د زهرو خپرونې…!

سليمان سعيد «غلجی» اوس چې غربيانو په نظامي ډګر کې ماته خوړلې، نو له سياسي فشارونو او تبليغاتو کار اخلي. زموږ نهه نيم ميليارده ډالره پانګه يې کنګل کړې، تجارتي او تعلقاتي بنديزونه يې راباندې لګولي، په رسميت پېژندنه کې بې ځايه پلمې بهانې کوي او همداراز په تليغاتي برخه کې هم هره ورځ په […]

سليمان سعيد «غلجی»
اوس چې غربيانو په نظامي ډګر کې ماته خوړلې، نو له سياسي فشارونو او تبليغاتو کار اخلي. زموږ نهه نيم ميليارده ډالره پانګه يې کنګل کړې، تجارتي او تعلقاتي بنديزونه يې راباندې لګولي، په رسميت پېژندنه کې بې ځايه پلمې بهانې کوي او همداراز په تليغاتي برخه کې هم هره ورځ په لسګونو درواغ او رښتيا تخريبي راپورونه خپروي.
همدا نن يې په امريکا غږ او ازادي راډيو کې ويل: سږ کال ژمی به دومره ميليونه ماشومان د يخنۍ له امله ووژل شي، دومره ميليونه ماشومان د يخنۍ لپاره کافي پوښاک نه لري، دومره ميليونه بې سر پناه دي، دومره نور له لوږې او خوار ځواکۍ سره مخ دي، د افغانستان اقتصاد د رکود په حالت کې دی، تر راتلونکي مالي کال پورې به د افغانستان د عوايدو کچه شل سلنه ښکته شي، خلک د نېستۍ له امله خپل د کور سامان پلوري، طالبانو لا تر اوسه حکومتي مأمورينو او کارمندانو ته معاشونه نه دي ورکړي، د طالبانو له واکمنېدو سره ښځې له تاوتريخوالي سره مخ دي، بشري حقوق تلف کيږي، په حکومتي تشکيلاتو کې ښځو ته برخه نه ده ورکړل شوې، د بيان ازادي له خطر سره مخ ده، د بې وزلي کچه زياته شوې، د داعش بريدونه زيات شوي، ګاونډي هېوادونه بايد افغانانو ته خپلې دروازې خلاصې کړي او داسې نور ډېر تخريبي راپورونه يې کتار کړل. د دوی هدف دا دی چې د افغانستان اسلامي امارت په حکومتولي کې ناکام وښايي، خلک مأيوس کړي، پانګوال ووېروي، افغانستان منزوی کړي، د سيمې او نړۍ هېوادونه له افغانستان سره له سياسي او اقتصادي اړيکو ايسار کړي او بالآخره په دې توګه له سياسي او تبليغاتي لارې د خپلې ماتې غچ واخلي او د افغانستان د پرمختګ مخه ونيسي.
کنه دغه ناخوالې خو د طالبانو له راتګ مخکې، بلکې تېر شل کاله موجودې وې. د طالبانو له راتګ سره خو ډېرې ستونزې حل شوې، مثلاً امنيت راغی؛ چې تر هر څه مهم دی، د ښځو عزت خوندي شو او د هر ډول فحشا او بد اخلاقيو مخه ونيول شوه، د مخدره توکو مخنيوی وشو، په هېواد کې د بيا رغونې چارې بيل شوې، د غلا، اختطاف، قاچاق او نورو جرايمو مخه ونيول شوه، رشوت، اختلاس او نور هر ډول فساد ختم شو او همدغه شان ډېرې ناخوالې له منځه ولاړې. البته هغه اقتصادي، سياسي او تجارتي مشکلات چې د طالبانو له راتګ وروسته راپېښ شوي، لامل يې بيرته خپله همدغه بشردوستان (!) دي، ځکه چې همدوی زموږ پانګه کنګل کړې، سياسي او اقتصادي بنديزونه يې راباندې لګولي او پر دې برسېره د هر ډول نا ارامي، بدبختي، تخريب او بحران لپاره درواغجن تبليغات کوي.
لنډه دا چې د دوی هره راډيو او هر چينل زهر شيندي، هر راپور، هره جمله او هر لفظ يې تخريبي دی، خپرونې يې ټولې درواغ دي، تور ته سپين او سپين ته تور وايي. نو که د دوی د زهرو خپرونو همداسې ادامه درلوده او په مقابل کې يې اسلامي امارت همداسې چپ او بې پروا ؤ، نو ډېر ژر به له لويو مشکلاتو سره مخ شو، خو بيا به وخت تېر وي.
نو لازمه ده چې د اسلامي امارت مسؤلين تبليغاتي اړخ ته جدي توجه وکړي او که ممکن وي، د ازادي، امريکا غږ، بي بي سي او نورو تخريبي او دجالي رسنيو دفترونه دې دلته وربند کړي او يا دې هم حد اقل له بې ثبوته او درواغجنو راپورونو ايسار کړي. بيا که دا يې هم په وس نه وي پوره، يا د مصلحت له امله څه اقدام نه کوي، نو بايد چې په مقابل کې خو يې دوی هم بيدار شي، رسنيو ته دې توجه زياته کړي، ټولنيزو رسنيو کې دې فعاليت ګړندی کړي، ويب سايټونه دې لا پسې بډايه کړي، راډيوګانې او تلويزيونونه دې څلورويشت ساعته فعال وساتي، نور هر ډول تبليغاتي دستګاوې دې په کار واچوي او له هر فرصت څخه بايد استفاده وکړي. خو له بده مرغه د اسلامي امارت تر حاکمېدو وروسته زموږ تبليغات د پرمختګ پر ځای، بيخي په ټپه درېدلي. معنی دا چې تر دې خو هغه کوچنی امارت لا ښه ؤ، هلته مو دښمن په خپله اقرار کاؤه چې په تبليغاتي برخه کې له ماتې سره مخ دی!
فرضاً که د امارت د مسؤلينو ځواب دا وي، چې له اقتصادي درکه کمزوري يو، امکانات نشته، لوی هېواد او پراخ تشکيلات را ترغاړې دي او له همدې امله تبليغاتي برخه فلج ده. نو بيا دې د خپلو تشکيلاتو په کمولو فکر وکړي، د اضافي خلکو پر ځای دې د هغوی پر معاش، امکاناتو او مصارفو په خپلو رسنيو کې نوي خلک وګماري، ځکه چې پخواني حکومت کې خو تشکيلات خورا پراخ وو، مثلاً د يو چاپي اخبار په اداره کې شاواخوا پنځلس کسه کار کوي، حال دا چې د اسلامي امارت تبليغاتي برخه کې به پنځه، شپږ تنو څليريشت ساعته يو ويب سايټ چلولو. همدارازپه ملي تلويزيون، راډيو او نورو برخو کې هم تشکيلات دومره پراخ دي، چې د لسو کسو پر ځای يې شل ګمارلي او رښتيا هم د دومره ډېرو خلکو پالل سخت دي، نو بايد چې تشکيلات لنډ شي او پر ځای يې کارنده خلک وګمارل شي او خپلو اولويتونو ته توجه زياته شي.