د رڼا دښمنان څوک دي؟

د اونۍ تبصره: څو ورځې وړاندې د ثور د میاشتې په ۷ مه نیټه د کابل ښار شمال اړخ ته د میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخیلو سیمو کې د وارداتي بریښنا پایې د نامعلومو کسانو لخوا په بمونو والوځول شوې چې ورسره د کابل ښار او ځینو ولایاتو بریښنا قطع او د میلیونونو هیوادوالو کورونه […]

د اونۍ تبصره:
څو ورځې وړاندې د ثور د میاشتې په ۷ مه نیټه د کابل ښار شمال اړخ ته د میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخیلو سیمو کې د وارداتي بریښنا پایې د نامعلومو کسانو لخوا په بمونو والوځول شوې چې ورسره د کابل ښار او ځینو ولایاتو بریښنا قطع او د میلیونونو هیوادوالو کورونه تیاره شول. سره له دې چې د بریښنا د پایو نړول په شپه کې شوي وو او په پیل کې هیچا معلومات نه درلود چې د تورې شپې دغه مخپټي تخریبکاران څوک ول. اما د کابل ادارې ویندویانو د خبر له اعلام سره یو ځای د دې پیښې مسؤلیت د اسلامي امارت په مجاهدینو واچاوه چې ورسره ناانصافه رسنیو هم همدا خبر بدرګه کړ.
د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د بریښنا د پایو تخریب وغانده او ویې ویل چې دا کار د اسلامي امارت مجاهدینو نه دی کړی. یو شمیر آزادو صاحبنظرانو اټکل وړاندې کړ چې کیدای شي دغه کار د هغې دولتي مافیا لخوا شوی وي چې په ښارونو کې د تیلو او ګاز په بازار کنترول لري. د دې لپاره چې خلک له جنراتورونو او ګازډبو استفادې ته مجبور شي، دغه مافیا همیشه د برق پایې نړوي او هیوادوال له بريښنا محروموي.
له پیښې شپږ ورځې بعد د ثور په ۱۳ مه نیټه رسنیو خبر ورکړ، چې په میربچه کوټ کې د بریښنا د پایو تخریبوونکي د محلي خلکو په همکارۍ نیول شوي دي. په رسنیو کې چې د دې کسانو انځورونو خپاره شوي، له څیرو او ټولو کوائفو یې ښکاري چې هغه د اسلامي امارت مجاهدین نه بلکې د کابل ادارې اجیران یا ملیشې دي. په دې سره ټولو هیوادوالو ته هغه راز څرګند شو چې دا څو ورځې د رسنیو د غلطو تبلیغاتو په دوړو کې پټ و. اوس هر څوک پوهیږي چې د بریښنا د پایو نړول او میلیونونو هیوادوال له رڼا څخه محرومول د کابل د فاسدې ادارې اړوند مافیايي چارواکو کار دی چې همیشه په دغسې ظالمانه طرحو سره د خپلو سرمایو د زیاتولو او هیوادوالو د لوټلو جنایت ترسره کوي.
د کابل ادارې فاسد چارواکي یوازې د رڼا دښمنان نه دي، بلکې د خپلو ناروا ګټو لپاره د معارف، ودانیزو چارو او انکشاف دښمني هم کوي. په داسې حال کې چې اسلامي امارت په رسمي ډول په تکرار سره د عام المنفعه پروژو او تاسیساتو د ساتنې موقف څرګند کړی او همدا اوس د اسلامي امارت تر واک لاندې ساحو کې بې شمیره انکشافي پروژې جریان لري، خو د کابل ادارې چارواکي چې په عملي ډګر کې یې ابتکار بایللی په تبلیغاتي برخه کې د بیلانس برابرولو لپاره تل په تخریبي اعمالو لاس پورې کوي.
کله مکتب ونړوي او کله روغتون یا پُل ته بمونه کیږدي او بیا یې ددروغجنو رسنیو په مټ مسؤلیت اسلامي امارت ته راجع کړي. اما کله چې د دغسې پیښو پلټنه وشي نو د میربچه کوټ د بیلګې په شان یې همیشه پل د کابل ادارې تر استخباراتو پورې رسیږي.
اسلامي امارت یو ځل بیا ټولو هیوادوالو او نړۍ ته اعلانوي. چې موږ د بیا رغونې، معارف، روغتیا، اقتصادي ودې، زراعت او د هیوادوالو د هوسایۍ او ملي انکشاف له هیڅ پروژې سره نه یوازې مخالفت نه لرو، بلکې په ټول توان یې ساتنه او د ترقۍ هڅه کوو. د اسلامي امارت په سیمو کې د بریښنا پایې، مکاتب، روغتونونه او نور ټولګټي تأسیسات خوندي دي. او هیڅوک اجازه نلري چې د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي زیربناوو ته زیان ورسوي.