غزه کې د وروستیو تحولاتو په هکله د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نژدې څاري او د دغسې پېښو رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي. […]

‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نژدې څاري او د دغسې پېښو رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي.
‏اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د ازادۍ او د خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخی او قانوني حق څخه چې باید د فلسطین په تاريخي خاوره مستقل هېواد ولري خپل ملاتړ اعلانوي. له اسلامي هېوادونو،‏د اسلامي همکاريو له سازمان، نړېوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې په سيمه کې اغیز لري غوښتنه کوي چې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له خوا پر فلسطیني بېګناه ولس د تاوتريخوالي مخه ونیسي، او دفلسطين دقضیې دحل لپاره چې فلسطينيانو ته پکې خپل مشروع حق ورکړل شي لاس پکار شي.