د امریکايي اشغالګرو لخوا په ځینو ولایتونو کې د بمبار او یو لړ نورو مسائلو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

امریکايي اشغالګرو ځواکونو وړمه شپه د افغانستان د کندهار ولایت او د هلمند ولایت په ځینو برخو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله يې ملکي خلکو او ځینو مجاهدینوته مرګ ژوبله اوښتې ده. اسلامي امارت دغه وحشیانه بریدونه په ترټولو سختو ټکو غندي، دا د لاسلیک شوې توافقنامې څخه ښکاره سرغړونه ده چې پایلې […]

امریکايي اشغالګرو ځواکونو وړمه شپه د افغانستان د کندهار ولایت او د هلمند ولایت په ځینو برخو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله يې ملکي خلکو او ځینو مجاهدینوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسلامي امارت دغه وحشیانه بریدونه په ترټولو سختو ټکو غندي، دا د لاسلیک شوې توافقنامې څخه ښکاره سرغړونه ده چې پایلې به ولري.
له بلې خوا تیره ورځ د کابل ادارې مشر اشرف غني د خپلو کمانډو ځواکونو په قول اردو کې اعلان وکړ چې د راتلونکو شپږو میاشتو په جریان کې د لویو عملیاتو پلان لري.
اسلامي امارت په دې اړه هم خبرداری ورکوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به په نظامي برخه د هرډول تحول مسئولیت د کابل ادارې مشرانوته راجع وي، د اسلامي امارت مجاهدین به له خپلو سیمو څخه په کلکه دفاع وکړي او د دښمن لخوا د جګړې د دوام په صورت کې به اسلامي امارت صرف په دفاعي حالت کې پاتې نشي.
موږ ویلي وو چې اسلامي امارت اصولي او سولییز دريځ لري، خو زموږ بهرني او کورني دواړه دښمنان د سولې او امن ضد ګامونه اخلي او د جوړجاړي لپاره کومه لیوالتیا نه لري.
د اسلامي امارت د زعیم په اختریز پیغام کې د بلنې، سولې امن او پرمختګ په اړه وړاندیزونه شوي وو، خو په مقابل کې يې د کابل ادارې لخوا د جنګ اعلان ثابتوي چې څوک د پروسو په تخریب پسې دي او څوک دي چې د خبرو او تفاهم له لارې د مسائلو حل نه غواړي.
په دې اړه باید کارپوهان، سیاسي څیړونکي، رسنۍ او نور هیوادوال متوجه واوسي او د عواقبو مسئول اړخ نور وپيژني.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۳/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۱/۵/۱۴۰۰ هـ ش ــ 2021/7/23م