د سپين لښکر لارويانو ته څو سپارښتنې

سليمان سعيد غلجی که يو طرف ته د الله تعالی شکر اداء کوو چې هېواد مو ازاد او اسلامي نظام حاکم شو، خو بل طرف ته اوس موږ له يوه نوي الهي امتحان او ازميښت سره مخ يو. مخکې موږ مظلومان وو، نظام د بل چا په واک کې ؤ او موږ د الله تعالی […]

سليمان سعيد غلجی
که يو طرف ته د الله تعالی شکر اداء کوو چې هېواد مو ازاد او اسلامي نظام حاکم شو، خو بل طرف ته اوس موږ له يوه نوي الهي امتحان او ازميښت سره مخ يو. مخکې موږ مظلومان وو، نظام د بل چا په واک کې ؤ او موږ د الله تعالی له حکم سره سم د استقلال او اسلامي نظام د حاکميت لپاره مبارزه کوله، اوس چې الحمدلله صليبي لښکر مات شو، هېواد مو ازاد او د هغوی د پليت نظام پر ځای ښکلی اسلامي نظام حاکم شو، نو ځکه خو اوس موږ له يو بل ازميښت سره مخ يو او له دغه ميدان څخه يوازې د تقوی په وسله روغ وتلای شو!
که پرون مو د جهاد او مبارزې پر مهال په ډول ډول مصائبو او تکاليفو صبر کاؤه، مشکلات مو زغمل او هر ډول محروميتونه مو تېرول، نن بايد د واک او حکومت په دوران کې هم د صبر، تقوی، امانت داري او اخلاص لاره اختيار کړو. ننــنی حاکميت د پرونيو قربانيو نتيجه ده، نو که دغه امانت مو هم په سمه توګه اداء کړ، بې شکه چې پرونۍ قربانۍ مو د اجر، ثواب، ستاينې او افتخار وړ دي، خو که په دغه ازميښت کې (خدای مه کړه) ناکام شولو، بيا نو زموږ ټولې قربانۍ هسې په خړو اوبو لاهو دي او د قيامت په ورځ به د شهيدانو لاس او زموږ ګرېوان وي!
د اسلامي امارت ټول کشران او مشران مسؤلين، افراد او همکاران بايد لاندې څو خبرو ته جدي پام او توجه وکړي:
۱ – منصب تلپاتې نه دی، خو زموږ عمل نامه تلپاتې ده او د هرې شېبې پوښتنه را څخه کيږي! ډېر حکومتونه له منځه ولاړل او واکمنان يې خاورې شول، خو نوم، تاريخ او عمل نامه يې پاتې ده.
۲ – هيڅکله بايد ځانونه حاکمان و نه ګڼو. موږ حاکمان نه، بلکې په ځمکه کې د الله تعالی مأمورين يو، راسپارل شوي کارونه به تر سره کوو.
۳ – له بيت المال سره بايد ډېر زيات احتياط وکړو، لومړی خو دا چې اوسنی بيت المال او هر څه د شهيدانو په وينو تر لاسه شوي او دوهم دا چې بيت المال د حقوق الله نه، بلکې د حقوق العباد له جملې دی، نو که الله تعالی هر څه راته وبښي، بيت المال کې خيانت نه رابښي، ځکه چې په دې کې د ټولو مسلمانانو حق دی.
۴ – له خپل واک څخه بايد هيڅ ډول ناوړه ګټه وانخلو، مثلاً د خپل حريف او تربور د ناروا ځپلو، ځورولو او هغوی ته د زور ورښکاره کولو لپاره بايد له هيڅ ډول دولتي امکاناتو استفاده ونه شي.
۵ – د معاشاتو، دنياوي مفاداتو، نوم او شهرت، واک، صلاحيت او ځان غوښتنې فکر بايد له مغزو وباسو، هر څه بايد د الهي رضا په خاطر تر سره کړو، که پرون په سنګر کې وخت تېرول جهاد ؤ، نن په حکومت کې وخت تېرول او خدمت کول جهاد دی. که پرون بې معاشه لګيا وو، نن الله يو څه فضل کړی، خو زموږ اصلي هدف بايد بيا هم الهي رضا تر لاسه کول وي.
۶ – د خپلو مشرانو اطاعت پر موږ فرض او لازم دی، زموږ د کاميابي يو راز همدا ؤ چې د امارت په صف کې اطاعت موجود ؤ، نو بايد چې دغه ځانګړنه تل وساتو.
۷ – له قومي، ژبني، سمتي او نورو بې ځايه اختلافاتو څخه بايد په کلکه ځان وساتو، موږ ټول د يوې کلمې وروڼه، د يو صف ملګري، د يو هدف مبارزين او د يوه لښکر سپاهيان او لارويان يو. نو لکه څرنګه چې تر اوسه مو د اتحاد او ورورګلوۍ دغه جوهر ساتلی، بايد نور يې هم وساتو او کلکه توجه ورته وکړو.
۸ – په خپلو کارونو کې بايد نهايت زيات اخلاص وکړو، ځکه چې اوس ډېره لږ بې پروايي هم ډېر لوی خيانت دی او دغه خيانت او بې پروايي مو په درې چنده حسابېدای شي: له شهيدانو سره خيانت، له اسلامي نظام او ټولو مسلمانانو سره خيانت او له خپل ځان او اولاد سره خيانت، يعنې خپل معاش او حق الزحمه به مو راته حلاله نه وي او کورونو ته به حرامې پيسې وړو.
۹ – بايد انتهايي زياته تواضع ولرو، الله تعالی کبرجن نه خوښوي.
۱۰ – له هر ډول ظلم او زياتي څخه بايد ځان وساتو، عدل او انصاف بايد په عمل کې ثابت کړو او تل د الله تعالی شکر ګذار واوسو.