• تاریخ : یکشنبه, ۳۰ غويی , ۱۴۰۳
  • برابر با : Sunday - 19 - May - 2024
  • ساعت :

    جوزجان

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۲

     جوزجان کې وحشیانه بمبار ۲ اولسي وګړي شهيدان ۳ ژوبل، ۴ دوکانونه ویجاړ کړل

    پرون مازدیګر ۶ بجې د کابل رژیم څرخکو یو ځل بیا د جوزجان ولایت مرکز اړوند پمخانه سیمه کې بمبار کړی، چې له کبله یې ۱ موټر سایکل تخریب شوی، خو د سر زیان یې نه دی اړولی. همداراز وړمه ورځ هم د دښمن څرخکو د شبرغان ښار په ورودي کمربند بمبار کړی، چې له […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۱

    جوزجان مرکز کې دښمن ۲ اولسي وګړي ژوبل کړل

    پرون د کابل رژیم وحشي عسکرو د جوزجان ولایت مرکز اړوند پل خراسان او کوک ګبند سیمو کې په عامو اولسي خلکو ډزې کړې دي، جې له کبله یې ۲ اولسي وګړي ژوبل شوي دي. ‏2021‏/8‏/2

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۰

    جوزجان: قرقین کې د کابل ادارې ۱۰ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

    له مزدوري ادارې د تېښتې په دوام پرون هم د جوزجان ولایت قرقین ولسوالۍ کې د کابل ادارې ۱۰ کارکوونکي د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو. دوی له جګړې او مخالفته بیزاري اعلان کړې، په […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۹

    جوزجان کې د دښمن بمبار کې ۴۹ اولسي کورونه تخریب، خلکو ته درانه زیانونه واوښتل

    په اولسي خلکو د جنایتکار دښمن د بریدونو په دوام پرون د مزدور رژیم څرخکو د جوزجان ولایت مرکز اړوند مرغاب کلي باندې وحشیانه بمبار کړی، چې له کبله یې ۱ اولسي وګړی شهيد، ۱ موټرسایکل تخریب، ۵ لمريزي تختې له منځه تللې دي. د یو بل راپور له مخې د وحشي رژیم څرخکو د […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۸

    جوزجان مرکز کې وحشیانه بمبار ۳۲ اولسي کورونه او ۱ ترکتور تخریب کړي

    په اولسي خلکو د وحشي دښمن د بریدونو په دوام پرون د جنایتکار رژیم الوتکو د جوزجان ولایت مرکز اړوند ترکمینه سیمه کې وحشیانه بمبار وکړ، له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې دغه بمبار کې د اولسي خلکو ۳۲ کورونه، ۱ تراکتور او ۱۶ لمريزي تختې ویجاړي شوې دي. دا په داسې حال […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۸

    جوزجان کې د دښمن بمبار ۱ تن شهيد، ۱ باغ ۴ کورونه او د برق پایه تخریب کړه

    وړمه ورځ مازدیګر او پرون سهار ۸ بجې د کابل رژیم اړوند الوتکو جوزجان کې د شبرغان ښار څنډې چې څه موده مخکې د مجاهدینو لاسته لوېدلې دي بمبار کړې، د وحشي دشمن په دغه جنایت کې ۱ اولسي وګړی شهيد کړی، ۱ د انګورو باغ، ۴ د اولسي خلکو کورونه او ۱ د برق […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۵

    جوزجان مرکز کې جلا بریدونو او بمبار کې دښمن ۲۴ اولسي کورونه تخریب کړي دي

    د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د اولسي خلکو په کورونو د شکست خوړلي دښمن د ړندو بریدونو لړۍ روانه ده. په دې لړ کې د دښمن بې پیلوټه او جیټ الوتکو د جوزجان ولایت مرکز اړوند افغان تپه کې د اولسي خلکو په کورونو بمبار کړی، چې له کبله یې ۱۴ کورونه تخریب شوي […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۴

    جوزجان مرکز کې مزدورو عسکرو ۱ دیني عالم شهيد کړ

    وړمه ورځ مازدیګر ۶ بجې دوستمي ملیشو د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې د مفتي رفیع الله په نوم یو تن عالم ویشتلی او شهيد کړی دی. نوموړی د سرپل ولایت کوهستاناتو ولسوالۍ اړوند خاوال کلي اوسیدونکی و چې شبرغان کې د (L)  پروژې په جومات کې د جنایت کار دښمن لخوا په نښه شوی […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۳

    جوزجان مرکز کې ۱ اربکی له مجاهدینو سره یو ځای شو

     له مزدوري ادارې د تېښتې په دوام پرون د جوزجان ولایت، فیض اباد کې د سراج الدین ولد جمعه بای په نوم د مردیان کلي یو تن اوسیدونکی اربکی د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو. […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۲۷

    جوزجان مرکز کې د دښمن بمبار ۳۲ اولسي کورونه تخریب، ۷ کلیوال شهيدان کړل

    په تش لاس اولس د وحشي رژیم د بریدونو په دوام پرون د جمعې له لمانځه وروسته د کابل رژیم الوتکو د جوزجان ولایت مرکز اړوند تنګه ، اوزبکیه  او افغان تېپه کلي بمبار کړل. د راپور له مخې د کرایي قاتلینو په دغه وحشت کې ۳۲ عام اولسي کورونه تخریب شوي، ۷ کلیوال شهيدان […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۲۷

    جوزجان: قرقین کې د کابل ادارې ۵ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

    له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام په تېرو څو ورځو کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار د جوزجان ولایت قرقین ولسوالۍ کې د کابل ادارې ۵ عسکر له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۲۷

    جوزجان مرکز کې ۱ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شو

    پرون د جوزجان ولایت مرکز کې د مقصد ولد ګل نظر په نوم د ګلګون توقي کلي یو تن اوسیدونکی عسکر د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو. نوموړي له جګړې او مخالفته خپله بیزاري اعلان […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۲۵

    جوزجان: شبرغان کې ۱ بیس ۱۶ پوستې او ۱۲ کلي د مجاهدینو لاسته ولوېدل

    په مزدور دښمن د بریدونو په دوام نن سهار مجاهدینو د جوزجان ولایت شبرغان ښار باندې وسله وال بریدونه پیل کړل، چې په ترڅ کې یې ورودي کمربند مات او ښار ته داخل شول. همداراز یې د تپه تنکه، اوزبیکیه، سیمې،  د تنګه ترکمنیه بیس، ۱۰ پوستې او ۱۲ کلي د مزدور دښمن له وجود […]

    جوزجان: د پوهنې مسئولینو د ۲ ولسوالیو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه
    ۱۴۰۰-۰۴-۲۵

    جوزجان: د پوهنې مسئولینو د ۲ ولسوالیو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

    د جوزجان ولایت تعلیمي مسئولینو په قوشتیپه اودرزاب ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د تعلیم او تربیې دمسئولینو له لوري اړونداصول، مقررات او طرز العملونه دذکر شویو ولسوالیو په ټولو تعلیمي ادارو ووېشل شول او همدا رنګه په هره ولسوالۍ کې له […]

    ۱۴۰۰-۰۴-۲۴

    جوزجان: قرقین کې د کابل ادارې ۲۰ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

    له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتې په دوام په تېرو ۳ ورځو کې د جوزجان ولایت قرقین ولسوالۍ کې د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین له فرمان څخه په استفاده د کابل ادارې ۲۰ تنه کارکوونکي له جګړې او مخالفته د بیزارۍ په اعلانولو سره مجاهدینو ته راغلي دي. د راپور […]

    go Up