• تاریخ : یکشنبه, ۲۳ ثور , ۱۴۰۳
  • برابر با : Sunday - 12 - May - 2024
  • ساعت :

    لوکر

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۹

    لوګر مرکز کې د اربکیانو قومندان او ۳ ساتونکي یې له مجاهدینو سره یو ځای شول

    د حقیقتونو د درک په نتېجه کې پرون د لوګر ولایت مرکز اړوند کلنګار سیمه کې د شریرو اربکیانو مشهور قومندان (بودو) له خپلو ۳ ساتونکو سره د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو. نوموړي له جګړې او مخالفته خپل بیزاري […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۸

    لوګر: برکي برک کې د دښمن مرمۍ ۲ میرمني شهيداني کړې

    په تش لاس اولس د وحشي دښمن د بریدونو په لړ کې پرون د کابل رژیم وحشیانود لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند بابوګي کلا سیمه کې د عامو اولسي خلکو په کورونو ډیستي توپونه ویشتلي دي. د راپور له مخې د جنایتکار دښمن ۱ مرمۍ د محراب الدین په نوم د یو کلیوال په […]

    لوګر: برکي برک ولسوالي له ټولو ملحقاتو سره تخلیه شوه
    ۱۴۰۰-۰۴-۰۸

    لوګر: برکي برک ولسوالي له ټولو ملحقاتو سره تخلیه شوه

    د پرله پسې فتوحاتو په دوام د لوګر ولایت برکي برک  ولسوالۍ مرکز او ټول ملحقات هم په مکمل ډول د دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل. د راپور له مخې ګڼ شمیر عسکر مړه او ژوبل او په لویه پیمانه وسله، وسائط او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي. […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۶

    لوګر: خوښي کې دښمن ۱ اولسي وګړی شهيد کړ

    پرون ماسپښین د وحشي رژیم عسکرو د لوګر ولایت خوشي ولسوالۍ اړوند شهرک سیمه کې د عامو اولسي خلکو په سراچه ډوله موټر ډزې کړې دي، چې له کبله یې د حاجي ګلاب په نوم ۱ عام کلیوال په شهادت رسېدلی. ‏27‏/06‏/2021

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۵

     لوګر: برکي برک کې د دښمن مرمیو ۱ اولسي وګړی شهيد ۳ ښځې او ماشومان ژوبل کړل

     کابل رژیم وحشي عسکرو د لوګر برکي برک ولسوالۍ اړوند عیدګاه سیمه کې وړمه شپه د ملکي خلکو کورونه په ډیسي توپونو ویشتلي، چې یو ډیسي توپ د جواد شاه په نوم د یوملکي شخص په کور لګیدلی، چې له کبله یې خپله مولوي جوادشاه شهید او د زنانه او ماشومانو په شمول ۳ تنه […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۵

    لوګر: ازره کې د برې چوترې او ببرو سیمه د مجاهدینو لاسته ولوېدې

    پرون د لوګر ولایت ازري ولسوالۍ اړوند د برې چوترې سیمه ه په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته لوېدلې او د ولي په نوم یو سیمه ییز مشهور اربکی قومندان له ۲ ساتونکو سره مجاهدینو ته تسلیم او خپلې وسلې یې هم مجاهدینو ته سپارلې دي. دغه راز پرون ماښام د یادې ولسوالۍ د ببرو […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۴

    لوګر: ازره ولسوالي له ۲ ګنډکونو او ۲۷ پوستو سره فتحه، ۷۰ عسکر ژوندي ونیول شول

    د فتوحاتو په ګړندي بهير کې پرون د څو ورځنۍ سختي محاصرې په نتېجه کې د لوګر ولایت ازري ولسوالۍ هم په ټولیز ډول فتحه شوه. له سیمې د ترلاسه شوي خبر له مخې لومړی دلته ۸ پوستې، او بیا د مزدوري اردو کنډک، د شریرو اربکیانو کنډک او شاوخوا پرتې ۱۹ پوستې هم یو […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۴

      د ازري ولسوالۍ هم د ۵۰ ګوډاګیانو په ژوندي نیول کېدو سره د مجاهدینو لاسته ولوېده

    د فتوحاتو په لړ کې پرون د لوګر ولایت ازري ولسوالۍ هم له ټولو ملحقاتو سره تخلیه او په بشپړه توګه د مجاهدینو لاسته ولوېده، د راپور له مخې د یادې ولسوالۍ په مرکز، امنیه قومندانۍ او نورو کې شاوخوا ۵۰ تنه مزدور عسکر ژوندي نیول شوي او خورا ډېره وسله، مهمات او جنګي توکي […]

    لوګر کې د کابل ادارې ۱۷ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول
    ۱۴۰۰-۰۴-۰۲

    لوګر کې د کابل ادارې ۱۷ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

    د لوګر ولایت مرکز ، محمداغې او برکي برک ولسوالیو کې د دعوت ارشاد دمسؤلینو او د ځایي مجاهدینو دهلوځلو په نتیجه کې د کابل رژیم ۱۷ تنه کار کوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. دغه کسان چې په مزدوره اداره کې یې د عسکرو، پولیسو او اربکیانو په توګه دندې ترسره کولې […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۲

    لوګر کې دښمن ۲ اولسي وکړي شهيدان، ۶ ژوبل، ګڼ مالي زیانونه واړول

    پرون ماسپښین د کابل رژیم وحشي عسکرو د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند عیدګاه سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو ډيسي توپونه او هاوانونه ویشتلي، د راپور له مخې یوه مرمۍ د حاجي یاسین په کورلګېدلې، خپله محمدیاسین او ځوان زوی یې شهيدان شوي او د ښځو اوماشومانو په ګډون د کورنۍ ۶ […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۲

    لوګر مرکز او خوښي ولسوالیو کې ۳ پوستې تخلیه، یو شمیر ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

    پرون شپه ۲ بجې د لوګر ولایت، خوښي ولسوالۍ اړوند چنارګي سیمه کې له دښمن سره تر نښتي وروسته ۲ پوستې تخلیه شوې، یو شمېر ګوډاګیان پکې مړه او ژوبل نور تښتېدلي دي. همداراز ۱ میل ایم ۱۶، ۱ کلاشنکوف، ۱ راکټ، ۱ هاوان، ۱ دشپې دوربین د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. دغه رنګه په […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۱

    دلوګر: خروار انتقالي  ولسوالۍ هم د مجاهدینو لاسته ولوېده

    د مجاهدینو ترڅو ورځنۍ سختې محاصرې او بریدونو وروسته د کابل رژیم عسکرو د لوګر ولایت د خروارانتقالي ولسوالۍ او دفاعي پوستې په مکمله توګه تخلیه کړي او له سیمې څخه تښتېدلي دي، چې لله الحمد ولسوالۍ په بشپړډول دمجاهدینو تر کنترول لاندې راغله. د یادولو ده چې خروار ولسوالۍ څو کاله وړاندې فتح شوې […]

    ۱۴۰۰-۰۳-۲۹

    لوګر: محمداغه کې دښمن ۴ پوستې تخلیه کړې دي

    پرون ماسپښین ۳ بجې د مجاهدینو ترڅو ورځنۍ سختې محاصرې وروسته  د کابل رژیم عسکرو د لوګر ولایت، محمداغې ولسوالۍ اړوند سرخاب سیمه کې ۴ پوستې تخلیه کړې او له سیمې څخه تښتېدلي دي. دغه پوستې چې د بند دسر پوسته، د بند لاندې پوسته، د زیارت پوسته او مکتب پوستې په نوم یادېدلې په […]

    ۱۴۰۰-۰۳-۲۸

    لوګر: محمداغه کې د دښمن توپونو ۴ اولسي وګړي شهيدان ۵ ژوبل کړل

    په تش لاس اولس د وحشي رژیم د بریدونو په دوام د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند سرخاب حوزې سوړیا کلي باندې د کابل رژیم عسکرو ډیسي توپونه ویشتلي، دغه قصدي جنایت کې اجرتي قاتلینو ۴ اولسي وګړي شهيدان کړي او ۵ نور یې ژوبل کړي دي. همداراز یې خلکو ته د مالي زیانونه هم […]

    ۱۴۰۰-۰۳-۲۵

    لوګر: محمداغه کې دښمن د اولسي کورونو دروازې په بمونو الوزولې

    پرون شپه د کابل رژیم وحشي عسکرو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند دهنو کلي باندې وحشیانه چاپه ووهله، د چاپې په جریان کې جنایتکارانو د اولسي خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې، د تالاشۍ په بهانه يې د خلکو له کورونو څخه نغدې پیسې او قیمتي توکي وړي او د تګ پر مهال […]

    go Up