بادغیس:سنګ آتش کې  ددیني مدرسو دطالبانو ترمابین شانداره تقریري سیالۍ ترسره شوي

درواني  میاشتي په اوږدو کې  دهیواد په ګوټ ګوټ کې  داسلامي امارت  دتعلیم تربیې اوعالي تحصیلاتو کمیسیون په هلوځلو ددیني مدارسو په طالبانوکې  د لا زیاتو صلاحیتونو پیداکولو په موخه   شانداره تقریري سیالۍ ترسره شوي دي  چې  په  دې  سلسله  کې پرون ماسپښین  دبادغیس ولایت  د سنګ آتش  ولسوالۍ اړوند د سي شوری   په سیمه […]

درواني  میاشتي په اوږدو کې  دهیواد په ګوټ ګوټ کې  داسلامي امارت  دتعلیم تربیې اوعالي تحصیلاتو کمیسیون په هلوځلو ددیني مدارسو په طالبانوکې  د لا زیاتو صلاحیتونو پیداکولو په موخه   شانداره تقریري سیالۍ ترسره شوي دي  چې  په  دې  سلسله  کې پرون ماسپښین  دبادغیس ولایت  د سنګ آتش  ولسوالۍ اړوند د سي شوری   په سیمه کې  داسلامي امارت  دتعلیم تربیې اوعالي تحصیلاتودکمیسیون مسؤولینو په  زیار  ددیني مدارسو دطالبانو ترمابین  شانداره تقریري سیالۍ ترسره شوي

په دې سیالیو کې دیادکمیسیون دسیمه ایزو مسؤولینو سربیره ګڼ شمېر علماء کرامو،قومي مخورو ، دمدرسوشاګردانو اوعامه مسلمانانوګډون کړی ؤ

غونډه دقرآن کریم دمبارکو آیتونوپه تلاوت سره پیل شوه چې ورپسي   دورکړل شویو موضوعاتوله مخې  دمدرسو شاګردانوپه  خپل نوبت په زړه پوري  تقریرونه واورول

دغونډي په پای کې   اول ،دوهم او درېیم نمبر ګټونکیو شاګردانوته  انعامونه اوتحفې ورکړل شوي

غونډه داسلام  اومسلمانانو  دبریاؤ په دعاګانوسره پای ته ورسیده

2017/1/27