نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په تیرو میاشتو کې په کابل کې په تصفیوي عملیاتو کې د نیول شویو نقلیه وسائطو او نورو اجناسو په اړه که هر څوک د شخصي ملکیت ادعا لري، خبر ورکول کیږي، چې د راتلونکې شنبې ورځې څخه د ۱۴۴۴/صفر المظفر/۶ هــ ق د ۱۴۰۱/سنبلې/۱۲ هـ ش نیټې پورې د پلازمینې کابل پولیسو اکاډمۍ کې […]
په تیرو میاشتو کې په کابل کې په تصفیوي عملیاتو کې د نیول شویو نقلیه وسائطو او نورو اجناسو په اړه که هر څوک د شخصي ملکیت ادعا لري، خبر ورکول کیږي، چې د راتلونکې شنبې ورځې څخه د ۱۴۴۴/صفر المظفر/۶ هــ ق د ۱۴۰۱/سنبلې/۱۲ هـ ش نیټې پورې د پلازمینې کابل پولیسو اکاډمۍ کې د معتمدینو کمیسیون ته چې ۱۵ ورځې د عرائضو د اوریدو له پاره هلته حضور لري، مدعي شخص دې په خپل مدعی بها مال باندې د خپل ملکیت ټول مثبت اسناد حاضر کړي، که د اعتبار وړ وګڼل شول؛ نو نقلیه وسائط له اصولو سره سم مالک ته په تضمین سره سپارل کیږي، که له دې اعلان شوې نیټې وروسته د چا مدعی بها مال ضائع شي، بیا د شکایت حق نه لري.
د کمیسیون له مسئولینو سره د رابطې شمیرې په لاندې ډول دي:
۰۷۷۲۸۲۹۷۹۵
۰۷۳۰۴۷۲۵۴۲
د امنیتي او تصفیوي چارو لوی کمیسیون
۱۴۴۴/۱/۲۰هـ ق
۱۴۰۱/۵/۲۷ هـ ش 2022/8/18 م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.