اروزګان: دهراود او چهارچینو ولسوالیو کې د شل بابه دیني مدارسو پرانیسته وشوه

دغه مدارس ددې ولایت په نویو مفتوحه سیمو کې پرانیستل شوې، چې تفصیل یې په لاندې ډول دی: د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ اړوند: ۱- د دې ولسوالۍ اړوند د حاجي سردار کلاچه په سیمه کې د (الحلیمیه) په نوم، ۲- د بازار په سیمه کې د (فیض العلوم حقانیه) په نوم، ۳- د […]

دغه مدارس ددې ولایت په نویو مفتوحه سیمو کې پرانیستل شوې، چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:

د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ اړوند: ۱- د دې ولسوالۍ اړوند د حاجي سردار کلاچه په سیمه کې د (الحلیمیه) په نوم، ۲- د بازار په سیمه کې د (فیض العلوم حقانیه) په نوم، ۳- د حاجي نادر د کلاچه په سیمه كې د دارالعلوم (دهراودیه) په نوم، ۴- د نوګرزي په سیمه کې د ( فیض الحقانیه) په نوم، ۵- د شهر توغي ځنګل سیمه کې د (سراج العلوم الاسلامیه) په نوم، ۶- د جونو په سیمه کې د (اسلامیه حنیفیه) په نوم، ۷- د شهر توغي په سیمه کې د (تربیة الاطفال) په نوم، ۸- د ورجان په سیمه کې د (دارالعلوم حنیفیه) په نوم، ۹- د شینغوله په سیمه کې د (جهادیه) په نوم، ۱۰- په یاده سیمه کې بله مدرسه د (حقانیه) په نوم، ۱۱- د زرتاله په سیمه کې د (دارالعلوم ربانیه) په نوم، ۱۲- د بازار کلاچه په سیمه کې د (دارالعلوم عربیه) په نوم، ۱۳- د شینغوله په سیمه کې د (دارالعلوم احمدیه) په نوم، ۱۴- د پوټي په سیمه کې د (دارالعلوم رباني) په نوم، ۱۵- همدې سیمې ته څېرمه د کوچي مانده په سیمه کې د (حنیفیه) په نوم، ۱۶- د ولسوالۍ په بازارکې د (فیض العلوم حقانیه) په نوم، ۱۷- دې ته څېرمه سیمه کې د (العائشة) په نوم دیني مدرسې پرانیستل شوې.

دچهارچینو ولسوالۍ اړوند: ۱۸-د کیشي د شاجوی په سیمه کې د (اشرفیه) په نوم، ۱۹- د ګوهرګین د نوجوي په سیمه کې د (رحمانیه) په نوم، ۲۰- د اروان په سیمه کې د (جمالیه) په نوم پرانیستل شوې.

د یادونې وړ ده چې یادې سیمي لږه موده کیږي چې د کابل ادارې له شتون څخه تصفیه شوې دي، دغه دیني مدارس چې د تعلیمي مسئولینو په زیار او کوښښ پرانیستل شوې لله الحمد (۲۹۸۲) تنو شاګردانو ته د زده کړې او تر (۱۰۰) تنو استاذانو ته پکې د تدریس زمینه برابره شوه.

د پورته ذکر شویو مدارسو پرانیستې د مناسبو مراسمو په ترڅ کې وشوې، چې د سیمې علماء کرامو، مخورو او عامه خلکو پکې برخه درلوده، دا شانداره مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاوو په تر سره کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۷/۲