بغلان: خوست کې د تګاب دهنه دره فتحه، ګڼ ګوډاګیان مړه او ژوبل، ۱۴ له وسلو سره ژوندي ونیول شول

پرون د بغلان ولایت خوست ولسوالۍ کې د تګاب دهنه په نوم ستره دره د مزدور دشمن له وجود څخه تصفیه او په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته ولوېدله. د راپور له مخې په یاده سیمه کې له دښمن سره د ماښام ۷ بجې نښته پیل او د سهار تر ۳ بجو پوري روانه وه، […]

پرون د بغلان ولایت خوست ولسوالۍ کې د تګاب دهنه په نوم ستره دره د مزدور دشمن له وجود څخه تصفیه او په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته ولوېدله.

د راپور له مخې په یاده سیمه کې له دښمن سره د ماښام ۷ بجې نښته پیل او د سهار تر ۳ بجو پوري روانه وه، په دغه نښته کې د مزدور رژیم ۹ تنه عسکر قتل، ۱۴ نور ژوبل او ۱۲ تنه یې له ۲۰ میله وسلې، ۱ فلډر موټر سره ژوندي ونیول شول.

همداراز د دغې جګړې په نتېجه کې د درګۍ، ورچي، نواباد، واغو، تګاب دهنه، سچي بالا، سچي پاین او عابدخیل په نومونو په ۸ کلیو مشتمله دغه دره د مجاهدینو ترحاکمیت لاندې راغله.

پاته دي نه وي چې د یادې سیمې په فتحه کېدو سره اوس د خوست ولسوالي د اندراب له ولسوالۍ سره وصل شوه.

‏2021‏/8‏/5