نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په مزدور دښمن د بریدونو په دوام پرون سهار مجاهدینو د بدخشان ولایت مرکز اړوند درییمه ناحیه کې په مزدور دښمن د هاوان مرمۍ ویشتلې، چې په نتېجه کې یې ۱ مزدور پولیس وژل شوی او ۳ نور ژوبل شوي دي. 2021/7/29
د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار په تېرو څو ورځو کې د بدخشان ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د کابل ادارې ۳۵ عسکرو، اربکیانو او پولیسو د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه خپله لاره جلا کړې او مجاهدینو سره یو ځای […]
پرون د کابل رژیم لخوا د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ په تعمیر وحشیانه بمبار وشو، دغه ناځوانمردانه برید کې د کابل ادارې جنایتکارانو د ولسوالي ودانۍ په مکمل ډول ویجاړه کړې، خو چاته پکې د سر زیان نه دی اوښتی. دا په داسې حال کې دی چې دښمن د مجاهدینو په ضد د عامه تأسیساتو […]
له مزدوري ادارې د تېښتي په دوام پرون د بدخشان ولایت ارغنجخواه ولسوالۍ کې د بخت دولت په نوم د شریرو اربکیانو مهم قومندان د دولت شاهي کلي اوسیدونکی له خپلو ۴۰ اربکیانو ملګرو سره له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شو. دوی له ځان سره ۳۲ میله کلاشنکوفونه، […]
د بدخشان ولایت کې د درایم ولسوالۍ تر فتحي وروسته د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۷ قومندانان او ۳۹ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو. د راغلو کسانو پوره تفصیل په لاندې ډول دی: ۱: قوماندان متین له ۵ ملګرو ، ۵ میل […]
له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د بدخشان ولایت په یفتل پاین ولسوالۍ کې هم د کابل ادارې کارکوونکو له جګړې او مخالفته په لاس اخیستو سره خپله لاره جلا کړې او مجاهدینو سره یو ځای شوي دي، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی شوی دی. د راغلو کسانو نومونه په […]
د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس لخوا د بدخشان ولایت د تازه فتحه شوو ولسوالیو له جملې څخه په څلورو ولسوالیو( خاش، بهارک، جرم او شهداء ) کې د فقهي مجالسو د ترتیب او انسجام په خاطر شانداره غونډې ترسره شوې. په دغو جلا جلا غونډو کې […]
په اولسي سیمو او عامو خلکو د جنایتکار دښمن د بریدونو په دوام پرون مازدیګر د کابل ادارې الوتکو د بدخشان ولایت شهداء ولسوالۍ بازار باندې وحشیانه بمبار وکړ. له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې دغه قصدي جنایت کې دښمن د بازار تر ۵۰ زیات دوکانونه تخریب شوي، ۱۱ اولسي وګړي […]
د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام په تېرو څو ورځو کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار د بدخشان ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د کابل ادارې ۱۲ عسکر، پولیس او اربکیان له جګړې او مخالفته لاس په […]
په تېرو څو ورځو کې د بدخشان ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د کابل ادارې یو شمېر عسکر، پولیس او اربکیان د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي.: ۱- جما ل الدین ولد جلال الدین […]
د فتوحاتو په دوام پرون د بدخشان ولایت کې د واخان ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او اړوند ټول تأسیسات د مجاهدینو لاسته ولوېدل، د راپور له مخې د کابل رژیم عسکر له وسائطو او وسلو سره د تاجکستان په طرف تښتېدلي دي او دا مهال سیمه په مکمل ډول د مجاهدینو تر واک لاندې ده. […]
د پرله پسې فتوحاتو او بریاو په دوام پرون د بدخشان ولایت شنغان ولسوالي هم له اړوند ټولو تأسیساتو سره د مزدور دښمن لخوا تخلیه او د مجاهدینو لاسته ولوېده. د راپور له مخې دښمن له ځان وړې وسلې او وسائط ټول تاجکستان هیواد ته اړولې دې. 2021/7/8
پرون د بدخشان ولایت مرکز اړوند ۵ ناحیې په مربوطاتو کې دښمن په اولسي سیمه وحشیانه بمبار کړی، چې له کبله یې ۵ اولسي وګړي شهيدان، ۱ کور او ۱ مسجد تخریب شول. همداراز د بلبزنګ سیمه باندې هم د مزدور دښمن لخوا بمبار شوی، چې پر مهال یې کور ویجاړ شوی، ۳ ماشومان شهيدان […]
په تش لاس اولس او دیني مراکزو د جنایتکار دښمن د بریدونو په دوام پرون د کابل رژیم وحشیانو د بدخشان ولایت مرکز اړوند خانقاه سیمه کې په مسجد بمبار کړی، چې له کبله یې مسجد ویجاړ شو. همداراز پرون د یاد ولایت بهارک ولسوالۍ بازار ته څېرمه یو بل مسجد هم د دښمن لخوا […]
د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې پرون د بدخشان ولایت مرکز اړوند د اوومي ناحیې کج خم سیمه کې دښمن د مجاهدینو د بریدونو له وېري یو مهم بیس او ۵ پوستې تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي. همداراز پرون مازدیګر د لای ابه په نوم د اوومې حوزې اخیري نقاط هم د […]