• تاریخ : سه شنبه, ۱ غبرګولی , ۱۴۰۳
  • برابر با : Tuesday - 21 - May - 2024
  • ساعت :

    کندوز

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۳

    کندز مرکز کې ۴ ګوډاګیان قتل، ټانک ونیول شو

    پرون شپه مجاهدینو د کندز ولایت مرکز په مربوطاتو کې د مزدور دښمن د نظامي حرکت په غبرګون کې له مزدور دښمن سره نښته کړې، د راپور له مخې دغه وسله واله نښته کې د ځانګړې قطعې ۴ عسکر وژل شوي، پاتي نور یې تښتېدلي او یو ټانک یې د مجاهدینو لاسته ورغلی دی. ‏2021‏/7‏/25

    ۱۴۰۰-۰۴-۲۶

    د کندز په هوایي برید کې د دښمن ۱ څرخکه ویجاړه شوه

    په مزدور دښمن د کاري بریدونو په دوام پرون سهار وختي مجاهدینو د کندز ولایت په هوایي ډګر تکتیکي برید ترسره کړی، د راپور له مخې دغه برید کې د هوایي ډګر په انګړ کې ولاړه ۱ څرخکه چې په دې وروستیو کې اشغالګرو خپلو ګوډاګیانو ته ورکړې وه په بشپړ ډول له منځه وړل […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۲۶

    کندز: خان اباد کې د اربکیانو قومندان له مجاهدینو سره یو ځای شو

    پرون د کندز ولایت خان اباد ولسوالۍ کې د محمدالله په نوم د چهارتوت د سیمې د شریرو اربکیانو مشهور قومندان د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له جکړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو. نوموړي د مجاهدینو لخوا ړرسره شوی چلند […]

    کندز: د صحت ولایتي مسؤل د خان اباد له ۵۰ بستریز روغتونه څخه لیدنه وکړه
    ۱۴۰۰-۰۴-۲۲

    کندز: د صحت ولایتي مسؤل د خان اباد له ۵۰ بستریز روغتونه څخه لیدنه وکړه

    تېره ورځ د کندز ولایت د صحت کمیسیون مسؤلی د خان اباد ولسوالۍ له ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه. دغه لیدنه کې نوموړي د یاد روغتونو له مسؤلینو او کارکوونکو سره ولیدل، له دوی سره یې د صحت برخې د لا پرمختګ په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۲۱

    کندز مرکز کې ۲ پوستې تخلیه ، ټانک تخریب، ۴ ګوډاګیان ووژل شول

      د فتحو او بریاوو په دوام پرون شپه د کندز ولایت مرکز اړوند سرک نو سیمه کې دښمن د مجاهدینو د بریدونو له وېري تر اوږدې محاصرې وروسته ۲ پوستې تخلیه کړې او له سیمې څخه تښتېدلي دي. همدارازپرون سهار وختي د مرکز په مربوطاتو کې مجاهدینو د مزدور دښمن ټانک ویشتلی، چې په […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۲۱

    کندز مرکز کې د مجاهدینو برید ۱ چورلکه ویجاړه، بله تخریب کړه

    د کندز ولایت مرکز کې د مزدور دښمن په هوایي ډګر تکتیکي برید وشو، د راپور له مخې پرون مازدیګر د ۲۱۷  پامیر قول اردو کې ۲ چورلکې په نښه شوې، چې پر مهال یې یوه چورلکه په بشپړ ډول سوځېدلې او بله تخریب شوې ده. دغه رنګه د قول اردو تاسیسات هم زیانمن شوې […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۱۹

    کندز: ګل تېپه کې د کابل ادارې ۲ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

    پرون د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د کندز ولایت ګلتېپې ولسوالۍ کې د کابل رژیم ۲ عسکر چې د کندز په هوایي ډګر کې یې دنده ترسره کوله له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۱۷

    کندز مرکز کې پوسته تخلیه، ۸ عسکر له وسلو سره مجاهدینو ته راغلي دي

    د فتحو او بریاو په دوام پرون شپه د کندز ولایت مرکز اړوند غلام سخي خان تپې پوسته چې له څو ورځو را په دېخوا د مجاهدینو تر کلکې محاصرې لاندې وه د دښمن لخوا تخلیه او په بشپړ ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده. د راپور له مخې د پوستې تر تخلیې له مخه نښته […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۱۷

    کندز: خان اباد کې ۱ اربکی له مجاهدینو سره یو ځای شو

    پرون غرمه د کندز ولایت خان اباد ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار د عبدالحمید په نوم یو تن اربکی له جګړې لاس په سر او له یو میل کلاشنکوف سره مجاهدینو ته راغلی دی، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی شوی او د دې وعدې له مخې چې بیا […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۱۶

    د صحت مسؤلینو د امام صاحب ولسوالۍ له ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

    پرون د صحت کمیسیون ولایتي مسؤلینو د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د پنځوس بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه، په دغه لیدنه کې د کندز ولایت د جلب وجذب رئیس او د امام صاحب دولسوالۍ د صحت سرپرست مسؤل هم ګډون درلود. د دوی د راپور له مخې د شفاخانې ټول پرسونل حاضر، ټول […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۱۳

    کندز مرکز کې پوسته د مجاهدینو لاسته ولوېده

    پرون د کندز ولایت مرکز اړوند چرخاب سیمه کې مجاهدینو د مرچو غونډۍ په نوم د مزدور دښمن په پوسته وسله وال بریدونه ترسره کړي، چې په نتېجه کې یې پوسته په مکمل ډول فتحه شوې، ۲ مزدور عسکر وژل شوي، ۱ تښتېدلی او ۵ تنه یې له ۱ میل پیکا، ۶ میله کلاشنکوفونو، ۱ […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۱۲

    کندز: خان اباد کې ۱ اربکی له مجاهدینو سره یو ځای شو

    پرون سهار دکندز ولایت خان اباد ولسوالۍ کې د روح الله په نوم یو تن اربکی د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو. ‏03‏/07‏/2021

    ۱۴۰۰-۰۴-۱۰

    کندز: چهاردره کې د صحت مسؤلینو له ځایي روغتون څخه لیدنه وکړه

    پرون د اسلامي امارت د صحت کمیسیون ولایتي مسؤلینو د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ مرکز کې له سي ایچ سي صحي مرکز څخه لیدنه وکړه. دوی په یاد روغتیایي مرکز کې له مؤذفو کارکوونکو سره د کارونو په اړه سلامشورې کړې، د دوی کارونه او خدمتونه یې ارزولي، د امنیت په برخه کې یې ډاډ […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۶

    د کندز ښار او څیرمه سیمو بریښنا ورغول شوه

    د کندز ولايت مرکز شاوخوا سيمو کې دوروستيو جګړو له آمله د بريښنا تارونه پرې شوي وو، چې ورسره د ښار په شمول د شاوخوا سيمو بريښنا قطعه شوې وه. تيرورځ مازديګر مهال د اسلامي امارت د اوبو او بريښنا رياست د مسؤلينو له لوري متضررشوي تارونه تړل شوي او يوځل بيا د کندزښار په […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۶

    د امام صاحب ولسوالۍ د فتحي جزئیات

    وړمه ورځ د مجاهدینو د جهادي هڅو په نتېجه کې دښمن د کندز له امام صاحب ولسوالۍ څخه تېښتي ته مجبور او د ولسوالۍ د ودانۍ په ګډون ټول تاسېسات د مجاهدینو لاسته ولوېدل. الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې دغه فتحه کې د کابل رژیم یو شمېر ګوډاګیان مړه او ژوبل شوي […]

    go Up