ارزګان کي ۳۰ تنو زده کوونکو د انګلیسي ژبي د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

  ارزګان ولایت مرکزترینکوټ کي د لمر علمي او کلتوري مرکز څخه د انګلیسي ژبي له یوې کلني زده کړي وروسته ۳۰ تنه زده کوونکي فارغ سول. لمر علمي او کلتوري مرکز په روزګان کي د مصطفی همکار په همکاري د تيرو ۱۵ میاشتو را ورسته فعالیت پیل کړی او لومړی دوره د انګلیسي ژبي […]

 

ارزګان ولایت مرکزترینکوټ کي د لمر علمي او کلتوري مرکز څخه د انګلیسي ژبي له یوې کلني زده کړي وروسته ۳۰ تنه زده کوونکي فارغ سول.
لمر علمي او کلتوري مرکز په روزګان کي د مصطفی همکار په همکاري د تيرو ۱۵ میاشتو را ورسته فعالیت پیل کړی او لومړی دوره د انګلیسي ژبي فارغین یې ۳۰ تنه وه چي خپل فراغت لیکونه يې تر لاسه کړه.
د فراغت په مراسمو کي د روزګان د تعلیم او تربیې رئيس مولوي خیرالله حقنماء، د اطلاعات او فرهنګ ریاست استازي مولوي امین الله کامران او يو شمېر نورو اداري کارکونکو او د زده کوونکو د کورنۍ غړو برخه لرل.
په یادو مراسمو کي د لمر علمي او کلتوري مرکز مؤسس مصطفی همکار وویل فارغه سوي زده کوونکي د انګلیسي ژبي په برخه کي هر ډول مشکلات حلولی سي،همکار د ارزګان ولایت له خلکو غوښتنه وکړه چي خپل اولادونه دي ښوونیزو مرکزونو ته واستوي،تر څو د ځوان نسل په روزني سره په ټولنه کي شته ننګوني له منځه ولاړي سي،نوموړي وویل خوښ دی چي زیات شمېر ځوانان د تعلیم په ډګر کي ټولني ته وړاندي کیږي او له فارغ سوو زده کوونکو څخه يې وغوښتل چي د پوهني په ډګر کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي،
په همدې حال کي د لمر علمي او کلتوري ښوونیز مرکز د اداري چارو تنظیمونکي زبیح الله صدیقي د یاد ښوونیز مرکز پر علمي طرحو او پلانونو رڼا واچول،او وئې ویل چي د انګلیسي ژبي ترڅنګ په نورو ښوونیزو برخو کي به لا ډیرو ځوانانو ته زده کړي ورکړي
د یادو زده کوونکو د فراغت په مراسمو کي د تعلیم او تربې رئیس حقنماء مولوي صاحب او د اطلاعات او فرهنګ استازي کامران مولوي صاحب چی په روزګان ولایت کي د پوهني په ډګر کي د خوښۍ ځای یاد کړی، د یادو ادارو مسولینو د وینا پرمهال وویل چي بیسواده کس د یوه ړانده کس په څېر دی، او د روزګان ولایت پر ولسونو يې ږغ وکړ چي خپل اولادونه دي د دیني او عصري زده کړو مرکزونو ته واستوي،
د غونډي په پای کي د دغو فارغه سوو زده کوونکو له لوري په انګلیسي ژبه ټاپیکونه هم وړاندي سوه.
نیټه ۱۴۴۳/۶/۲۴ ه ق