• تاریخ : شنبه, ۲۹ غويی , ۱۴۰۳
  • برابر با : Saturday - 18 - May - 2024
  • ساعت :

    کاپیسا

    ۱۴۰۰-۰۴-۱۲

     تګاب ولسوالۍ مرکز، ټول ملحقات یې، ۲ مهم بیسونه او پراخه سیمه د مجاهدینو لاسته ولوېده

    د پرله پسې فتوحاتو په لړ کې پرون غرمه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او ټول ملحقات یې د مزدور دښمن له ناپاک وجود څخه تخلیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل. همداراز د دښمن په هغه بیس باندې هم مجاهدینو خپله ولکه ټینګه کړه چې پخوا پکې اشغالګر اوسیدل او بیا یې […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۱۰

    کاپیسا: اله سای ولسوالۍ او ټول ملحقات یې د مجاهدینو لاسته ولوېدل

    د مجاهدینو د پرله پسې جهادي هڅو په نتېجه کې پرون د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او ټول ملحقات یې د دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل. د راپور له مخې دغه فتحه کې خورا ډېره وسله، وسائل او مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. ‏2021‏/7‏/1

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۹

    کاپیسا: اله سای کې د کابل ادارې ۱ کارمند له مجاهدینو سره یو ځای شو

    پرون د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ کې د روح الله ولد محمد اسماعیل په نوم د کابل ادارې ۱ کارمند د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شوی دی، چې د مجاهدینو لخوا یې د دې وعدې له مخې چې بیا به مزدوري ادارې […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۹

    کاپیسا: اله سای کې د دښمن بمبار مسجد او ۴ کورونه ویجاړ کړل

    وړمه شپه د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدور دښمن الوتکو په اولسي سیمو بمبارکړی، چې له امله یې د ملکي هیواد والو ۴ کورونه او یو مسجد ویجاړ شوي، مرکزې بازارکې یو شمیر دوکانونه هم تخریب شوي او خلکو ته مالي زیان اوښتی دی. ‏2021‏/6‏/30

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۹

    کاپیسا: تګاب کې ۷ پوستې د مجاهدینو لاسته ولوېدې

    د فتحو په روان بهير کې تیره شپه  د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې مزدور دښمن ۷ پوستې تخلیه کړې دي. د سرای پوسته، د وړانو پوسته، د ګلزارخیلو دوه پوستې، جویبار دوه پوستې داسې مهال د مجاهدینو لاسته لوېدلې دي، چې د ولایت په نورو سیمو کې هم د مراکزو او پوستو د تخلیې […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۸

     کاپیسا: تګاب کې د ۱۰ اربکیانو په تسلیمۍ سره ۴ کلي تصفیه شول

    پرون مازدیګر د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ  کې مجاهدینو د مزدور دښمن په ضد تصفیوي عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د کرستده، دوابه، اوچ او عاشقان په نومونو کلي په مکمل ډول فتحه کړي او د دښمن له وجود څخه تصفیه کړي. همداراز د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالرازق په ګډون ۱۰ […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۷

    کاپیسا: اله سای کې د کابل ادارې ۲ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

    د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار پرون د کاپیسا ولایت، اله سای ولسوالۍ کې د مبارز ولد د حضرت الله زوی او حضرت الله د محمدالله زوی د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول. دوی دواړو له […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۷

    کاپیسا: تګاب کې ۲ پوستې تخلیه نجراب کې ۷ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

    پرون مازدیګر د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ قلعه صالح سیمه کې پاخه سرک ته څېرمه دښمن له ۲ پوستو تښتېدلی او سیمه د مجاهدینو لاسته ورغلې ده. همداراز پرون شپه ۱۲ بجې د نجراب ولسوالۍ اړوند افغانیه درې بډاخیلو سیمه کې د مزدوري اردوپه پوسته برید کې ۳ مزدورعسکر قتل ۴ نور ژوبل شول.  ‏2021‏/6‏/28

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۵

    کاپیسا: اله سای کې د دښمن مرمیو ۲ دوکانونه سوځولي

     پرون شپه د کابل رژیم وحشیانو د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ ودانۍ ته نزدې په اولسي کورونو هاوانونه ویشتلي، د راپور له مخې ویشتل شوې مرمۍ په دوکانونو لګېدلې دي، چې له کبله یې ۲ دوکانونه سوځېدلي دي. ‏2021‏/6‏/26

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۴

    کاپیسا: تګاب او اله سای کې ۱ بیس، ۳ پوستې او ګڼ کلي د مجاهدینو لاسته ولوېدل

    کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د جالوخیلو د بیس او ګڼو پوستو تر فتحي وروسته پرون د لنډاخیلو، قلعه صالح او کوري سیمو کې د کاشیانو، خروټو، چاندارک، علي خیلو، میرغونډ او شفیان په نومونو ۶ کلي هم په مکمل ډول د مزدور دښمن له ناپاک وجود څخه تصفیه کړي دي. د یو بل خبر […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۰۲

    کاپیسا: تګاب کې غټ بیس او ۵ پوستې د مجاهدینو لاسته ولوېدلې

    پرون د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند جالو خیلو سیمه کې د مجاهدینو لخوا تر سختې محاصرې وروسته د مزدوري اردو غټ بیس او ۴ پوستې چې د مزدور دښمن کلک سنګر بلل کېدو د دښمن لخوا د مجاهدینو د بریدونو له وېري تخلیه شو. د راپور له مخې د دښمن ۱ کارمولی ټوپک، ۱ […]

    ۱۴۰۰-۰۳-۳۰

    کاپیسا: حصه دوهم کې پوسته او نقلیه وساېط تخریب شول

    پرون شپه د کاپیسا ولایت حصه دوهم ولسوالۍ اړوند جمال اغا سیمه کې د حوزه دریا په پوسته برید کې پوسته تخریب شوې، نقلیه وسائطو ته زیان اوښتی، خو د سر زیان په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي. ‏2021‏/6‏/20

    ۱۴۰۰-۰۳-۲۸

    کاپیسا مرکز او تګاب کې دښمن له ۲ پوستو څخه تښتېدلی

    پرون شپه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند غازي اباد سیمه کې له دښمن سره نښته وشوه، د یادې نښتې په ترڅ کې دښمن له ماتي سره مخ او له پوستې څخه وتښتېد. همداراز په پوسته کې پاته ګڼ مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلل. له بلې خوا د مرکز محمودراقي اړوند کوره تاز سیمه کې […]

    ۱۴۰۰-۰۳-۲۸

    کاپیسا: تګاب کې ۱ اربکی له مجاهدینو سره یو ځای شو

    له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په لړ کې پرون د کاپیسا ولایت ، تګاب ولسوالۍ کې د بریال ولد پتنګ په نوم ۱ اربکی د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې […]

    ۱۴۰۰-۰۳-۲۶

    کاپیسا: اله سای کې د دښمن مرمۍ ۱۲ کلن ماشوم شهيد کړ

    په تش لاس اولس د جنایت کار دښمن د بریدونو په لړ کې پرون د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ اړوند بهادرخیلو سیمه کې د مزدوري اردو عسکرو د خلکو په کورونو ډیسي توپونه ویشتلي، د راپور له مخې دغه قصدي جنایت کې د محمد بلال ولد حقیق الله په نوم یو ۱۲ کلن حافظ […]

    go Up