نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د تعلیمي مسئولینو په هڅو د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د ګرم آب د حاجیانو په کلي کې د یو باب دیني مدرسې افتتاح وشوه او دا مدرسه د خیر المدارس په نوم ونومول شوه. په غونډه کې تعلیمي مسئول ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې په هر حالت کې له یادې […]
د تعلیمي مسئولینو په هڅو د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د ګرم آب د حاجیانو په کلي کې د یو باب دیني مدرسې افتتاح وشوه او دا مدرسه د خیر المدارس په نوم ونومول شوه.
په غونډه کې تعلیمي مسئول ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې په هر حالت کې له یادې مدرسې سره همکاري وکړي، د مدرسې مشکلاتو ته رسیدګي وکړي او خپل ماشومان د دیني زده کړې لپاره دغې مدرسې ته راولي تر څو د خلکو زامن له پوهنې محروم پاتې نشي.
د غونډې برخه والو د نوموړي له خبرو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې تاسې زمونږ د مدرسې د فعالولو یوازینی سبب شوی، دوی همدا راز له یادې مدرسې سره د همکارۍ ژمنه هم وکړه.
د افتتاح مراسم له معمړل سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په تر سره کولو سره پای ته ورسېدل.
همدا راز د دایکندي ولایت ګېزاب ولسوالۍ اړوند نېک آباد په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار د یو باب دار الحفاظ پرانیسته وشوه.
دغه دار الحفاظ د (حقانیه) په نوم ونومول شو، یاد مراسم هم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په تر سره کولو سره پای ته ورسېدل. ۲۰۲۱/۶/۲
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.