د ناخوالو سبب زه یم

عبیدالله رقیب ډير خفه وم; د ملت ناوړه حالات او مصیبتونه مې لوستل؛ خپل نفس مې ګویان شو، راته یې ویل: د دې ټولو مصیبتونو سبب ته یې! ته یې چې له ملته دي د اللهﷻ نصرت ګرځولی ده، ته د ټولو ناخوالو لومړنی لامل یې، ته د هغو مشکلاتو ستر باعث یې چې ملت […]

عبیدالله رقیب

ډير خفه وم; د ملت ناوړه حالات او مصیبتونه مې لوستل؛ خپل نفس مې ګویان شو، راته یې ویل: د دې ټولو مصیبتونو سبب ته یې! ته یې چې له ملته دي د اللهﷻ نصرت ګرځولی ده، ته د ټولو ناخوالو لومړنی لامل یې، ته د هغو مشکلاتو ستر باعث یې چې ملت ورنه کړېږي!.

ما ورته وويل: ای زما نفسه! زه یو غریب عاجز بنده یم، نه قدرت لرم نه منصب نو څنګه دا مشکلات زما له لاسه پېښ شول؟ زه که چاته د څه امر وکړم نه یې مني او که نصیحت ورته وکړم نه یې قبلوي نو ولي مې د ناخوالو سبب ګڼې او…

په ډېرې تیزۍ سره یې زما خبره غوڅه کړه او راته یې وویل: ستا ګوناهونه دي، هماغه ګوناهونه چې د چپې اوږې ملائکه یې په لیکلو ستړي او ستومان دي، ستا ګوناهونه دي چې په مټ یې له اللهﷻ سره په جنګ یې… ستا بې پروایې چې په واجباتو کې یې کوې او ستا حرص چې په حرامو کې یې لرې…

ما ورته وويل: ما نو څه کړي دي چې دومره زیاتي ملامتۍ راباندي اچوې؟ او د الهي نصرت د ځنډیدو لامل دي هم زه وګڼلم؟!

راته یې وویل: ای د الله بنده! والله چې همدا اوس درته کښېنم او ستا ناوړه کړنې در شمیرم اوږده موده به یې ونه شمیرلای شم… ایا د سهار لمونځ په جماعت سره کوې؟

ماول: هو، کله کله یې په جماعت وکړم او کله کله رانه پاتي شي…

زما خبره یې ونیوه، ویل یې همدا دي ضد ونقیض کړنې دي؛ ته څنګه د حالاتو د سمون او د دښمن په وړاندي د مبارزې دعوه لرې خو د نفس په وړاندي په داسي مبارزه کې ناکام یې چې نه پکې د مال تاوان شته او نه د ځان قرباني، فقط یوڅو دقیقې په دوه رکعته لمونځ باندي مصروفیت چې د اللهﷻ له لوري درباندي فرض دی او بس؟! ته څنګه د ملت د حالاتو په سمون فکر کوې او د سمون لاپي یې وهې چې دوه رکعته لمونځ جماعت ته نه شې رسولای او د رسول الله ﷺ مؤکد سنت نه شې ترسره کولای؟! ته څنګه د ملت په حالاتو تبصرې کوې چې خپله د الله د رالیږل شوي کلام یوه برخه نه شې تلاوت کولای او د سهار اذکار نه شې لوستلای؟! څنګه د ملت په درد اظهارات کوې چې د خپلې مور او پلار حال احوال نه شې پوښتلای، د خپلوانو خپلوي نه شي پاللای؟
پسي زیاته یې کړه: ته څنګه په هیواد د شریعت نفاذ غواړې حال دا چې په ځان یې نه عملي کوې او خپله کورنۍ نه ورته دعوتوې؟ هیواد که نه ده، ځان خو دي په واک کې ده نو ولي هغه شریعت چې په هیوادوالو یې نافذول غواړې په ځان نه نافذوې ؟!
له نورو د حلال کاروبار غوښتنه لرې او خپله یې په ناحقه قسمونو، دوکو او تیرویستلو ګټې، ته هغو خلکو ته مائل یې چې الله تعالی یې په اړه فرمایې:«یحبون المال حبًا جمًا» ته دروغ وایې، دوکه کوې، وعده خلاف یې نود سزا مستحق یې…

ما ورته وویل: د دې کارونو او د اللهﷻ د نصرت د ځنډیدو یې سره څه؟ ایا له ټول ملته یواځي زما په ګناهونو د الله کومک ځنډیدلی؟!

نفس مې راته وویل: افسوس افسوس.. نړۍ ستا غوندي میلیونه انسانانو بدرنګه کړه.. ټول یې ستا منطق کاروي د طاعت پروا نه لري او له ګناهونو وېره نه لري .. ټول همدا خبره کوي چې د ملت خیر غواړي په ملت له هرچا زیات مهربان دی؛ مګر تریخ حقیقت دا دی چې ټول سره برابر دي .. پرته له یوڅو هغو چې د الله رحم ورسره مل دی… ای د خدای بنده! ته خبر یې چې کله به د صحابه کرامو نه د اللهﷻ کومک وځنډید نو باور به یې شو چې په صف کې یې یو ګناکار انسان شته … نو ستا په هغه امت څه خیال دی چې له مشره تر کشره له مسؤله تر رعیته ټول په ګماهونو کې نښتي دي… ایا دا ولسونه د همدغو ناخوالو وړ نه دي؟!

د سترګو اوښکې مې په مخ باندي را ورغړیدې، تر ننه مې هیڅ فکر نه و کړی چې همدا زه به هغه شخص یم چې په سبب یې له دې ملته د الله نصرت ګرځول شوی… حال دا چې له الله سره مینه لرم، له رسول الله ﷺ سره یې مینه لرم او له دې ملت سره هم مینه لرم… هیڅ فکر مې نه و کړی چې زه د زرګونه مؤمنانو په وینه تویولو کې شریک یم… په نورو باندي ملامتي راته ډیره اسانه وه، په واکمنو، په مسؤلینو وزیرانو او رئیسانو مې ډیر په کلکه نیوکې کولې مګر هیڅکله مې خپل عیب ته کتلي نه و خپلې غلطیانې مې کتلې نه وې… د الله تعالی په دې فرمان مې فکر نه و کړی چې فرمایې :« إن الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بأنفسهم »
نو مې له ځان سره وویل:«الله لره لویه ستاینه ده چې ماته یې ملامتوونکی نفس راکړی، د دغسي نفس په څیر نفس باندي الله قسم یاد کړی او فرمایلي یې دي «وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ».

زما ځانه راته وایه! ستا نصیحت په سر سترګو منم …

راته یې وویل: له ځانه یې پیل کړه، فرائضو ته پابند اوسه، پنځه وخته لمونځ په خپل وخت کوه، د خپل مال زکات پوره ادا کوه، خیال کوه چې مور او پلار ازار نه کړې، الله ته په مسنونو اعمالو سره ځان محبوب کړه، د الله د قربت هیڅ فرصت له لاسه مه ورکوه هرڅومره وړه نیکي چې وي کوه یې، یاد ساته چې د مؤمن په وړاندي ستا مسکا هم صدقه ده الله پرې ثوابونه درکوي، دا سي مه کوه چې نور نیکیو ته رابولې او خپله ورنه مخ اړوې، نورو ته چې د شریعت د نفاذ بلنه ورکوې نو خپل ځان ورته ژوندی مثال جوړوه، تشې دعوې مه کوه، لومړی په خپل ځان او خپله کورنۍ شریعت نافذوه وروسته بیا نورو ته بلنه ورکوه، داسي مه کوه چې نور له دښمن سره جهاد ته رابولې خو خپله د خپل نفس په وړاندي شکست خوړلی پروت یې، له مسؤلیت نه د تېښتې په پلمه په نورو ملامتي مه اچوه، بلکي خپل ځان اصلاح کړه نور به له تا څخه په تأثر باندي اصلاح شي، د هرې نیکۍ په میدان کې بېلګه شه.. که ته خپل وخت د نورو په نقدولو تیروې نو له دې کاره لاس واخله نیوکې کوونکي بیخي زیات دي ته یې له ځانه پیل کړه، د ځان له اصلاح وروسته په الله توکل وکړه په ډیر صداقت الله ته سوال وکړه چې له تا او ستا له ملګرو او له ټولو هغو مؤمنانو سره کومک وکړي چې ستاسو په لاره روان دي، بیابه تاسو د الله د هغو بندګانو له ټولۍ ځیني یاست چې الله تعالی یې په اړه فرمایې:« إن تنصروا الله ينصركم ويثبت أقداكم» که تاسي د الله (د دین) مرسته وکړئ الله به ستاسي مرسته وکړي او قدمونه به مو مضبوط کړي.
او پوه شه هره ګناه چې ته یې کوې او هر طاعت چې ته یې پریږدې د مسلمانو په وینو تویلو کې پوره ونډه لري…

سر مې را پورته کړ د افسوس اوښکې مې له مخه پاکې کړې او د ټولو ترسره کړیو ګناهونو په اړه مې استغفار وویل…
الله ته مې سوال وکړ چې «یا اللهﷻ تاته مې توبه ده… تاته توبه ګار یم، کړي راته وبښې بیابه ناوړه کارونه نه کوم…
بیا مې د ژوند نوې پاڼه پرانیسته، د شپې په نیمایې کې له خوبه پاڅیدم دوه رکعته لمونځ مې وکړ ، الله ته مې سوال وکړ چې خپل فضل او کرم راباندي دائم کړي او د تل لپاره مې له بدیو وساتي..

یادونه : که مسلمانان ځانونه اصلاح کړي او الله ته راوګرزي نو دښمنان به یې هیڅکله ذلیل نه کړي.. مګر ذلت اوس زموږ لپاره عادي کیسه ده.. موږ د ګناهونو په وړاندي ذلیل یو، د ناچیزه او ژر ختمیدونکو شهوتونو په وړاندي ذلیل یو، د نفس په وړاندي ذلیل یو نفسونو ګناهونو ته په مخه کړي یو، سپکو کارونو ته مو مجبوروي، شیطان راباندي مسلط دی، سره له دې چې الله تعالی فرمایې:«إن كيده كان ضعيفاً» بې شکه د شیطان فریبونه ضعیف دي. خو ضعیف د هغه چا په وړاندي چې له شیطان سره د مقابلې اراده لري، د شیطان خبري نه مني; مګر په ذلیلو خلکو شیطان قوي دی هغه خلک چې ناوړه شهوتونو په مخه کړی وي.. خو زموږ عزائم له الله نه د لیریتوب په سبب ضعیف دي.
کله چې موږ د نفس او شیطان په وړاندي ذلیل یو نو څه بعیده ده چې د دښمن په وړاندي هم مات او ذلیل یو… څوک چې خپل نفس تر خپل تاثیر لاندي نشي راوستلای هغوی به په دښمنانو څه تاثیر ولري؟!
الله تعالی فرمایې:«إن تنصروا الله ينصركم ويثبت أقدامكم» که تاسي د الله کومک وکړئ الله به ستاسي کومک وکړي. د الله کومک د الله د دین سره کومک دی.
الله تعالی فرمایې:« انا لننصر رسلنا والذین آمنوا» موږ د خپلو رسولانو او د هغو خلکو مرسته کوو چې ایمان یې راوړی.
نو ایمان د الله دکومک لپاره شرط دی.
«ان ینصرکم الله فلا غالب لکم» که الله مو مرسته وکړي بیابه هیڅوک درباندي پیاوړی نه شي.
«من یتوکل علی الله فهو حسبه» څوک چې په الله توکل وکړي نو الله ورلره په ټولو چارو کې کافي دی.
واقعي اسلحه ایماني اسلحه ده چې له دنیوي تیارۍ سره مله وي، نن که له مسلمانو سره مادي اسلحه شته ایا ایماني اسلحه هم لري؟
الله تعالی فرمایې:«کم من فئة قلیلة غلبت فئةً کثیرة باذن الله والله مع الصابرین».
د الله په اراده ډیرې وړې ټولۍ په سترو ټولیو غالبه شوې دي او الله د صابرانو مل دی.
حقیقي اسلحه ایمان او تقوا ده؛ الله تعالی فرمایې:«وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا» څوک چې له الله وېره لري الله د خلاصون لاره ورته جوړوي؛ له هرې تنګۍ نه خلاصون، له نفس اماره نه د خلاصون، له دنیوي شهواتو د خلاصون او له ټولو دښمنانو د خلاصون لاره ورته برابروي.

قدسي حدیث فرمایې:«من عادی لي ولیا فقد آذنته بالحرب» الله تعالی فرمایې څوک چې زما د دوست سره په جنګ شي زه له هغه نفر سره د جنګ اعلان کوم یعني ضرور به د هغه په مقابل کې د خپل دوست مرسته کوم. نو ایا موږ د الله دوستۍ خوښه کړې ده چې الله مو مرسته وکړي? او که د نفس، شیطان او د الله د انساني دښمنانو په دوستۍ پسي لالهاند یو؟!
موږ به څه وخت پوهیږو چې زموږ ګناهونو زموږ د استقلال او پرمختګ مخه ډب کړې ده؟ «وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ». او څه مصیبتونه چې تاسي ته رسیدلي دي دا ستاسو د خپلو لاسونو د کړنو په سبب او الله ډیرې بښي هم.
الله تعالی فرمایې:« ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ». په وچه او دریابونو کې د خلکو د کړنو په سبب فساد رامنځ ته شوی دی؛ د دې لپاره چې الله دوی ته د خپلو اعمالو یوڅه سزا وروڅکي ترڅو دوی بیرته د الله لوري ته راوګرزي.

الله ته راګرزیده د دنیا او آخرت د سعادت پیلیزه نقطه ده، الله ته راګرزیده د دښمنانو د شکست لومړنۍ مورچه ده، الله ته را ګرزیده د جنت د پیدا کولو او له جهنم نه د ژغورلو مهمه زینه ده …

ای مومنانو څه چې مو وویل ښه دقیق فکر ورباندي وکړئ دا د ټولو لپاره مهم درس دی. بارک الله في الجمیع.
وصلی الله تعالی و سلم علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین.