افغانستان په تېر کال کې، یو ځغلنده نظر

لیکنه   :  عزام افغان دافغانستان په روان پنځلس کلن جهادي بهیر کې ۲۰۱۶  دښمن ته تر ټولو خونړی کال ثابت شو، په ټول هیواد کي دښمن له خورا سختو ځپونکو بریدونو سره مخ و،  باداران او اجیر مرېیان یې ټول بګېل او په خورا مرال بایللي حالت کې یې قرار درلودآن چې له ارګ […]

لیکنه   :  عزام افغان
دافغانستان په روان پنځلس کلن جهادي بهیر کې ۲۰۱۶  دښمن ته تر ټولو خونړی کال ثابت شو، په ټول هیواد کي دښمن له خورا سختو ځپونکو بریدونو سره مخ و،  باداران او اجیر مرېیان یې ټول بګېل او په خورا مرال بایللي حالت کې یې قرار درلودآن چې له ارګ څخه نیولې تر سپيني ماڼۍ پوري ټولو په روانه ژبه دا اقرار وکړ چې له طالب ځواک سره د ډغري وهلو توان نورنه لري .
په لاندي څو کرښو کې یو ځغلند نظر دهیواد پر څو مهمو پېښو او سترو بریاو کوو ،چې دابه د “مشت نمونه از خروار”له قبیل څخه وي .
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا په ۲۰۱۶ کال کې دمجاهدینو تلفات ددښمن دتلفاتو شپږ سلنه ؤ او دمجاهدینو له لوري پر دښمن ټول ټال حملې ۹۱۵۳وې  چې پکښي ۲۶۶ راغلو داړه مارانو خپل سرونه او ارمانونه وخوړل. په دغو بریدونو کي ۱۷۵۳۹ تنه اجیر او کرايي جګړه ماران وژل شوي، شاوخوا ۳۴۰۰ موټر او شوبلي یې د طالبانو بوشکو او تندریزو ګزارونو خوړلي او ۲۸ چورلکي او نوري طیارې یې رانسکوري شوي دي .
د ۲۰۱۶ کال د خونړیو جګړو له شاهدانو څخه یو د کندز ولایت ؤ چې د ۲۰۱۵ کال د فتحي په څير ددې ښار یو ځل بیا فتحه کېدل د مجاهدینو له لویو سوبو څخه وه ، په ټول ولایت کې دښمن دومره په زبون حالت کې ؤ چې بیخي یې دمجاهدینو سره دمخامخ کېدو توان هم نه درلوداو هرځای یې ځان ته د پټېدلو ځای لټاوو . د یرغلګرو څخه د بمباریو په غوښتلو سره به یې د ړندو بمبارونو قربانیان اکثره بې طرفه او مظلوم ولسي وګړي ؤ . مجاهدینو د دښمن د هوایې او توپچي بریدونو سره سره په خورالوړه روحیه خپل جهادي مقاومت ته دوام ورکاوه . د وارخطا نظام له لوري دکومک لپاره ورتلونکي بې روحیه اجیران یې  په بغلان ولایت کې دغازيانو ګوزارونو راګیرکړل او ځمکه یې پرې سره تبۍ کړه . دیاد ولایت په دهنه غوري،نهرین آن تر مرکزپلخمري پوري مجاهدینو سيمي تصفیه کړې، د ښمن یې شړلی، خلګ یې په ډیرو سیمو کي د کابل رژیم د ایله جارو وسله والو له شر او شوره خلاص کړي او امنیت یې تامین کړی دی. مجاهدینو په مفتوحه سیمو کي خلګو ته ډاډمن ژوند برابر کړی، خلګ په اطمینان سره خپلي ورځنۍ چاري پر مخ بيايي، زراعت او تجارت نسبتا په ښه ډول روان  دی، خلګ د دښمن د کنټرول لاندي سیمو په نسبت د مجاهدینو تر واک لاندي سیمو کي له ژوند څخه ډير راضي او خوشحاله دي.
د توندو جګړو شاهد اروزګان هم سږکال دغزا په لومړیو صفونو کې ځای ونیو،غازیانو طالبانود محاصرې حلقه پرې راتنګه کړې، آن وتوانېدل چې د ولایت مرکز ترینکوټ ته داخل شي ؛ډارن دښمن په   مرکزي ودانیو او د ځينو ولسوالیو په چاردېوالۍ کې دپلنو سیمټي دیوالونو ترشا خپل ځانونه خوندي کړي او حواس یې په بشپړه توګه بايللي، د ولس په تندي کې د خوښۍ کرښي له ورایه ځلېدې او دمجاهدینو ازادانه تګ راتګ او د انسانیت دتقاضې مطابق چال چلند پرې د خوشحالیو آبشارونه شیندل .
په هیواد کې دصلیبي یرغلګرو لپاره خونړی پېژندل شوی ولایت هلمند هم هیڅکله په سیالي کې له چا کم نه دی پاتي شوی ؛ هلته خو ددښمن حالت بس دلیدلو قابل ؤ؛شاوخوا ټولي سیمي او ولسوالۍ په کامله توګه د سر سپارلو مجاهدینو له لوري فتحه شوي آن مجاهدین د لښکرګاه ښار ته د اخل او د ښار ځیني حوزې يې ونیولې، جګړې دومره زور داره وې چې تش په نامه قهرمانانو یوه پښه به ترهلمنده او بله تر کابله وه چې څه وکړي او په تشو اوتو بوتو او دروغو به یې بګېل او کرایه شوو مزدورانو ته د ډاډ ورکولو هڅه کوله مګر دا یې نوبیا کله په توان کې ؤ؟!!
ددې ترڅنګ دهیواد په مختلفو ولایتونو کې دومره ولسوالۍ،قرارګاوي  او بې شمېره پوستې فتحه او کاملا دمجاهدینو لاس ته ولوېدې چې په نامه اورېدلو سره یې د انسان په سینه کې دخوښۍ احساسات په څپو کیږي . د ګډوله  ادارې نامتو جګړه ماران او د دوی ویاړلي قومندانان ټول له شرمونکو ماتو سره مخ شول، مجاهدینو په ټول هیواد کي د خپل واک ساحې نورې هم پراخې کړې او په ډیرو سیمو کي يې  د دښمن وجود تر ځانګړو چاردېوالیو را ایسار کړ.
دا دالله تعالی له ستري لوریني او کامل نصرت پرته بل هیڅ نشو بللی ، له الله تعالی څخه غوښتونکي یو چې راتلونکی کال هم دبریاؤ او ددښمن دسخت ځپلو کال وي او د سږ په څیر مو آینده هم دبخت ستوری پر افق وځلیږي