اروزګان کي ۱۰۸۰ کسانوته هره ورځ د پېسو په بدل کي د کار زمینه برابره سوې ده.

  د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د اسلامي امارت او مرستندویه ادارو لخوا هره ورځ څه باندي زر کسان د خپلو سیمو ویالي پاک کوي او په بدل کي په میاشتني توګه معاش ترلاسه کوي. مسوولین وایې، دا لړۍ یې په لومړي ځل په مرکز ترینکوټ کي پيل کړي او تر ټولو ولسوالیو […]

 

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د اسلامي امارت او مرستندویه ادارو لخوا هره ورځ څه باندي زر کسان د خپلو سیمو ویالي پاک کوي او په بدل کي په میاشتني توګه معاش ترلاسه کوي.

مسوولین وایې، دا لړۍ یې په لومړي ځل په مرکز ترینکوټ کي پيل کړي او تر ټولو ولسوالیو یې د غځولو پلان لري.

د ویالو او کانالونو پاکېدو دا پروسه په لومړي ځل د مرکز ترینکوټ په بلوڅي  او خرماه سیمو کي پيل سوې، چې ددې سیمي ۱۰۸۰ کسان هره ورځ پکښي کار کوي.

د سیمي اوسیدونکي د اسلامي امارت د مسوولینو او موسیساتو له ادارو خوشحاله دي چي هغوی لپاره یې کاري زمیني برابري کړي دي.

دوی وایې، ددې سره به نه یوازي میاشتني تنخوا ترلاسه کوي بلکي د خپلي سیمي ویالې او کانالونه به هم پاک کړي.

دوی غوښتنه کوي چي دا ډول مرستي دي نوري هم زیاتي سي او تر ټولو سیمو دي ورسول سي.

د افغانستان اسلامي امارت د ارزګان ولایت د اوبو لګولو ریاست مسوول نقي صاحب وایې، هغوی په پلان کي لري چي خلکو ته په نورو سیمو کي هم کاري زمینې برابري کړي.

هغه وایې، دا لومړۍ ځل دي چي په مرکز ترینکوټ کي زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره سوې ده او د موسسی لخوا معاش ورکول کیږي.

ارزګان کي د ADA  موسسې مسوول ظابط نصروالله وایې، دا پروژه د شپږو میاشتو لپاره په بلوڅي او خرماه سیمو کي پلي کیږي.

هغه وایې، هره کس ته په میاشت کي ۸۱۰۰ افغانۍ ورکول کیږي او دا لړۍ به شپږ میاشتي دوام ولري.

نوموړی وایې، په پلان کي لري چي د اړمنو کسانو د لاسنیوي لپاره دا ډول پروګرامونه ترنورو سیمو هم وغځوي.

نیټه۱۴۴۳/۶/۳۰ ه ق