اشرف غني د کارمل په رول کې

ص صارم هغه وخت چې حفیظ الله امین دروسانو له ولکې په وتو شو او هغوی دعملي اشغال په ترڅ کې ببرک کارمل په روسي ټانکونو سپور دکابل پرتخت کېناوه º دهیواد په سمه اوغر دروسي وحشت دظلمونو ورېځې راښکته شوې او دده ټوله دوره داشغالګرو له لوري دافغانانو په وژنو تېره شوه،کوم څه چې […]

ص صارم

هغه وخت چې حفیظ الله امین دروسانو له ولکې په وتو شو او هغوی دعملي اشغال په ترڅ کې ببرک کارمل په روسي ټانکونو سپور دکابل پرتخت کېناوه º دهیواد په سمه اوغر دروسي وحشت دظلمونو ورېځې راښکته شوې او دده ټوله دوره داشغالګرو له لوري دافغانانو په وژنو تېره شوه،کوم څه چې په افغانانو په دغه وخت کې تېرشول تاریخ به یې هېر نه کړي .په ملیونوخلک مو بې کوره، ماشومان، ښځې او سپین ږیري مو ترخاورو او لوټو لاندې کېدل، کورونه او جوماتونه مو له یوې مخې ویجاړېدل …

خوپه کابل کې دواک پرګدۍ ناست بې واکه کارمل داسې شخوند واهه لکه چې وطن ګل ګلزار وي او هیڅ کومه ستونزه نه وي! په ورته ډول نن اشرف غني هم په کابل کې دکارمل رول اداکوي، فرق دادی چې ده خوارکي ته یې هغه دواک ګدۍ هم پوره نه ده سپارلې، بلکې نیمه یې ده ته او نیمه نوره یې دامریکايي اشغال دلومړیوپلي عسکروته ورکړې .

دهیواد په لر اوبر چې نن دامریکايي اشغالګرو اودهغوی د تالي څټو عسکرو له لوري کوم ظلم او وحشت روان دی دملکي تلفاتو کچه یې ډېره لوړه کړې، میدان وردګ:  چک او سیدابادولسوالۍ، پکتیا: ګرده څېړۍ، زرمت، کابل: سروبی تېزین، کندز: چهاردره، کاپیسا: تګاب، ننګرهار: شیرزاد او خوګیاڼي، لوګر: مرکز اود غزني په شلګر کې په بمبار او شپنیو حملوکې په ملکي تلفاتوکې فاجعې رامنځته شوې، تردې چې دملګرو ملتونواداره (یوناما) هم دېته مجبوره شوه چې اعتراف وکړي او دیوې اعلامیې په خپرولو سره یې دملکي تلفاتو د پړې ګوته بهرنیو اوکورنیو عسکروته ونیوله .

لکه څرنګه چې په کمونستي واکمنۍ کې دهیواد په ټولو ولایاتو او اطرافوکې په عامو ولسي خلکو تورتم جوړ و او یواځې په کابل کې یې پاچاهي جوړه وه داسې به برېښېدله لکه په ټول هیوادکې چې خیر او خیریت وي او اصلاً کومه تراژیدي وجود نه لري، داځکه چې دهیواد دټولې خاورې واک له روسانو سره و،  هغوی چې څه غوښتل هغه به کېدل او ترډېره دکابل واکمن پرې نه خبرېدل .

نن هم هماغه لوبه روانه ده اشرف غني امریکایانو ته په غلامي کې دکارمل رول اداکوي افغان مسلمان ولس یې دامریکایانو رحم وکرم ته پرې ايښی ، دهیواد په فضا او ځمکه دامریکایانو تسلط دی یواځې کابل یې دوی ته پرې ایښی او زمونږ د مسلمان ملت په وژلو او ځورولو کې د دوی له عسکرو ښه کار اخلي  اوبس .

وايي چې په خپلو خلکو دنه ترحم یوه وجه له افغاني دود اودستورنه د ببرک کارمل  لریوالی اود افغانانو له عقیدې اسلام سره تردې حده نابلدي وه چې د ” بسم الله” په لوستو سره به یې وخندل او ویل به یې چې ” ښه ده بسم الله خو هم ویلی شو” زمونږ دا ښاغلی یې هم ورور دی اوله اسلامي احکامو سره دومره نا بلد دی، چې په څو واره یې په ورته ډول داسې څه وکړل چې دعقیدې په اړه یې  اوس له خلکو سره شکونه دي، ځکه له نورو ډېرو فولونو سره په څنګ کې تهجد د ورځې کول او العیاذ بالله حضرت حسین رض الله عنه دالله تعالی لمسی ګڼل سهوه نه شي بلل کېدای بلکې دغه شکونه ښتیاکوي .

که اوسني وضعیت ته په عموم کې وکتل شي او په هیواد کې دمجاهدینو برلاسیو او فتوحاتو ته وګورو، هغه انجام چې ببرک کارمل ورسره مخ شوº داشرف غني په برخه کېدونکی ښکاري اوداچې دامریکا ولسمشر ” ټرمپ” یې لیدوته هم تیار نه دی، داسې ښيي چې شاید یوه ورځ یې امریکاته د ببرک کارمل په څېر ور وغواړي اوپه هیواد کې دمجاهدینو له لاسه دلیدلو زیانونو په بدل کې یې د ذلت له ژوند سره مخ کړي .

ان شاءالله