بغلان: نهرین کې ورزشي سیالۍ ترسره شوې

پرون د بغلان ولایت  نهرین ولسوالۍ په لوګریانو کلي کې د ګل میران شهید دلیسې په سپورتي لوبغالي کې د والیبال مسابقه ترسره شوه. دغه مسابقه د ډيرې خوشحالۍ په فضا کې ترسره شوه، چې د ولسوالۍ له ټولو برخو او قومونو څخه خلکو اوځایي مسؤلینو پکې حضور درلود همداراز د دهنه غوري ولسوالۍ کې […]

پرون د بغلان ولایت  نهرین ولسوالۍ په لوګریانو کلي کې د ګل میران شهید دلیسې په سپورتي لوبغالي کې د والیبال مسابقه ترسره شوه. دغه مسابقه د ډيرې خوشحالۍ په فضا کې ترسره شوه، چې د ولسوالۍ له ټولو برخو او قومونو څخه خلکو اوځایي مسؤلینو پکې حضور درلود

همداراز د دهنه غوري ولسوالۍ کې هم د والیبال سیالي ترسره شوه، چې د سیمې بې شمېره خلکو او د لوبو شائقینو پکې ګډون کړی و.

لوبغاړو او د لوبي کتلو لپاره راغلو کسانو د یادو مسابقو په ترسره کولو سره خوښي وښودله او دا یې د سیمې د ځوانانو لپاره ګټور کار وګاڼه.

‏2021‏/8‏/9