بغلان کې د کابل ادارې ۲۴ تنه کار کوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

دتیرو ۳ ورځو په جریان کې یوځل بیا د بغلان ولایت کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د عفو د فرمان نه په استفاده او د دعوت ارشاد د منسوبينو او ځایي مجاهدینو د هلوځلو په نتیجه کې د دې ولايت په مختلفو ولسواليو کې د اجیري ادارې (۲۴) تنه عسکرله مجاهدینو سره یوځای شول چی […]

دتیرو ۳ ورځو په جریان کې یوځل بیا د بغلان ولایت کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د عفو د فرمان نه په استفاده او د دعوت ارشاد د منسوبينو او ځایي مجاهدینو د هلوځلو په نتیجه کې د دې ولايت په مختلفو ولسواليو کې د اجیري ادارې (۲۴) تنه عسکرله مجاهدینو سره یوځای شول چی د مجاهدینو لخوا یې تود هرکلی وشو.

راغلو کسانو له جګړې او مخالفته د خپلې بیزارۍ په اعلانولو سره په تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي.

‏2021‏/7‏/13