ارزګان: د امربالمعروف مسولینو په ولسوالیو کې خلکو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د جماعت لمانځه فضیلت او روژي مبارکي په اړوند معلومات ورکړل.

  د ارزګان ولایت د امربالمعروف او نهه عن المنکر دریاست لخوا اوسیدونکې ته توصیه کیږی چی لمونځونه په جماعت سره ادا او د روژي مبارکي په اړوند دي ځانونه لا نور خبر کړي. د دغه ولایت په خاص ارزګان ، دهراود ، چوره او چهارچینو ولسوالیو کې د امر بالمعروف او نهه عن المنکر […]

 

د ارزګان ولایت د امربالمعروف او نهه عن المنکر دریاست لخوا اوسیدونکې ته توصیه کیږی چی لمونځونه په جماعت سره ادا او د روژي مبارکي په اړوند دي ځانونه لا نور خبر کړي.

د دغه ولایت په خاص ارزګان ، دهراود ، چوره او چهارچینو ولسوالیو کې د امر بالمعروف او نهه عن المنکر ریاست مسؤلینو د یادو ولسوالیو د یو شمېر دیني علماءوو ، د مساجدو ملا امامانو، قومي مشرانو سپینږیرو او ځوانانو سره د دغو ولسوالیو په بیلابیلو مساجدو کې غونډې تر سره کړي.
د یادو غونډو پر مهال د امر بالمعروف مسؤلینو مولوي قدرت الله صاحب د خاص ارزګان په مرکزي جامعې کې ، مولوي نظر علي برهاني صاحب د دهراود دهزک بازار کې، مولوي عبدالشکور صاحب د دهراود کوهرکین کلي کې، مولوي عبدالرحمن صاحب په غټ او کوچني کاریزونو کې او مولوي محمد امر صاحب د چهارچینو په خارخوردي کلي کې د امر بالمعروف او نهه عن المنکر پر اهمیت او پیژندنه ، د روژي مبارکي او جماعت لمانځه د فضیلتونو په اړوند مفصل معلومات وړاندي کړل او د مساجدو د ملا امامانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د هر مسجد ملا امامام دي خپل مقتدیان د جماعت لمانځه ته راوبولي او لمونځونه ، کلمه طیبه په الفاظو او ترجمه وروښي او همدارنګه يې د سیمي له خلګو وغوښتول چې خپل کشران دي په مسنونه طریقه جوړ او تعلیم ته برابر کړي او پینځه وخته لومنځونه دي په جمعي سره وکړي تر څو الاهي احکام په صداقت او اخلاص سره سرته ورسوي.
د ولسوالیو خلک د امر بالمعروف د دي اقدام څخه خوښ دي او وایي چې دوی به په هر حال کې د یادو مسؤلیونو او مساجدو د ملا امامانو لار ښووني عملي کوي تر څو د شرعي احکامو څخه با خبره واوسي.
نیټه ۱۴۴۳/۸/۲۳ هق