د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د اسلامي امارت د ویاند پرانیستی لیک!

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ! ستاسو د هیواد په سیاسي رهبرۍ کې د تغیر او د مفاهمې د یوه بل فرصت په مهيأ کېدو سره غواړم د افغانستان د روانې جګړې په اړه یو لړ حقائق در سره شریک کړم. په افغانستان کې ستاسو د پوځ لخوا د پیل شوې جګړې پنځلس […]

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ!
ستاسو د هیواد په سیاسي رهبرۍ کې د تغیر او د مفاهمې د یوه بل فرصت په مهيأ کېدو سره غواړم د افغانستان د روانې جګړې په اړه یو لړ حقائق در سره شریک کړم.
په افغانستان کې ستاسو د پوځ لخوا د پیل شوې جګړې پنځلس کلونه پوره شول، دا ستاسو د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده چې لا هم اوږدېږي او دواړو اړخونو ته ځاني او مالي تلفات اړوي.
تاسو چې د امریکا د منتخب ولسمشر په حیث د دې جګړې د هر اړخیز مسؤلیت پیټی په اوږه اخلئ باید په دې هم فکر وکړئ چې بالاخره د دې جګړې هدف څه دی؟ معلومه خبره ده چې جګړه څوک د جګړې لپاره نه کوي؛ بلکې په جګړه سره مشخصو اهدافو ته ځان رسول غواړي.
که ستاسو هدف د افغانستان دائمي اشغال، د دې ولس محکومول، په هغوی د جبر حاکمیت منل او بیا د دې هیواد له ځمکې، فضاء او نورو امکاناتو په استفاده د خپلو ګټو تعقیبول وي؛ نو باید له تېرو تجربو په زده کړه په دې پوه شئ چې دغسې خوب د رښتیا کېدو احتمال نلري.
ځکه د یادې شوې استفادې لپاره به تاسو اړ یاست چې لومړی دلته د خپلو پوځیانو او لاسپوڅي رژیم لپاره د استقرار بستر تیار کړئ او بیا د افغانستان ځمکه او فضاء د ځان په ګټه وکاروئ؛ مګر تاریخي تجربې، د دې هیواد او ولس خصوصیات او له ټولو مهم تېر پنځلس کلونه دا ښوونه کوي چې دلته د بهرنیو ځواکونو ارام او په وړاندې یې د مسلح دیني او ملي مقاومت خاموشه کول یو ناشونی کار دی.
راځئ دا حقیقت په پوره جرأت ومنو چې زموږ ولس په تېرو پنځلسو کلونو کې د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د تاریخ یو کامیابه مقاومت وکړ. په تېرو پنځلسو کلونو کې زموږ له ولس سره د هیڅ هیواد مالي، پوځي، لوژیستیکي او حتی رسما اخلاقي مرسته او ملاتړ نه و.
زموږ د مشروع مقاومت د ماتولو لپاره په اشغال کې د شریکو لسګونو هیوادونو لخوا پوځي، سیاسي، تبلیغاتي او نورې ډول ډول هڅې وشوې، مګر دا چې زموږ جهاد په دیني، انساني ملي او ټولو معیارونو یو مشروع او برحق مقاومت و او زموږ ولس ورباندې د تقدس تر حده ایمان درلود؛ نوځکه زموږ د هیواد اشغالوونکي له هر څومره پوځي برترۍ سره سره ونه توانیدل چې دغه مقاومت خاموشه کړي، تردې چې بالاخره ډیر د یرغل پلوي هیوادونو چارواکي په دې باوري شول چې دوی له کومې یاغي ډلې سره نه؛ بلکې له یوه بشپړ ولس سره په جنګ اخته دي نو ځکه یې حقائقو ته تن کېښود، له اسلامي امارت سره یې د تفاهم او خبرو لړۍ پیل کړه او کرار کرار یې خپل پوځیان له دغې ناروا، بې ګټې او بې هدفه جګړې څخه وایستل.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشره!
افغانان له اته دیرش کلنې جګړې څخه د ځوریدلي ولس په حیث په واقعي معنا د جګړې د پای د رسولو اراده لري؛ خو په دې هم پوهیږي چې که د پخوانیو جګړو عوامل هر څه وو اما د روانې جګړې اساسي عامل زموږ په خپلواک هیواد کې د بهرنیو اشغالګرو شتون دی. د دې لپاره چې نور دغه زموږ او ستاسو د ولس وینه زبیښونکې جګړه پای ته رسیدلې وي پرځای ده چې د دې جغرافیې او جګړې د لا نور پېژندلو لپاره لاندینیو وضاحتونو ته متوجه شئ!
اول: افغانستان د اسیا هغه هیواد دی چې د سیمې په سطحه د خپلواکۍ او ازاد اوسیدلو تر ټولو اوږد تاریخ لري دا چې په دې هیواد تر ټولو ډیر یرغلونو شوي خو بیا هم له ټولو بحرانونو سالم راوتلی او د اشغال او تجزیې په شان خطرونو نه دی متضرر کړی، یو علت یي دا دې چې د دې هیواد خپلواکي، ځمکنی تمامیت او له ملي ګټو دفاع په ډلو، حکومتونو او افرادو نه؛ بلکې په ولس تکیه ده هغه ولس چې د خپل دې تاریخي کور خپلواک ساتل ورته تر اټکل لوړ اهمیت لري او ځان د دې جغرافیې اصلي او بلامنازع مالک بولي.
دوهم: افغان ولس د خپل هیواد استقلال خپل مشروع حق بولي او په دې باور دی چې خپل هیواد په خپله ساتلی اوپاللی شي. زموږ تاریخ په یاد نه لري چې د دې هیواد له ځمکې او هوا دې د کوم بل چا امنیت او ګټې تهدید شوي وي.
زموږ هیواد او ولس د لومړۍ او دوهمې نړیوالو جګړو په مهال بې طرفه و او د هیڅ اړخ سره یې همکاري او ائتلاف نه درلود، زموږ هیواد د سړې جګړې په مهال هم د غیرمنسلکو هیوادونو د سازمان غړیتوب درلود.
دا وېره بې ځایه ده چې څوک زموږ هیواد ته د خپل رقیب د احتمالي ستراتيژیک سنګر په نظر ګوري او یا په لویو لوبو کې د ښکیلتیا شک پرې کوي، موږ غواړو له اوږدو جګړو وروسته په خپل وطن کې د آرامي ساه واخلو او ولس ته ورپېښ زخمونه جبیره کړو، زموږ ولس لکه پرون چې د شرقي ښکیلاک پوځي حضور نه مانه، نن د غربي ښکیلاک پوځي حضور هم نه شي منلی.
دریم: زموږ ولس لکه څنګه چې بل چا ته د ضرر رسولو اراده نلري، له بل چا څخه هم د ضرر قبلول نه شي منلی.
تاسو ته معلومه ده چې زموږ هیواد په اصطلاح ددریمې نړۍ یو نیستمن او وروسته پاتې هیواد دی.
زموږ ولس چې ډیر ځوریدلی یوازینۍ دنیوي سرمایه یې استقلال او خپلواک هیواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې په ډیرو قربانیو راساتلی، زموږ ولس د خپلې دې سرمایې د دفاع لپاره هر وړ قربانۍ ته حاضر دي او د ساتلو لپاره یې له اټکل لوړه بیه پرې کولای شي. موږ د نولسمي پیړۍ په ورستیو او د شلمۍ په لومړیو کې د استقلال خپلولو په هدف له انګریزانو سره له نیمي پیړۍ زیات مقاومت وکړ.
موږ د خپل هیواد د دفاع لپاره د شوروي یرغل په مهال یونیم میلیون سرونه قربان کړل. دې ته په پام سره به دا سوچ بې ځایه وي که څوک فکر کوي زموږ په ولس به خپل پوځي اشغال او حاکمیت په زور ومني او یا د جګړې په اوږدولوبه زموږ ولس ستومانه کړي.
زموږ ولس د خپل حق لپاره جګړه تر ټولو ستر ویاړ او سپیڅلې کارنامه او په دې لاره کې مرګ، مړینه نه؛ بلکې ابدي ژوند بولي.
څلورم: ستاسو تېرو حکومتونو هڅه کړې چې په افغانستان کې د اشغال پر ضد مسلح ولسي مقاومت یو معمولي بغاوت معرفي کړي چې په اصطلاح د څو تنو (ترهګرو) لخوا رهبرې کیږي او ولسي ملاتړ نلري. خو له پنځلس کلنو عیني واقعیتونو او ورځ تربلې پراخیدونکي مقاومت وروسته نور باید هیچا ته په دې کې شک نه وي پاتې چې دغه جنګ د کوم واړه ګروپ یا محدودو افرادو کار نه؛ بلکې په افغانستان کي دټولو میشتو قومونویو سرتاسري ولسي پاڅون دی.
ددې پاڅون مشري د یوه نظام په حیث د اسلامي امارت په لاس کې ده. اسلامي امارت کوم بې پشتوانې ډار اچوونکې جنګي ډله نه؛ بلکې یو منظم او په پخو بنیادونو ولاړ داسې ولسي خوځښت دی چې د جنګ، سیاست او له خپلې داعیې د دفاع لپاره معقوله او د فهم وړ برنامه لري.
اسلامي امارت د خپل هر عمل او عکس العمل لپاره دلیل او منطق لري. همدا لامل دی چې په نړیواله سطحه یې سیاسي اعتبار ورځ تربلې زیاتیږي او د سیمې په هیوادونو سربیره د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو او د ملګرو ملتونو د سازمان په شمول له بیلابیلو جهتونو سره روابط او تفاهم لري.
اسلامي امارت د یوه نظام په توګه د افغانستان په موجوده سیاسي جهتونو کې یوازینی خوځښت دی چې پراخ او هیواد شموله ولسي ملاتړ له ځان سره لري.
د افغانستان په ټولو قومونو کې ژورې ریښې لري، د افغانستان په پنځوس فیصده خاوره بالفعله حاکمیت لري، دیرش فیصده نوره یې یې تر اغیز لاندې او په پاتې شل فیصده چي ستاسي دنظامیانو او کابل ادارې په واک کي ساحه ده د دښمن واک هره شیبه له تهدید سره مخ کولای شي.
همدا لامل دی چې د سیمې او نړۍ ډېر هیوادونه اوس دې نتیجې ته رسیدلي چې د ولسي ملاتړ او سیاسي نظامي بالقوه ځواک په حیث همدا اسلامي امارت دی چې باید د دې هیواد د راتلونکي مسؤل جهت په توګه ورسره تعامل اوتفاهم وشي. ځکه نورې ډلې او افراد ډیری د بهرنیو په ملاتړ رامنځته شوي او په ولس کې کومه پایه نلري.
پنځم: هغه کسان چې په موجوده رژیم کې ستاسو تر حمایې لاندې ځان ته د افغانستان د حکومت عنوان ورکوي، دوی هیڅکله د دې ولس استازي نه دي او نه هم ولس ورباندې باور لري. دغه خلک چې رژیم یې د نړۍ په سطحه هر کال د فاسد ترین نظام لقب اخلي له خپلو شخصي مادي ګټو پرته هیڅ ته هم تعهد نه لري.
خپل هیواد او ولس ته د دوی د غدر یوه بیلګه داده چې د کابل بانک په نوم هغه بانک چې د دې هیواد د غریب کارګر، معلم، کسبګر او بیچاره قشر سپمولي سرمایه په کې راټوله وه، د همدې رژیم د لوړ پوړوچارواکو لخوا چور او په بهرکې پري شخصي اکاونټونه او تجارتونه جوړ کړل.
دې فاسدو چارواکو پر دې سربیره چې د نړیوالو مرستې یې غلا کړې د خپل ولس شتمنۍ یې هم لوټ کړي.
په لکونو جریبه ځمکې یې غصب کړې، په غلا، رهزنۍ، اداري فساد، بد اخلاقۍ، جنګي جنایاتو او مافیایي جرمونو کې لتاړ دي نو ځکه په ولس کې هیڅ اعتبار نه لري او تاسو هم نه شئ کولای له دې زیات هغوی د ټوپک او ځواک په زور پر ولس تحمیل کړئ.
شپږم: زموږ د هیواد، سیمې او حتی نړۍ په سطحه اوس په دې خبره اجماع ده چې د افغانستان جنګ نور د هیچا په ګټه نه دی. موږ د دې جګړې د داسې اړخ په حیث چې جګړه راباندې تحمیل شوې او په هیواد مو پوځي یرغل شوی دا خپل مسؤلیت بولو چې خپل مظلوم او ځوریدلی ولس د جګړې له اوره را وباسو.
په همدې اساس مو تاسو ته دا پیغام دی چې ستاسو د پوځ لخوا پیل شوې یرغلیزه جګړه مهار کړئ او تر دې زیات هڅه مه کوئ چې هم افغانان او هم د امریکایي ولس زامن د دې نه ګټونکې جګړې قرباني کړئ.
په دې ورځو کې د نړۍ ټول تحقیقاتي او د پیښو څارونکي بنسټونه په دې یوه خوله دي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت له مطلق بن بست سره مخ دی. که نور هم امریکايي ځواکونه زموږ د هیواد اشغال ته دوام ورکوي او موږ په خپل کور کې د عزت او خپلواکۍ ژوند ته نه پریږدي؛ نو معلومه خبره ده چې جګړه زموږ مجبوریت او په عین وخت کې مشروع حق دی، اما دا بې هدفه جنګ شاید ستاسو مجبوریت نه وي، په دغسې حالاتو کې د جګړې پیلوونکي لوري په حیث د امریکایي چارواکو مسؤلیت دی چې نور دې تراژیدۍ ته د پای ټکی کیږدي تراژ یدي یې ځکه بولو چې ستاسو د پوځیانو او ستاسو لخوا د تمویلیدونکو ناقانونه ملیشو له لاسه روزانه د هیواد په لراو بر کې زموږ معصوم ماشومان،ښځې او بې ګناه ځوانان وژل کیږي،کورونه،تجارت ځایونه،روغتونونه او کروندي یې له منځه ځي.
ستاسو د پوځ په بې رحمه بمباریو کې د کندز د فاجعې په شان سلامت کلي په ډلییزو قبرونو بدلیږي او د شپنیو عملیاتو او بمبارونو له لاسه افغان ولس تل د ډار او ځور په فضاء کې ژوند کوي.
ستاسو لپاره دا جګړه لکه څنګه چې پوځي او سیاسي لاسته راوړنه نه لري په بشري او حقوقي لحاظ هم د بدنامۍ یو داغ دی چې روزانه په کې ستاسو پوځیان یا تحت الحمایه ټوپکیان د جنګي جرمونو مرتکب کیږي.
د امریکا ولسمشره ! شاید ددې لیک ځینې محتویات ستاسو لپاره ترخه وي،خودا چې واقعیتونه او ملموس حقائق دي نو دا ترخه حقائق باید د هغو ترخو درملو په حیث ومنل شي او وزغمل شي چې مریضان یې د خپل حالت د لا نور وخیم کیدلو له ویرې قبلوي.
د افغانستان داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد
۱۴۳۸/۴/۲۷هـ ق
۱۳۹۵/۱۱/۶هـ ش ـــ 2017/1/25م