ارزګان کی د څلورمې پلې لواء اړوند په شپږم کنډک کې فاضلانو ته د دستار فضیلت بګړۍ ور پر سر سوې

  دیاد ولایت مرکزترینکوټ کي د څلورمې پلې (رواحه) لواء مربوط شپږم کنډک کې یو شمېر فاضلانو ته د (قرأت) دستار فضیلت تاجونه ور پر سر او سندونه تر لاسه کړل. نوموړي فاضلانو له ډیري مودې وروسته د خپل با استقامته استادانو په هلو ځلو او د جهادي خدمت تر څنګ د قرأت علم حاصل […]

 

دیاد ولایت مرکزترینکوټ کي د څلورمې پلې (رواحه) لواء مربوط شپږم کنډک کې یو شمېر فاضلانو ته د (قرأت) دستار فضیلت تاجونه ور پر سر او سندونه تر لاسه کړل.

نوموړي فاضلانو له ډیري مودې وروسته د خپل با استقامته استادانو په هلو ځلو او د جهادي خدمت تر څنګ د قرأت علم حاصل کړ.

د یادوني وړ ده چې نوموړي مراسم په شانداره او بابرکته جلسه سره چې د څلورمي پلي لواء مسؤل قومندان مولوی عبدالله (حبیب) یو شمېر علماوو، ګڼ شمېر مجاهدینو او پکې عامو مسلمانانو اشتراک کړی وو، د جلسې په جریان کې د مسؤلینو او علماؤ له لوري ورته تشویقي او اصلاحي بیانونه وشول.
یاده جلسه د فاضلانو د بګړۍ پر سر ایښودلو او په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېدله.
نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۲ هــ ق