بغلان کې ګڼ ګوډاګیان مړه او ژوبل، ۴ ټانکونه تخریب، ۲ له وسلو سره نیول شوي دي

دوه ورځي وړاندې مجاهدینو د بغلان ولایت اندراب او ده صلاح ولسوالیو کې له مزدور دښمن سره په نښتو کې دښمن مات کړی او د درنو تلفاتو په ور اړولو سره تېښتې ته مجبور کړی دی. د راپور له مخې دغو بریدونو کې ۴ مزدور عسکر وژل شوي او د ځانګړې قطعې د قومندان نصیراندرابي […]

دوه ورځي وړاندې مجاهدینو د بغلان ولایت اندراب او ده صلاح ولسوالیو کې له مزدور دښمن سره په نښتو کې دښمن مات کړی او د درنو تلفاتو په ور اړولو سره تېښتې ته مجبور کړی دی.

د راپور له مخې دغو بریدونو کې ۴ مزدور عسکر وژل شوي او د ځانګړې قطعې د قومندان نصیراندرابي په ګډون ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

همداراز د دښمن ۱ ټانک سوځول شوی، ۳ نور تخریب شوي، او ۲ هاموي ټانکونه، ۱ پیکا، ۲ راکټونه، ۲ کلاشنکوف او یوه اندازه مهمات مجاهدینو ته په لاس ورغلي دي.

‏2021‏/8‏/5