په ۲۰۱۶ م کال کې د میډیا ډګر څنګه و؟

حبیب مجاهد: د حق او باطل تر منځ  جګړه د ابوالبشر ادم علیه السلام او شیطان علیه اللعنة له مهاله را روانه ده او د قیامت تر ورځې به جاري وي. دغه مقابله کله د جګړې په ډګر، کله د مناظرې او مباحثې په سټیج، کله  د سیاست  او حاکمیت په ساحاتو او کله هم […]

حبیب مجاهد:

د حق او باطل تر منځ  جګړه د ابوالبشر ادم علیه السلام او شیطان علیه اللعنة له مهاله را روانه ده او د قیامت تر ورځې به جاري وي. دغه مقابله کله د جګړې په ډګر، کله د مناظرې او مباحثې په سټیج، کله  د سیاست  او حاکمیت په ساحاتو او کله هم په نورو برخو کې جریان درلودلی دی.

نن سبا په پوځي جنګ سربیره د حق او باطل تر منځ د صراع  یو مهم ډګر د رسنیو او میډیا میدان دی. اوسنۍ نړۍ د رسنیو نړۍ بلل کیږي. د میډیا قوت اوس تر بلې هرې مادي وسیلې زیات بلل شوی دی ځکه میډیا افکار توجیهوي،ذهنونه تسخیروي او د اعصابو واګې په کنترول کې اخلي چې بیا انساني حواس او اعضاء مجبور دي د میډیا ځپلیو اعصابو په فرمان عمل وکړي.

د حق او باطل تر منځ د میډیا جنګ چې په  غږیزو،چاپي، تصویري  او انلاین نشراتو کې روان دی په دې وروستیو کلونو کې د ټولنیزو شبکو په ترویج سره یې یو مهم ډګر فیسبوک،ټویټر،ټیلګرام  او نورې شبکې ګرځیدلي دي چې د نړۍ له کونج کونج څخه د حق او باطل پلیوني خصوصا ځوانه طبقه په کې بوخت دي او له خپلو معتقداتو څخه د دفاع سنګر پالي.

متمایزه ابتداء

د میډیا ډګر ته په کتنې سره د تیر میلادي کال ابتداء تر پخوا ښه  وه. د تیر کال د جنورۍ په شلمه نیټه مجاهدینو په کابل کې د طلوع ټیلویزیون په کاسټر موټر فدایي بریدوکړ چې په نتیجه کې یي اوه تنه فلمي  دوبله وال ووژل شول او ګڼ نور طلوع خېل ټپیان شول.

په طلوع بریدپه حقیقت کې په افغانستان د خپور دجالي میډیایي ښامار په کوپړۍ برید و چې تاو یي آن تر ارګ او حتی د اروپا تر فکري او سیکولر کلتوري مراکزو ورسید.د طالبانو دغه اقدام په پراخه کچه  استقبال شو او افغانانو ددغه بهیر د تداوم غوښتنه وکړه.

وایي ( یو مړ کړه سل پرې وویروه) ښایي د همدې  برید پایله به وه چې تیر کال د کابل په ټیلویزونونو او واټونو کې دپخوا په شان  بربنډ او شرموونکي حرکات ډیر ونه لیدل شول. رومي رقصونه، د واټ د سر کنسرتونه او د ډمتوب او فحشاء نور پروګرامونه چې پخوا د هرې ورځې خبره وه تیر کال ډیر تر سترګو نه شول . خو  د طلوع په شان رسنیو له دې برید څخه بشپړ عبرت وانه خیست بلکې  دغه رسنۍ تر اوسه یوازې هماغه تګلاره تعقیبوي چې د امریکایي سفارت یا د خپلو غربي تمویلوونکو لخوا په لاس ورکول کیږي.

د فرهنګي کمیسیون فعالانه کردار او ابتکارات

د اسلامي امارت فرهنګي کمیسیون چې د رسمي کارمندانو شمیر یې محدود اما د فعالیت او مؤثریت ساحه یې خورا پراخه ده تیر کال یې  د معمول نشراتي خدمت تر څنګ  ځیني ابتکارات هم درلودل.

د کمیسیون د معمول فعالیت له جملې د اسلامي امارت د رسنیز تمثیل  یا ویاندۍ برخه یوه مهمه برخه بلل کیږي. د اسلامي امارت ویندویان د پخوا غوندې تیر کال هم  په شپه او ورځ د جهاد خبرونو،اعلامیو او اسلامي امارت د رسمي دریځ په اعلام او نشر بوخت ول.  د جهادي خبر رسولو په برخه کې د فرهنګي کمیسیون خبري نمایندګان د هیواد په ټولو ولایاتو کې فعال وو چې په نظامي پیښو سربیره یې د طبعي،ټولنیزو او نورو مهمو پیښو په اړه هم راپورونه ورکول چې د ویاندویانو لخوا رسنیو ته په رسمي ابلاغ او ارسال سربیره په الاماره ویب پاڼه کې په روزمره شکل په پنځو ژبو هم نشریدل.

الاماره ویب پاڼه چې په پنځو ژبو خبرونې لري ټولو لیکنیزو ، صوتي،ویډیويي  او نورو بیلابیلو برخو یي د کال په اوږدو کې روزمره فعالیت درلود چې هر خبر، اعلامیه، مقاله، څرګندونې،دیني مطالب ، د ورځې خبره او نور دیني، جهادي، فرهنګي، سیاسي او معلوماتي مطالب یې په اجتماعي رسنیو، لکه فیسبوک، ټویټر،ټیلګرام، واټس آپ او نورو شبکو کې هم د رسمي چینلونو له لورې او هم د رضاکاره فعالانو لخوا په بیا بیا خپریدل چې په دې ډول  الاماره ویب پاڼې د اجتماعي شبکو د کاروونکو لپاره د یوې ښې منبع حیثیت درلود او د جهادي رسنیز بهیر په تقویه، اکمال  او جهت ورکولو کې یي اساسي  نقش درلود.

په چاپي برخه کې د اسلامي امارت رسمي نشرات لکه  الصمود عربي مجله، څرک، شهامت او مورچل پښتو مجلې ، حقیقت  دري مجله  او شریعت اردو مجله د پخوا په شان په میاشتني ډول چاپیدې دغه راز  ددې مجلو په سافټ نشر سربیره د دې ټولو مجلاتو کلکسینونه هم په معیاري شکل د فرهنګي کمیسیون لخوا ترتیب او تر ډیره حده توزیع شول.

د ویډیویي نشراتو په برخه کې تېر کال  د هر وخت په نسبت  بی ساری او له ډیرو ابتکاراتو سره مل و، په دې سربیره چې د الاماره، منبع الجهاد، الهجرت او توره بوړه سټوډیو لخوا د اصداراتو بهیر روان و چې په دې لړ کې یادو سټوډیو ګانو خورا جالب  ویډیویي اصدارات مینه والو ته وړاندې کړل. د یادونې اړخ یې دا وو چې سږ کال د اسلامي امارت په ویډیویي اصداراتو کې څرګند ابتکارات ولیدل شول. چې د هغو له جملې یو هم د کمیت په لحاظ د ویډیویي اصداراتو او راپورونو ډیر ښت دی چې نږدې د هرې مهمې فتحې په اړه مستند راپورونه مینه والو ته وړاندې شول. بل هم د کار سرعت دی چې سږ کال د پخوا په نسبت د ویډیویي اصداراتو سرعت زیات وو او دهرې مهمې فتحې ویډیو په حد اقل وخت  کې مینه والو ته عرض کیدله. بله دا چې سږکال  په ویډیویي اصداراتو کې د موضوع په لحاظ هم تنوع ولیدل شوه، د دعوت  او ارشاد، تعلیم او تربیې، بیارغونې،د مجاهدینو اصلاح او تنبیه، له اولس سره د مجاهدینو نږدیکت،بیلابیلو غونډو او نورو مختلفو موضوعاتو په اړه اصدارات اوویډیویي راپورونه ترتیب او نشر شول.

په دې سربیره د اسلامي امارت د ویډیو د برخو کارکوونکي له بریمنو مجاهدینو سره همګام  د جګړې لومړۍ خطوطو ته لاړل، ژوندۍ صحنې یې عکاسي کړې او علاوه له دا چې په لومړي ځل د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د عکاسۍ لپاره له ډرون  الوتکې کار واخیستل شو چې  دښمنان یي له بدې وارخطایي سره مخامخ کړل.

خو په تیرکال او وړم کال کې د فرهنګی کمیسیون تر ټولو ستره کارنامه په دوو په امتحاني مرحلو کې د عامه ذهنیت کنترول او مجاهدین په فکري لحاظ له  عدم اطمینان،تفرق او وسوسو څخه ساتل وو. وړم کال کله چې د اسلامي امارت د مؤسس  مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د وفات خبر اعلان او شهید ملا اختر محمد منصور صاحب  د نوي زعیم په حیث وټاکل شو. نړیوالو او کورنیو رسینو له یوې مخې د مجاهدینو تر منخ د بي باورۍ او تفرق د رامنځته کولو هڅه پیل کړ اود قسماقسم تبلیغاتو ، اوازو او ګنګوسو خپرولو ته یې شروع وکړه.

خو د اسلامي امارت فرهنګي کمیسیون که له یوې خوا د ویاندویانو په توسط په رسنیو کې ددې توطیو شنډولو ته متوجه و له بلې خوا یې  په ویب پاڼو، مجلو او اجتماعي رسنیو کې د مستدلو او قانع کوونکو لیکنو په توسط په روزمره شکل لوستونکو ته ډاډ ورکاوو او د ذهني انتشار مخنیوی اود وسوسو سپیناوی یې کاوو. دغه راز  د اسلامی امارت د زعامت د انتقال په لومړۍ او دوهمه مرحله کې فرهنګي کمیسیون په ډیر سریع عمل سره د اسلامي امارت له نوي زعیم سره دبیعت صوتي او کتبي پیغامونه، د ملاتړ غونډې او د نوې رهبرۍ د قبولیت او شمولیت  په اړه واضح مطالب د ویب پاڼو، اجتماعي شبکو، مخابروي او انټرنیټي راډیو، میموري او ټیلفوني مسیجونو په توسط تر مجاهدینو او عامو خلکو ته رسول چې په دې توګه مجاهدین او عام اولس هره شیبه د پيښو له  واقعي جریان خبریدو او ددښمن د دروغو او وسوسو اچولو مخه نیول کیدله.

په دغه مرحله کې یو ځل د فرهنګي کمیسیون لخوا د اسلامي امارت له نوي زعامت سره د بیعتونو او په دې اړه د تقریرونو څخه متشکله  میموري  نشر شوه او بل ځل د هیواد د لسګونو جیدو علماء کرامو د تقریرونو او تربیوي درسونو څخه جوړه میموري چې  زیات مقدار خورا ارزښتمن صوتي مواد په کې راجمع شوي وو نشر شوه چې د صوتي اصداراتو دغه بهیر د فرهنګي کمیسیون یو بل د پام وړ ابتکار و .

ټولنیزې شبکې ، څه وشول او څه باید وشي؟

لکه وړاندې چې وویل شول حاضر عصر د میډیا او رسنیو عصر دی. میډیا نه یوازې د نظام چلولو څلورمه قوه بلل کیږي بلکې د نظام ټاکلو، نظام ساتلو او عامه ذهنیت ته د رخ ورکولو وسیله هم تر ډیره میډیا ده. مګر میډیا که څه هم چاپي، صوتي،تصویري او نورو برخو ته شاملیږي اما په نن سبا عصر کې تر ټولو مستعمله او اغیزناکه میډیا انټرنیټ او اجتماعي رسنۍ لکه فیسبوک،ټویټر، ټیلګرام،یوټیوب، واټس آپ او نورې دي چې  هر څوک په خپل مبایل کې خبرونه، تحلیلونه، مقالې او د وضعیت په اړه معلومات له همدې لارې ترلاسه کوي.

د نورو برخو غوندې داجتماعي رسنیو په برخه کې اسلامپال او په خاص ډول د قلم او فکر مجاهدین هم ښه فعالیت لري، که څه هم ددغو رسنیو واګې د غربي کمپنیو په لاس کې دي نو ځکه بیا بیا هڅه کوي په دې رسنیو کې د مجاهدینو له فعالیت څخه مخنیوی وکړي اما د اسلامپالو مبارزینو ثبات او استقامت ددې باعث شوی چې په اجتماعي رسنیو کې جهادي او دیني فعالیت ژوندی او فعال پاته شي.

په تیر کال کې د اجتماعي رسنیو رضاکاره مبارزینو د جهاد، دیني دعوت او اسلامي فکر د خپرولو په برخه کې د پام وړ فعالیت درلودلی دی. هغوی د جهاد هر خبر له لازم سرعت او دقت سره  نشر او تر نورو رسولی حتی د کندز، هلمند او ارزګان د فتوحاتو په مهال د اجتماعي شبکو مجاهدین وتوانیدل چې د پيښو ژوندی جریان شیبه په شیبه پوسټ  او د مفتوحه سیمو څخه خبرونه،تصویرونه او ویډیويي مواد خپاره کړي، چې دغه ډول کړنو ددشمن په رواني حالت هم ژور اغیز درلود او دښمن یي له سختي وارخطایي سره مخامخ کاوو.

دغه راز ددښمن لخوا د دروغجنو خبرونو او اوازو په وخت خنثی کول، د بي بنیاده خبرونو سپیناوی او مجاهدینو ته په هره موضوع کې اطمینان او وضاحت وړاندې کول هم د اجتماعي رسنیو د نشراتو مهمه برخه وه.

خو ددې لپاره چې په راتلونکې کال کې په اجتماعي رسنیو کې جهادي فعالیت نور هم منظم،مؤثر او معیاري شي له خپل جانبه لاندې څو وړاندیزونه درسره شریکوم.

۱ــ په ټولنیزو شبکو کې رسنیز فعالیت ته باید هر کارکوونکی د یوه مهم کار او اغیزناک عمل په حیث وګوري. د تبلیغاتي جهاد برخه یي وبولي. نیت یي باید تظاهر، ځان ښودل ، شهرت، سرګرمي او یوازې ذوقي مشغله نه وي بلکې د الله تعالی د دین خدمت، د دیني فکر نشر، د جهاد او مجاهدینو څخه دفاع او  بالاخره د حق احقاق او د باطل ابطال وي.

۲ــ د فعالیت لپاره باید معلوم مهالویش او کوټلی پروګرام جوړ شي. فیسبوک او بلې شبکې ته له راتګ مخکې باید په دې فکر وکړو چې نن باید څه نشر کړم؟ کوم او څومره وخت فعالیت وکړم؟ ددښمن کومه اوازه رد او خنثی کړم؟ د مجاهدینو له کومې کړنې باید دفاع وکړم؟ دغسې برنامه راسره مرسته کوي چې فعالیت مو لږ وخت مصروف او ډیر اغیز ورباندې مرتب شي.

۳ ــ که څوک په مجاهدینو اعتراض یا انتقاد لري، باید د کمنټ، یا شخصي مسیج له لارې هڅه وکړو چې شک او ناسم پوهاوی یي رفع کړو. انتقاد ته باید په بشپړ ادبي ډول ځواب ورکړو او حق روښانه کړو. د انتقاد په مقابل کې بې معنی خبرې، پوچ ویل اوښکنځلې بې له دې چې زموږ په کمزورۍ او دلیل نه درلودلو  دلالت وکړي بله ګټه نلري.

۴ ــ  که کوم ملګری د مجاهد او مسلمان له نوم نه په استفاده ناسم فعالیت کوي، ښکنځلې او پوچ ویل کوي. باید چې په ډیره صمیمیت او هوښیارۍ یې پوه کړو او ورته ووایو چې ستاسو دغه کار زموږ د اخلاقي او مهذب منهج اعتبار ته زیان رسوي.

۵ ــ مبارز ملګري که خپله معیاري لیکنه نه شي کولای نو د عبث خبرو او نه فعالیت په ځای دوی کولای شي له هغو مطالبو چې په الاماره او نورو جهادي پاڼو کې خپریږي پراخه استفاده وکړي. بیا بیا یي نشر کړي او تر ټولو یي ورسوي.

۶ ــ  او په پای کې باید ووایو چې د ټولنیزو شبکو ترویج قلمي او فکري جهاد زموږ  تر لاس پورې رارسولی دی. له دې فرصت نه هر څوک که په هر موقعیت کي وي، هغه که مجاهد، دوکاندار، تجار یا د هر کسب والا وي استفاده کولای شي دوی دې د عبث وخت تیرولو په ځای ښې خبرې نشر کړي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې ښه خبره صدقه ده . دغه راز په یوه نوع باید په دې جهاد کې شرکت وکړي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي څوک چې نه عملا جهاد وکړي اونه د جهاد ارمان او ارزو وکړي  دغسې کس به دنفاق په مرګ مړ کیږي.

نو باید په یوه ډول خو په جهاد کې شرکت وکړوکه څه هم قلمي او تبلیغاتي جهاد وي. خو له دې ټولو سره سره باید د فیسبوک او نورو رسنیو له ضرر څخه هم ځان وساتو چې لوی ضرر یي دوخت ضیاع ده ځکه وخت د الله تعالی نعمت دی او له موږ سره به یې د هرې شیبې حساب کیږي.