ارزګان کي د VWD نوي موسسه خپل فعالیت پیلوي

  ارزګان کې د VWD په نوم یوه مرستندویه موسسه چې د حرفوي زده کړو، روغتیا او ديته ورته نورو برخو کې کار کوي غواړي چي په ارزګان کې خپل دفتر پرانیزي. نن د وي ډبلیو ډي مؤسسي مسؤلینو او د ارزګان د اقتصاد ریس په ولایت مقام کې د والي حاجي دعوت صاحب سره […]

 

ارزګان کې د VWD په نوم یوه مرستندویه موسسه چې د حرفوي زده کړو، روغتیا او ديته ورته نورو برخو کې کار کوي غواړي چي په ارزګان کې خپل دفتر پرانیزي.
نن د وي ډبلیو ډي مؤسسي مسؤلینو او د ارزګان د اقتصاد ریس په ولایت مقام کې د والي حاجي دعوت صاحب سره لیدنه وکړه.

په دي لیدنه کې لومړی د اقتصاد ریس ښاغلي حسن صاحب د یادي مؤسسي نوم او هغه فعالیتونه چې دوی يي په راتلوونکې کې په ارزګان کې په پلان کې لري والي صاحب ته په بشپړ دول واضیح کړل.

نوموړي وویل چې یاده مۇسسه په ارزګان کې د حرفوي زده کړو، روغتیا او د خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا په برخو کې د ولایت مقام او سکتوري ریاست سره په همږغی د اسلامي امارت د اصولو سره سم سرته رسوي.

وروسته د VWD مؤسسي مسؤل منشي عبدالفتاح نصري والي صاحب ته وویل چې که ولایت مقام له دوی سره موافیقه وکړي دوی غواړي چې په ارزګان کې د خپل دفتر یوه څانګه پرانېزي او د ارزګانيانو سره په بیلا بیلو برخو مرستې وکړي.

د لیدنې په وروستی برخه کې د ارزګان والې ښاغلي حاجي دعوت صاحب د نوي مؤسسي راغلي مسؤل او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له هغوی مننه وکړه چې دوی غواړي د ارزګانیانو سره په مختلیفو برخو کې مرسته وکړي.

والي د نوموړي مؤسسي مسؤل ته ډاډ ورکړ چې ولایت مقام او اړوند اداري مو هر وخت همکاري دي او په ډاډه زړه دي خپلو کارونو ته دوام ور کړي.

والي صاحب له ټولو مؤسساتو وغوښتل چې د VWD مؤسسي په څیر دي دوی هم په ارزګان کې خپل دفترونه پرانېزي او د ارزګاني ولسونو سره دي مرستې وکړي.

نیټه ۱۴۴۳/۹/۷هـ ق