د بشريت د ټولو مشکلاتو يوازېنی حل…!

سليمان سعيد غلجی د بشريت په تاريخ کې له آدمه تر دې دمه؛ چې په هر ځای، په هره زمانه او په هره ټولنه کې مشکلات رامنځ ته شوي، يوازنی لامل يې د خالق تعالی جل جلاله له احکامو څخه بغاوت دی. الله تعالی په هره زمانه کې هر ولس ته خپل پېغمبران راليږلي او […]

سليمان سعيد غلجی
د بشريت په تاريخ کې له آدمه تر دې دمه؛ چې په هر ځای، په هره زمانه او په هره ټولنه کې مشکلات رامنځ ته شوي، يوازنی لامل يې د خالق تعالی جل جلاله له احکامو څخه بغاوت دی. الله تعالی په هره زمانه کې هر ولس ته خپل پېغمبران راليږلي او هغوی د مخلوق لپاره د خالق تعالی قوانين او اصول بيان کړي دي. چا چې د خپل خالق احکامو ته غاړه ايښې، هغوی د عدل، انصاف او ښو اخلاقو جوهر موندلی او د بشريت ناجيان او محسنين جوړ شوي، خو هغه خلک چې د خپل خالق له احکامو څخه يې بغاوت کړی، د هغوی تاريخ د ظلم، وحشت او تجاوز تور باب دی.
کوم قوانين چې خالق تعالی د خپل مخلوق لپاره وضع کړي، حتمي ده چې دغه اصول به د بشريت په خير او له فطرت سره برابر وي. او تر دې غوره بل هيڅ قانون په نړۍ کې نه پخوا تېر شوی او نه اوس شته. بلکې د مخلوق په لاس جوړ شوي قوانين ټول له ظلم، استبداد او تجاوز څخه ډک دي، بلکې اکثره قوانين يې داسې وي چې له فطرت سره ښکاره ټکر لري او د ټولنې د تباهي لامل ګرځي.
يعنې د بشريت په تاريخ کې چې هر مهال او په هر ځای کې ناورين رامنځ ته شوی، لامل يې هغه خلک دي چې د خپل خالق له احکامو يې بغاوت کړی، نو مطلب دا چې د هرې بدبختي، غميزې او فاجعې پړه د کفارو او نافرمانه انسانانو په غاړه ده. هر الهي دين په خپل وخت کې د عدل، انصاف او اخوت ناره پورته کړې او اسلام خو بيا داسې يو کامل او شامل دين دی چې د قيامت تر ورځې د ټولې نړۍ او ټولو قومونو او ملتونو لپاره رالېږل شوی، له محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم وروسته بل پېغمبر نه راځي، اسلام نړيوال دين دی، ځکه خو د يوې وړې او باريکې نيوکې ځای هم پکې نشته. د اسلام ټول احکام د بشريت په خير، نفع او صلاح راڅرخي. اسلام د عدل، انصاف او کاميابي دين دی، چا چې د اسلام احکامو ته غاړه کېښوده، هم به په دنيا کې کامياب او سوکاله ژوند لري او هم به په آخرت کې د ښې برخې څښتن وي. په اسلام کې د هر چا او هر څه، حتی د ځناورو حقوق هم خوندي دي، چا چې اسلام ومانه، نو داسې يو کامل او شامل قانون يې وموند، چې بيا نو بل هيڅ فکر، نظريې او قانون ته ضرورت نه لري، بلکې په اسلام کې د بشريت ټولې اړتياوې په داسې بڼه خوندي دي، چې هيڅ د نيوکې ځای او نيمګړتيا پکې نشته.
کله چې د اسلام لښکرې د شام، فارس او خراسان په لور راوخوځېدې، نو له لرې لرې علاقو به خلک ورته راتلل او ويل به يې چې موږ د جابرو حاکمانو له ظلمونو تنګ راغلي يو، ژر راشئ او زموږ سيمې هم لاندې کړئ، تر څو موږ هم د اسلام له عدالت څخه برخمن او دغه نيکبختي مو په برخه شي.
د مسلمانانو او کفارو فرق دا دی چې مسلمانان چېرته ولاړ شي، هلته عدالت او انصاف قائموي، خو کفار چې هر چېرې ځي، هلته شر او فساد خوروي او همدا مضمون په قرآن کريم کې ډېر ځايه بيان شوی دی.
دا چې نن په اسلامي نړۍ کې بد حال روان دی، لامل يې دا دی چې يو طرف ته خو بيا هم په دغو جګړو کې پړه کفارو ته راجع کيږي، ځکه چې هغوی راغلي او د مسلمانانو وطنونه يې اشغال کړي او شر او فساد يې شروع کړی. بل طرف ته مسلمانان هم ملامت دي، چې ولې يې خپل دين ته شا کړې او د کفارو په قوانينو او نقش قدم پسې منډې وهي، خپل دين او کامياب الهي قانون يې پرې ايښی، د کفارو په غير فطري قوانينو کې خپله ګټه لټوي.
کله چې موږ د اسلام دعوه کوو، بيا نو د کفارو د بشري حقونو، د ښځو حقونو، د ماشومانو حقونو، د بيان د ازادي او نورو درواغجنو ټولنو او قوانينو ته زموږ څه اړتيا ده؟! ايا دغه هر څه په اسلام کې په ډېره ښه توګه نه دي خوندي؟!
تاسې له هغو کفارو څخه د خير او حقوقو تر لاسه کولو هيله لرئ، چې د قتل عام، نسل وژنې او لويو لويو فاجعو رامنځ ته کولو تاريخ يې زموږ تر مخ پروت دی او د همدې لپاره يې اټمي وسلې جوړې کړې دي. د بشريت لومړنی حق ژوند دی، خو دوی چې هر ځای ولاړ شي د خپلو ګټو لپاره خلک وژني.
نو هيڅ مسلمان بايد د دوی په دروغو ونه غوليږي، کفار هيڅکله د مسلمانانو دوستان کېدلای نه شي، بلکې په خپلو منځونو کې هم زورور او جابر خلک يې پر کمزورو تېری او تجاوز کوي.
اوس چې الحمدلله زموږ ګران هېواد کې سپېڅلی اسلامي نظام حاکم دی، بايد چې هيچا او هيڅ ډول نظام ته مو خوا ولاړه نه شي، زموږ نظام د خالق له خوا جوړ شوی او دا نور نظامونه د مخلوق په لاس جوړ شوي، نو زموږ نظام کامياب او د اوچتې مرتبې درلودونکی دی. راځئ د خپل هېواد د ابادي، سوکالي، پرمختګ او د اسلامي نظام د دفاع، تقويت او استحکام لپاره په ګډه هڅې وکړو، همکاري ورسره وکړو او د شريرانو له دسيسو يې وساتو!