بغلان : دهنه غوري کې مجاهدينو ۲ انجينران د غلو له منګولو خلاص کړل

په بغلان ولايت کې مسؤل مجاهدين خبر راکي چې په دهنه غوري ولسوالۍ کې يې دوه تنه انجينران د اختطافګرو له منګولو خلاص کړي دي. د راکړل شوي خبر په اساس مجاهدينو انجينر شفيق د ميدان وردګ د سيداباد اوسېدونکی او انجينر هدايت د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسېدونکی نن ورځ د يو لړ […]

په بغلان ولايت کې مسؤل مجاهدين خبر راکي چې په دهنه غوري ولسوالۍ کې يې دوه تنه انجينران د اختطافګرو له منګولو خلاص کړي دي.

د راکړل شوي خبر په اساس مجاهدينو انجينر شفيق د ميدان وردګ د سيداباد اوسېدونکی او انجينر هدايت د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسېدونکی نن ورځ د يو لړ معلوماتو له مخې له سړي تښتونکو را خلاص کړل.

دوئ څه موده وړاندې تښتول شوي وو او په د خلاصون په بدل کې يې افغانۍ غوښتل شوي وې.

مجاهدينو ياد انجينران خپلوانو ته سپارلي دي.

2015-02-14