دوام، د کابل ادارې عسکرو تیره اونۍ هم د ملکي خلکو په وژلو تیره کړه. له تیرې جمعې ورځې څخه را نیولې تر نن پنجشنبې پورې د کابل ادارې عسکرو د هېواد په ۱۶ ولایتونو(هرات، پکتیکا، کندهار، ارزګان، فاریاب، جوزجان، کندز، بغلان، ننګرهار، لغمان، فراه، میدان وردګو، غزني، هلمند، […]

د جنګي جنایاتو او وحشتونو په دوام، د کابل ادارې عسکرو تیره اونۍ هم د ملکي خلکو په وژلو تیره کړه.
له تیرې جمعې ورځې څخه را نیولې تر نن پنجشنبې پورې د کابل ادارې عسکرو د هېواد په ۱۶ ولایتونو(هرات، پکتیکا، کندهار، ارزګان، فاریاب، جوزجان، کندز، بغلان، ننګرهار، لغمان، فراه، میدان وردګو، غزني، هلمند، بادغیس او نیمروز) کې په ملکي خلکو ۲۸ ځله بریدونه او بمبارونه کړي دي.
د دغو وحشتونو په لړ کې د ښځو او ماشومانو او یو تن دیني عالم په ګډون ۴۲ تنه ملکي خلک په شهادت رسیدلي او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
همدا ډول بزدله دښمن په دا ساړه ژمي کې د ملکي خلکو ۶ کورونه او په غزني ولایت کې د ملانوح بابا په نامه زیارت هم په بمبار او هاوان بریدونو کې تخریب کړي دي.
اسلامي امارت دغه وحشیانه متکرر جنایات په کلکو ټکو غندي، بشري ضد جنګي سرغړونه يي بولي او یوځل بیا په نړیوالو بشري او حقوقي بنسټونو غږ کوي چې د کابل ادارې د خپل سریو او انساني ضد اعمالو غندنه وکړي او په مخنیوي کې یې خپل مکلفت ترسره کړي.
د اسلامي امارت په نشراتي ارګان الامارة ویب پاڼه کې د یادو جنایاتو تفصیلات او شواهد هم موجود دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲/۵/۱۴۴۲هـ ق
۲۷/۹/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/12/17م