د ویاړمنې فتحې قدر وکړئ!

محمد نعیم له کابو دوه لسیزو سختو کړاوونو را وروسته د الله تعالی په خاص فضل او کرم سره افغان غیور ملت ته دا دی ویاړمنه فتحه په برخه شوه، له فتحې سره سره الله ﷻ اسلامي امارت ته په خورا زیاته اندازه وسلې، وسائط او شتمني په غنیمت کې ورکړه، باید تول مسلمانان او […]

محمد نعیم
له کابو دوه لسیزو سختو کړاوونو را وروسته د الله تعالی په خاص فضل او کرم سره افغان غیور ملت ته دا دی ویاړمنه فتحه په برخه شوه، له فتحې سره سره الله ﷻ اسلامي امارت ته په خورا زیاته اندازه وسلې، وسائط او شتمني په غنیمت کې ورکړه، باید تول مسلمانان او بیا خاصکر زمونږ غیوار هیوادوال د همدې ویاړمنو وګړو مبارزې تقدیر کړي او د خپلو زلموټو تر شا لا هم ودریږي.

د ویاړمنې فتحې د ترلاسه کېدو یو لوی لامل د هیوادوالو اخلاص او متانت هم و، چې په خورا ستونزمنو خالاتو کې راګیر د اسلامي امارت بېړی یې د بریا تر ساحله ورسوله، همدوی وو چې په هر حالت کې یې د اسلامي امارت له سرسپارلیو مجاهدینو ملاتړ وکړ او دوی یې د دښمن پر راپرځولو کې تقویه کړل، اوس نو په کار ده چې مجاهدین وروڼه ټولو هیوادوالو ته په بشپړه توګه خدمت وکړي، زغم ولري او د هیوادوالو مشروع انتقادونه واوري.

هیوادوالو ته هم په کار ده چې له پخوا څو چنده خپل ملاتړ او مرسته له مجاهدینو او نوي حکومت سره زیاته کړي، د ملت حمایت کولی شي د ډېرو ناخوالو د پای ته رسېدو سبب شي، مونږ ټول باید تر ډېرو نیوکو او ګیلو تېر او د نظام د پیاوړتیا لپاره لاس په کار شو.

هوکې! د وینو او سرونو په نذرانه تر لاسه شوې سپېڅلې فتحه اوس د ساتنې لپاره همدومره نورو قربانیو ته اړتیا لري، ان شآء الله چې مېړني ځوانان او د نن عصر اتلان به هیڅکله له راتلونکو قربانیو درېغ و نه کړي، خو هر هغه څوک تر نظر لاندې او تعقیب شي چې د تخریب پلان لري؛ نور باید په یو اتحاد د هیواد ابادۍ او بهبود ته مټې را ونغاړو او دا مظلوم هیواد له سیالو هیوادونو سره سیال کړو.

ټولو هیوادوالو او د نړۍ پانګوالو ته خوشبختانه هغه فرصت په لاس ورغلی، چې افغانستان کې خپله سرمایه ګزاري وکړي، اسلامي امارت به یې ان شآء الله تر خپله وسه امنیت تامین او شتمنۍ به یې محفوظې کړي، ټول بډای هیوادوال باید هیواد ته صادقانه خدمت وکړي، له هغو فرصتونو سالمه ګټه پورته کړي چې اوسمهال په لاس ورغلي دي.

الحمد لله اسلامي امارت لا هم تر ډېره په دې هڅه کې دی چې څنګه وکولای شي د هیواد چارې په ښه توګه سمبال کړي، فساد له منځه یوسي او د اقتصاد له مخې افغانستان په خپلو پښو ودروي، د پردیو له احتیاج او اتکاء یې خلاص کړي؛ ځکه همدا د ناخوالیو ستر لامل ګرځي.

په پای کې له ټولو افغانانو هیله کوم چې د هیواد په سمسورتیا او ښېرازۍ کې دې د اسلامي امارت ار شا کلک ودریږي، د موجوده نظام ملاتړ دې وکړي او نور پرېنږدي چې هیواد مو خدای مه کړه بیا له لسیزو د ناخوالو او دربدریو په کنډوالو بدل شي، تل دې وي یو موټی او یو ځان افغانستان.