نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ماسپیښین مهال د بغلان ولایت، پلخمري والسوالۍ اړوند، ډنډشهاب الدین په سیمه کې د اسلامي امارت د دعوت ارشاد د مسؤلینو لخوا یوه ستره غونډه جوړه شوه، چې د بغلان ولایت د دعوت و ارشاد مسؤل، مرستیال، د پلخمري د دعوت و ارشاد مدیر او ګڼ شمیرعلماء کرامو سپین ژیرو ، ځوانانو او مخورو […]
نن ماسپیښین مهال د بغلان ولایت، پلخمري والسوالۍ اړوند، ډنډشهاب الدین په سیمه کې د اسلامي امارت د دعوت ارشاد د مسؤلینو لخوا یوه ستره غونډه جوړه شوه، چې د بغلان ولایت د دعوت و ارشاد مسؤل، مرستیال، د پلخمري د دعوت و ارشاد مدیر او ګڼ شمیرعلماء کرامو سپین ژیرو ، ځوانانو او مخورو پکې ګډون کړی و.
یاده غونډه کې د وینا والو لخوا ګټورې ویناوې ، نصیحتونه، توصیې او خپل منځې سلا مشورې وشوې. همدارنګه له ګوډاګۍ ادارې څخه راجلاشوو عسکرو او پولیسو ته د هرکلي ترڅنګ امن کارتونه ورکړل شول.
د قرآن کریم په مبارکوایتونو پیل شوې دغه غونډه د امن په فضا کې د وروستۍ دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدله.
2018/10/24
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.