په ټرويکا پلس غونډه کې چې پرون په دوحه کې وشوه د افغانستان اسلامي امارت سياسي مرستيال او د سياسي دفتر رئيس محترم ملا برادر آخند د مختصرې وينا متن

بسم الله الرحمن الرحیم د مجلس محترمو ګډونوالو ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته خوښ یم چې نن د خپل ګران هېواد د ستونزو د هواري په موخه په دې مجلس کې سره را ټول یو، ټولو ته ښه راغلاست وایم، او له ټولو مننه کوم چې زموږ د هیواد د ستونزو د هواري په […]

بسم الله الرحمن الرحیم

د مجلس محترمو ګډونوالو ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
خوښ یم چې نن د خپل ګران هېواد د ستونزو د هواري په موخه په دې مجلس کې سره را ټول یو، ټولو ته ښه راغلاست وایم، او له ټولو مننه کوم چې زموږ د هیواد د ستونزو د هواري په اړه دلته راغلي یاست:
زه نه غواړم ډېرې تفصیلي خبرې وکړم، ځکه په پروني مجلس کې تفصیلي خبرې شوې دي، په مختصر ډول لاندې ټکي ضروري او د یادولو وړ بولم:
۱ – موږ د خبرو اترو له لارې د ستونزو هواري ته ژمن یو، او دا مو عملا ثابته کړې ده، له امریکا سره خبرې او یوې نتیجې ته رسیدل او بیا بین الافغاني مذاکرات پیل کول یې ښکاره او واضح دلیل دی. تر دې مخکې زموږ له خوا د سیاسي دفتر جوړول ددې دلیل دی چې غواړو د تفاهم له لارې د ستونزو هواری را منځ ته شي.
۲ – د کوم څه لپاره چې موږ مبارزه پیل کړې ده، هغه دوه لوی اهداف دي، د هیواد استقلال او آزادي چې نور د پوره کیدو په حالت کې دی. – ان شاء الله – او د ولس د ازرښتونو سره سم خپلواک إسلامي نظام را منځ ته کول، چې د ټول ولس غوښتنه ده، او له څلوېښتو کلونو راهیسې یې د همدې هدف لپاره زیاتې قربانۍ ور کړې دي. له دې اهدافو څخه موږ نه شو تیرېدلی او نه تیریږو.
۳ – موږ د قدرت د انحصار نه غواړو، بلکې داسې یو افغان شموله مرکزي اسلامي نظام رامنځ ته کول غواړو، چې د ملت هر قشر پکې د اهلیت په أساس د خدمت فرصت ولري. له هر ډول فساد څخه پاک وي، ټول هیوادوال د قانون په وړاندې یو ډول وي، هېڅوک له قانون څخه لوړ نه وي.
۴ – موږ نړیوالو اصولو، د بشر حقوقو، د اقلیتونو حقوقو، د ښځو حقوقو د بیان آزادۍ او هیواد والولو ټولو حقوقو ته د إسلامي اصولو او د هیواد او ولس د علیا منافعو په رڼا کې پوره ژمنتیا لرو.
په ځانګړي ډول باید ووایم چې ښځې د تعلیم حق لري، د کار حق لري، د ملکیت او تجارت حق لري، إسلامي امارت به د إسلامي اصولو او ملي منافعو په رڼا کې د هغوی ټول حقوق تضمینوي، همدا رنګه د اقلیتونو حقوق هم. په دې اړه باید څوک تشویش ونه لري، او د تبلیغاتو قرباني نه شي.

۵ – متاسفانه له شلو کلونو راهیسې په موږ پسې زهرجن او درواغجن تلیغات شوي، او لا روان دي، بلکې اوس یې نور زور هم پسې اخیستی، زموږ غوښتنه له ټولو څخه دا ده چې باید حقایقو ته وګورو، له موږ سره د واقعیتونو په رڼا کې چلن وکړي، نه د دښمن د تبلیغاتو له مخې.

۶ – د أفغانستان إسلامي امارت یو واقعیت او د أفغان ولس نماینده نظام دی، چې باید په همدې نظر ورته وکتل شي. او دا ټولو ته ثابته ده چې په أفغانستان کې یوازې إسلامي امارت دی چې امنیت یې راوستلی، او نور به یې هم راولي. د ولس لپاره که خدمت کوي هم همدا إسلامي امارت به وي، نور خو تاسو ټولو په دې شلو کلونو کې تجربه کړل، دوی ته خپلې شخصي ګټې مهمې دي. د ولس او هیواد پروا نه لري. له نړیوالو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې باید ددغو واقعیتونو په رڼا کې د أفغان ولس د ستونزو د هواري لپاره کار وکړي.
۷ – کابل ادارې مشران سوله اوآرامي نه غواړي، هغوی ته خپل منافع مهم دي. د بین الافغاني مذاکراتو له پیله یې د سولې او مذاکراتو په وړاندې په لوړه کچه تبلیغات پیل کړي چې تاسو ټولو ته ښه معلوم دي. د بندیانو د خلاصون پروسه یې شپږ میاشتې وخڼدوله، په طرز العمل کې یې درې میاشتې وخت ضایع کړ. اوس هم په مختلفو بهانو وخت ضایع کوي. لومړی یې ویل چې موږ وسیط نه غواړو، موږ ور سره ومنله.
اوس یې د وخت د ضایع کولو په موخه دا موضوع بیا را پورته کړې، موږ چې تر کومه ځایه ممکنه ده ور سره منلې. چې وسیط به د ضرورت په وخت کې مرسته کوي، تر څو چې موږ خپل مشکل په خپله حل کولی شو، په مجالسو کې د وسیط ګډون ته ضرورت نشته. کله چې ضرورت پېښېدو بیا به راځي، او هغه موږ داسې مناسب ګڼلی چې که په دریو ناستو کې توافق ته نه رسیدو بیا به وسیط په ناستو کې د مشکل د حل په موخه ګډون کوي.
ټولو ته واضحه ده چې موږ د مذاکراتو او د سولې دخبرو د پرمختګ او د حسن نیت لپاره په لوی اختر کې عملا درې ورځې خپل عملیات متوقف کړل، که څه هم چې اعلان مو نه کړل، تر درې سوو پورې بندیان مو آزاد کړل. خو کابل ادارې ددې پر ځای چې یو ګام دوی هم اخیستی وای، بر عکس د جنګ اعلان یې وکړ، د جنګ او جګړې شعارونه یې پورته کړل، چې عکس العمل ته یې زمینه برابره کړه. د تاسف خبره دا ده چې نړیوال د کابل ادارې د جنایتونو او د جنګ د اعلان په اړه پټه خوله دي. باید په دې اړه خپل مسئولیت ادا کړي.

۸ – د اوسني وضعیت مسئولیت په حقیقت کې د توافقنامې پوره نه عملي کیدو ته ور ګرځي، د ځواکونو وتل د توافقنامې خلاف له خپل ټاکل شوي وخت څخه وځنډول شول، تور لیستونه لا هم پر خپل ځای دي، زندانیان لا هم په زندانونو کې دي، د توافقنامې له مخې دغه دوه موضوعات باید اوس وختي حل شوې وای.

۹ – موږ د وضعیت د ښه کیدو د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره وخت په وخت خپل مسئولیت ادا کړی، چې تر ټولو ښه نمونه یې د درې میاشتني اور کم خبره ده، خلیلزاد صاحب او د پاکستان استازي شاهدان دي، چې موږ له توافقنامې جلا د یو درې میاشتني اور کم په اړه ډېرې خبرې وکړې، هلته موږ بار بار وویل چې موږ به د ولایاتو په مراکزو حملې نه کوو، د ولسوالیو د سقوط عملیات به نه کوو، استشهادي عملیات به نه کوو، لوی تهاجمي علمیات به نه کوو، البته په مقابل کې به د توافقنامې هغه بندونه چې لا نه دي عملي شوي هغه به عملي کېږي، مګر متاسفانه چې دغه وړاندیز چا و نه مانه، که دا وړاندیز منل شوی وای اوس به تر ډېره مشکلات حل شوي وای.
دا سمه ده چې په درې میاشتني اور کم به مسئله نهايي حل شوې وای یا به نه وای حل شوې، خو دا یقیني ده چې دغه درې میاشتنی اور کم یو ښه پرمختګ وای، که دا په صحي شکل عملي شوای وای کیدای شوای د ستونزو هواري ته یې نوره لاره هواره کړې وای. ځکه ټول کارونه یو په یو نه کېږي، مشکلات په تدریجي ډول حل کېږي.

۱۰ – یوه بله لویه تخطي چې لا هم روانه ده، د امریکا هوايي حملې دي، چې د ټولو اصولو خلاف عمل دی، موږ ټولې نړۍ خصوصا امریکا ته ډاډ ور کړی چې هېڅ فرد او ډلې ته به اجازه نه ور کول کېږي چې د أفغانستان خاوره د کوم هیواد د امنیت پر ضد استعمال کړي. مګر د امریکایانو بمبار چې هم د توافقنامې خلاف عمل دی، او هم د نورو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی لا هم جریان لري، موږ ډېره حوصله کړې، که دغه عمل و نه درول شي یقینا چې مشکلات به نور هم زیاتېږي او پراخېږي، زه دلته په ډاګه وایم چې بیا به مسئولیت د هغه چا پر غاړه وي چې د ټولو اصولو خلاف عمل کوي. نه امریکا دا حق لري او نه بل کوم هیواد چې زموږ په ملک کې بمبارۍ وکړي، زموږ خلک ووژني، عامه تاسیسات مو وران کړي، کلي او کورونه مو وران کړي.
د أفغان ولس سرنوشت به خپله افغانان ټاکي، موږ په دې اړه د نړیوالو مبثت رول ته د قدر په سترګه ګورو، او د هر چا مشورې او نظرونه اورو، البته، بهرنیو مداخلو ته اجازه نه ور کوو، او نه باید څوک زموږ په چارو کې مداخله و کړي. دا حق هېڅوک نه لري چې له بهر څخه پر موږ یو شی تحمیل کړي. یا د یو لوري پر خلاف له بل لوري سره ودرېږي.
۱۱ – په پای کې باید ووایم چې زموږ ولس له څلوېښتو کلونو راهیسې ځوریدلی دی، له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، موږ له ټولو نړیوالو خصوصا له تاسو څخه غواړو چې زموږ د هیواد په بیا رغاونه او د ولس د خدمت لپاره هر ډول مرستې او همکارۍ وکړئ، خصوصا په صحي او تعلیمي برخو کې.
په پای کې له ټولو ګډوانوالو څخه یو ځل بیا مننه کوم چې زموږ د هیواد د ستونزو د هواري لپاره دلته سره را غونډ شوي دي.