د ملګرو ملتونو د نشيي توکو سره د مبارزې دفتر د راپور په اړه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د نشیي توکو سره د مبارزې دفتر ۲۰۲۳ کال نړیوال راپور چې تازه خپور شوی او په ځینو برخو کې یې په افغانستان کې د نشه يي توکو‏کښت، تولید او قاچاق ته اشاره شوې؛ خپل دريځ په لاندې توګه وړاندې کوي: په یاد راپور […]

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د نشیي توکو سره د مبارزې دفتر ۲۰۲۳ کال نړیوال راپور چې تازه خپور شوی او په ځینو برخو کې یې په افغانستان کې د نشه يي توکو‏کښت، تولید او قاچاق ته اشاره شوې؛ خپل دريځ په لاندې توګه وړاندې کوي:

په یاد راپور کې په افغانستان کې په نشيي توکو د کښت، تولید او قاچاق بندیز خورا موثر بلل شوی چي حتی په نړیوال مارکیټ یې اغیز غورځولی، تائیدوي او زیاتوي چې په هیواد کې د تریاکو کښت صفر ته را ټیټ شوی، په داسي حال ‏کي چې په تېرو څو لسیزو کې تېر رژیمونه او نړیوال ملاتړي یې له ټولو امکاناتو سره سره په بندیدو یا کمېدو ونه توانېدل، په حقیقت کي د اسلامي امارت په ژمنتیا، نظم او تسلط دلالت کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې ذکر شوې ادعا چې ګواکې په افغانستان کې د میتافیتامین تولید، ‏او له افغانستان څخه یې نړیوال مارکیټ ته قاچاق لوړ شوی دی، ناسمه او له حقیقت څخه لیرې بولي.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې د نشيي توکو د کښت، تولید او قاچاق په وړاندې په جدي مبارزه ټینګار کوي؛ له نړیوالې ټولنې څخه غواړي څو له افغانستان سره د نشيي توکو سره د مبارزې، بدیل معیشت،
‏د معتادینو په تداوۍ او افغانستان ته د مخدراتو د تورید د مخنیوي په برخو کې مالي او تخنیکي مرستي وکړي.

‏د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د نشيي توکو سره د مبارزې موضوع د ټولو هیوادونو لپاره یوه مشترکه ننګونه بولي او په اړه یې همغږي اړینه ګڼي، د نړیوالو سازمانونو سره هر ډول همکاریو او رغنده خبرو ته چمتو دی.