د چین-افغانستان-پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې ګډه اعلامیه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د چین دولتي سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر چِن ګانګ او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ۲۰۲۳ کال د می په ۶ مه نېټه په اسلام اباد کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د […]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د چین دولتي سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر چِن ګانګ او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ۲۰۲۳ کال د می په ۶ مه نېټه په اسلام اباد کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ پنځمه ناسته ترسره کړه.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې په ټینګار وکړ چې یو سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د سیمې په مشترکه ګټه دی، د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره یې د درې اړخیزو همکاریو پر ډېر اهمیت ټینګار وکړ. درې واړه خواوو هوډ وکړ چې د متقابل درناوي، مساوي مشورو او متقابلو ګټو پر بنسټ په امنیتي، پراختیايي او سیاسي برخو کې خپلې همکارۍ لا ژورې او پراخې کړي.

درې واړو خواوو د هغو امنیتي ننګونو سره د مقابلې پر اړتیا تأکید وکړ چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او د ټولې سیمې پر ثبات او اقتصادي هوساینې مستقیمه اغېزه کوي.

درې واړو لوریو د امنیت، سازمان شویو جرمونو، د نشه یي توکو د قاچاق او نورو برخو کې د همغږۍ او همکارۍ هوکړه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دوه اړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې کړي او اړوندو هېوادونو ته په دې برخه کې لازم تجهیزات، وسایل او تخنیکي مرستې برابرې کړي.

درې واړو لوریو د دې پر ضرورت ټینګار وکړ چې هیڅ فرد، ډلې یا ګوند، د تحریک طالبان پاکستان او شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول او نورو ته اجازه نه ورکوي چې د کوم لوري قلمرو د سیمې امنیت او ګټو ته د زیان رسولو او ګواښلو لپاره وکارول شي، یا ترهګریز فعالیتونه او کړنې ترسره کړي. درې واړو لوریو د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د مخنیوي او د افغان سولې، ثبات او بیارغونې ته د ودې ورکولو پر ضرورت هم ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو د رامنځته کولو پر اړتیا باندې د ټینګار په ترڅ کې، ټولو لوریو د افغانستان د اقتصاد د بیا ژوندي کېدو د حقیقي لارو د لټولو پر اهمیت تأکید وکړ. په همدې موخه، ټولو وزیرانو موافقه وکړه چې د افغانستان د بیارغونې، صنعتي کولو او د کار پیدا کولو په هدف د درې اړخیزې پانګونې د امکاناتو د لټولو په برخه کې د لا زیاتو مرستو په اړه غور وکړي.

د افغانستان له خلکو سره د یووالي په څرګندولو سره، درې واړو خواوو د بشري عملیاتو لپاره د ملاتړ د تشو پوره کولو په شمول د افغانستان له خلکو سره د دوامداره او بیړنیو بشري مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ. وزیرانو ټینګار وکړ چې د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه ملاتړ باید له هر ډول سیاسي ملحوظاتو لرې پاتې شي.

درې واړو لورو د سیمه ییز اتصال د مرکز په توګه د افغانستان له ظرفیت څخه په بشپړه توګه د ګټې اخیستنې په اړه خپل هوډ یو ځل بیا تکرار کړ. د یو کمربند او یوې لارې د نوښت (BRI) تر چتر لاندې د درې اړخیزو همکاریو د لا پراختیا او په ګډه د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته د غځولو په اړه په خپلو ژمنو بیا تأکید وکړ. ټینګار یې وکړ چې د موجوده پروژو اهمیت لکه CASA-1000، TAPI، ټرانس-افغان ریل پټلۍ او نور به سیمه ییز اتصال پیاوړی کړي او د دې سیمې د وګړو اقتصادي وده او سوکالي به تضمین کړي.

درې واړو خواوو په زیربناوو کې د “سخت اتصال” او په نورمونو او معیارونو کې “نرم اتصال” ته د ودې ورکولو په اړه ټینګار وکړ، دغه راز یې د خلکو د تګ راتګ او د دریو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو په اړه د نورو کړنو په لټولو هم تأکید وکړ. درې واړو لوریو د ګوادر بندر له لارې د ټرانزیټي سوداګرۍ پر پراختیا موافقه وکړه.

د موجوده درې اړخیزو همکاریو په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره، درې واړو خواوو هوکړه وکړه چې د تبادلې او روزنې پروګرامونه پرمخ بوځي او د چین-افغانستان-پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو عملي همکاریو پروژې د لیست له مخې چې خارجه وزیرانو تایید کړ د وګړو ترمنځ د تبادلې پیاوړتیا.

درې واړو خواوو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د متقابلو ګټو په برخو لکه د اقتصادي پراختیا، ظرفیت لوړولو او د ژوند د ښه والي په برخو کې همکارۍ ته دوام ورکوي. ښکېلو وزیرانو موافقه وکړه چې د کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ، ظرفیت جوړونې، د سرحدونو مدیریت او داسې نورو برخو کې به همکاري پیاوړې کړي.

ښکېلو وزیرانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان لوري سره رغنده تعامل وکړي. دوی په دې برخه کې د افغانستان د موقت حکومت سره د خبرو اترو او رغنده ښکیلتیا د پراختیا په برخه کې د مختلفو میکانیزمونو او فارمټونو د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د غونډې په شمول د نورو هڅو ستاینه وکړه. درې واړو خواوو همدا راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د نشه یي توکو پر وړاندې په اغېزمنه توګه د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي او د خپلواک او دوامدار پرمختګ لپاره د دې ظرفیت د لوړولو لپاره بدیل کښتونه جوړ کړي.

درې واړو خواوو له اړوندو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان پر وړاندې خپل یو اړخیز بندیزونه لرې کړي او د افغانانو په ګټه دې بهر کې شته شتمنۍ بېرته ورکړي او په افغانستان کې دې اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لپاره زمینه برابره کړي.

د ښځو د حقونو او ګټو د درناوي او ساتنې په برخه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د پرله پسې ژمنو په پام کې نیولو سره، درې واړو خواوو په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان د بیارغونې او پراختیا ملاتړ وکړي او له افغانستان سره د حکومتولۍ په ښه کولو او ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته وکړي. ترڅو د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغاني ټولنې د ټولو برخو د اساسي حقونو او ګټو په اغیزمنه توګه ساتنه وکړي.

ټولو وزیرانو د ميليونونو افغان کډوالو د کوربه توب له امله د ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا د پاکستان له سخاوتمندانه مېلمه پالنې مننه وکړه او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د کډوالو په باعزته راستنېدو او ادغام کې له دغو هېوادونو او افغانستان سره لازمې مرستې او ملاتړ وکړي.

د عمومي رئيس په کچه د عملي همکاريو ډيالوګ په ګډون، درې واړو لوریو هوډ وکړ چې د درې اړخيزو همکاريو ميکانيزم ته دوام ورکړي او د نږدې ښه ګاونډيتوب او مشارکت اړيکې ټينګې کړي.

چین او افغانستان د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې د بریالۍ تنظیم او د هغوی د تودې مېلمنه پالنې له امله له پاکستان څخه مننه وکړه.