د ایراني وزیر څرګندونو ته د هیواد د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

‏د ‎ایران د بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي چې د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته نقل شوي چي حقیقت نه لري او موږ یې ردوو. د افغانستان اسلامي امارت امنيتي ځواکونو هم د اشغال پرمهال او هم د اشغال له پای وروسته د داعش پرخلاف جدي او منظمه مبارزه […]

‏د ‎ایران د بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي چې د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته نقل شوي چي حقیقت نه لري او موږ یې ردوو.

د افغانستان اسلامي امارت امنيتي ځواکونو هم د اشغال پرمهال او هم د اشغال له پای وروسته د داعش پرخلاف جدي او منظمه مبارزه کړې چې په پايله کې يادې ډلې خپله تخريبي وړتيا له لاسه ورکړې ده.

کچیرې ایران هیواد افغانستان ته د داعشیانو اړولو په هکله معلومات لري هیله ده چې شریک یې کړي ترڅو یې د افغانستان امنیتي ځواکونه په اړه لازم اجراات وکړي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان له يادو عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري، د دې‌ پر ځای چې په نورو مسوليت واچول شي، ښه داده چې هېوادونه د خپلو پولو د خونديتوب په برخه کې نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.

اسلامي امارت هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ملي امنيت ته کواښ پيښ کړي او يا هم زموږ خاوره د بل چا په ضد وکاروي.
ایراني چارواکو ته په کار ده چې د افغانستان په اړه د تشویش اچونکو څرګندونو پرځای د دواړو همسایه او دوستو هیوادونو او ولسونو ترمنځ په رغنده اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو تمرکز وکړي