‏د تورخم دروازې د تړل کېدو په تړاو د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني لوري له خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدامات بولي. د تورخم دروازه وروسته له هغه د پاکستان حکومت وتړله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو داسې مهال ډزې وشوې چې […]

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني لوري له خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدامات بولي.

د تورخم دروازه وروسته له هغه د پاکستان حکومت وتړله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو داسې مهال ډزې وشوې چې افغان ځواکونه د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې چي کلونه وړاندي جوړه شوې وه پر ترميم بوخت وو.

د تورخم لارې تړل د دواړو هیوادونو او سیمې سوداګري اغېزمنولی او د دواړو غاړو عام سوداګر له تجارتي او مالي زیان سره مخ کولای شي.

تر دې وړاندې په بلوچستان ایالت کې د افغان سوداګرو په اینځرو بار لارۍ، چې د واګه بند پر مسیر هندوستان ته پر لاره وه، د پاکستاني پولیسو پوستې ته نږدې وسوځول شوه چي لوی تشویش او بي اعتمادي یې را منځ ته کړه.

همداراز په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر کې د حساس لیست (Sensitive List) په پلمه سلګونه کانټینر بار افغان توکي او موټرې درولي.

متأسفانه د ټولو پخوانیو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د تعهداتو پر خلاف، پاکستانی لوری ډېری وخت د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځ ته کوي او د افغان کرنیزو حاصلاتو او میوو د رسېدو پرمهال په نه توجیه‌ کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان تجارت زیانمنوي، بلکې د وروڼو ولسونو او هیوادونو تر منځ فاصلې زیاتوي، او د ټولې سیمې تجارت او ټرانزیټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

دا چې د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو برسيره په زیات شمیر مسافر ( میرمني، سپین ږیري، او ماشومان) بند پاتې دي په هیڅ ډول د توجېه وړ نه دي.

د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د تفاهم او ديپلوماتیکو خبرو له لارې د مسایلو هواري ته ژمنتیا باندې ټینګار کوي، د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست په نظر کې نیولو سره چې په سیمه کې د تجارت او ټرانزیټ تسهیل یې اصل دی، پاکستاني لوري ته وريادوي چې دغه ډول اقدامات یې د افغانستان او سیمې د سوداګرۍ ترڅنګ د پاکستان ملي اقتصاد، چې اوسني وضعیت کې یې پر صادراتو اتکا لا ډېره ده، هم زیانمنوي.

په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د تجارت، ټرانزیټ او اقتصاد د بهبود په خاطر دغو ستونزو ته د مفاهمې له لارې حل‌لارې ولټوي او اجازه ورنه کړي چې سیاسي او نور مسایل اقتصاد، تجارت او د وګړو ازاد تګ راتګ زیانمن کړي.