تخار ولایت د ماورا کوکچه د پنځو ولسوالیو د ټولو تعلیمی ادارو نظارت وشو

د دشت قلعه ولسوالۍ د دیني مدرسو له مدیرانو، د دار الحفاظونو له استاذانو همدا راز د ښوونځیو له مدیرانو سره جلا جلا غونډې تر سره شوې، اداري چارې لکه د معاینې کتاب حاضریانې، درسي پلان او تقویمي پلان وکتل شوې، نقصانات ورته په ګوته شول همداراز د درقد ولسوالۍ د ټولو تعلیمي ادارو د […]

د دشت قلعه ولسوالۍ د دیني مدرسو له مدیرانو، د دار الحفاظونو له استاذانو همدا راز د ښوونځیو له مدیرانو سره جلا جلا غونډې تر سره شوې، اداري چارې لکه د معاینې کتاب حاضریانې، درسي پلان او تقویمي پلان وکتل شوې، نقصانات ورته په ګوته شول همداراز د درقد ولسوالۍ د ټولو تعلیمي ادارو د پرسونل او اداري چارو لیدنه تر سره شوه.

همدا راز خواجه بهاودین ولسوالۍ کې یوه لویه غونډه جوړه شوه، ینګي قلعه ولسوالۍ کې هم پرتمینه غونډه د ټولو تعلیمي ادارو د مدیرانو او استاذانو تر منځ جوړه کړی شوه، همد اراز په خپل نوبت سره د چاه اب ولسوالۍ د دیني مدرسو د مدیرانو او د ښوونځیو د مدیرانو تر منځ جوړه شوه، له یادو غونډو وروسته د اداري چارو د لیدنې او نظارت په هکله لنډ سمینا ورکول شو.

د یادونې وړ ده چې دغه یادې ولسوالۍ هم په بښپړه توګه فتحه شولې د غلامې ادارې د معارفو دفترونه ټول اجناس او وسایط د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د اجناسو او وسایطو په کتابو کې ثبت شوې، الحمدلله فتوحات په تخار ولایت کې تېز روان دي، چې د تعلیم او تربیې دکمېسیون د اعلامیه مطابق چلند تر سره شوی دی.

د یادونې وړ ده چې هغه رالیږل شوي فوق العاده توکي هم په دیني مدرسو او دارالحفاظو ور تقسیم کړی شو، البته دغه نظارتونه د ذوالقعدې له دویمې نېټې بیا د ذوالقعدي تر ١١ پورې دوام درلوده، د نظارت غړي د تخار ولایت د تعلیم تربیې مسئول مولوي مبشر، ورسره د تعلیم تربیې معاون او مدیرانو د درقد ولسوالۍ اړوند د میده پتیه کلي کې یو باب دارالایتام په نامه د (دارالایتام امام محمد رحمه الله) افتتاح کړی شو، په دې پرانیست غونډه کې ګن شمېر مسئولینو ګډون کړی وو.
۲۰۲۱/۶/۲۸