د داعش په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د راپور په غبرګون کې د ا.ا.ا. د ویاند څرګندوني

د ملګروملتونو په امنیت شورا کې سفیرانو ته په اصطلاح د تروریزم پر وړاندې د مبارزې دوو جګپوړو چارواکو د داعش لخوا له نړي او افغانستان څخه ګواښونو په اړه معلومات ورکړل شول، چې پکې زموږ په هېواد کې د شلو ډلو شتون، د وسلو د پراختیا او د داعش د عملیاتي وړتیاوو د زیاتوالي […]

د ملګروملتونو په امنیت شورا کې سفیرانو ته په اصطلاح د تروریزم پر وړاندې د مبارزې دوو جګپوړو چارواکو د داعش لخوا له نړي او افغانستان څخه ګواښونو په اړه معلومات ورکړل شول، چې پکې زموږ په هېواد کې د شلو ډلو شتون، د وسلو د پراختیا او د داعش د عملیاتي وړتیاوو د زیاتوالي ادعاوې بیا تکرار شوې.
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا دغه بې بنسټه تورونه ردوي او په داسې حال کې چې په دې ډول مسایلو کې د شفافي ښکیلتیا غوښتنه کوي، څرګندوي چې په تیرو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات تر سره کړي چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي.
هر هغه څوک چي دا ډول بي بنسټه ادعاوي کوي یاخو یې معلومات کم دي او یا هم په دې ډول پرو پاګند سره ځپل شوي داعش ته مورال ور کوي او په سیمه کي بي ثباتي ته لمن وهي.
دا چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه صفر ته نږدې شوي او بیا هم یو نړیوال سازمان دا ډول بې سنده او منفي پروپاګند خپروي او په اړه یې ثبوت هم نشي وړاندې کولای، د یاد سازمان حیثیت تر سوال لاندی را ولي.
په عین حال کې، موږ له دې سره موافق یو چې په افغانستان باندې د ملګرو ملتونو او نورو طرفونو یو اړخیز بندیزونه، د شتمنیو کنګل کېدل د بشري وضعیت د ستونزمن کیدو اصلي لامل دی چې د عامو افغانانو په ژوند یې ناوړه اغیز کړی چې د سیمه یز ثبات په خاطر د دې وضعیت د بیړني بدلون غوښتنه کوو.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۵/۲/۱۰ھ ق
۱۴۰۲/۶/۴ھ ش – ۲۰۲۳/۸/۶م