اداري اونېزه غونډه د پکتیکا والي په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده اونېزه غونډه کې د پکتیکا والي محمد عیسی یاسین تر څنګ مرستیال والي محیب الله حماس او د ټولو ملکي ادارو استازو او مسؤولینو برخه لرله. په ناسته کې د نور په شان په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشو او جدي سپارښتنې وشوې چې ټولې ادارې دي خپل فعالیتونه ګړندي کړي او […]

په یاده اونېزه غونډه کې د پکتیکا والي محمد عیسی یاسین تر څنګ مرستیال والي محیب الله حماس او د ټولو ملکي ادارو استازو او مسؤولینو برخه لرله.

په ناسته کې د نور په شان په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشو او جدي سپارښتنې وشوې چې ټولې ادارې دي خپل فعالیتونه ګړندي کړي او د چارو په سم ترسراوي کې دي د ولسونو مشورو ته ځای ورکړي.

د پکتیکا والي محمد عسی یاسین په دغه اوونېزه ناسته کې وویل: چې ډېر ژر به د دې ولایت مستوفیت او بانک سیستمونه فعاله شي او خلکو ته به په عادي ډول کړنې ترسره کوي.

یاسین زیاته کړه: د پکتیکا ولایت ټولو سیمو کې دي د شنو ونو د وهل کېدو کلک مخنوی وشي ځکه د شنو ونو او ځنګلونو وهل د هېواد چاپیریال ویجاړه وي او ښکلا یې له منځه وړي.

نوموړي وویل: هر هغه څوک چې د هېواد شنې ونې وهي او له چاپیریال څخه یې ښکلا اخلي هغه مجریم دی او باید د خپل جرم په سزا ورسول شي.

نوموړي د ا.ا.ا امنیتي برخې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې چې د دې ولایت له ټولو ځنګلونو دي په سم ډول ساتنه وکړي او چاته دي د شنو ونو د وهل کېدو اجازه نه ورکوي.